د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۲۹ تله ۱۳۹۷ کابل ۰۷:۱۳

ملګري ملتونه: د سولې خبرې به د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ وي


ملګري ملتونه وايي، د افغانستان د سولې خبرې به د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ وي.

په کابل کې د ملګرو ملتونو د دفتر مشر تدامیچي یاماموتو له ازادي راډیو سره په ځانګړې مرکه کې وویل، نړیواله ټولنه د افغانستان د سولې له پروسې ملاتړ او د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ منځګړتوب کوي.

په همدې حال کې د افغانستان د سولې عالي شورا هیله څرګندوي چې ملګروملتونو به د افغانستان د سولې په پروسه کې خپل رول ترسره کړي.

بل لورته د سولې لپاره ولسي حرکت نن د کابل په غازي لوبغالي کې یوه لویه غونډه کوي.

دا حرکت وايي، د دې غونډې یو اصلي هدف د ولسونو ترمنځ د سولې د خبرو لپاره د زمینې او فضا برابرول دي.

XS
SM
MD
LG