د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۲۶ لیندۍ ۱۳۹۷ کابل ۱۱:۲۶

د حامد کرزي په هوايي ډګر کې یو قاچاقچي ونیول شو


د حامد کرزي په هوايي ډګر کې یو تن بهر ته د چرسو د قاچاقو پر مهال ونیول شو.

د حامد کرزي د نړیوال هوايي ډګر د سرحدي پولیسو د مطبوعاتي دفتر له‎خوا رسنیو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نیول شوی کس یو کیلو او ۸۷۲ ګرامه چرس په خپل سفري بکس کې ځای پر ځای کړي و او غوښتل يې دُبی ته یې قاچاق کړي چې پولیسو د تلاشۍ پر مهال ونیو.

په دوو وروستیو اوونیو کې تر لسو ډېر کسان د حامد کرزي له هوايي ډګر څخه هند او دُبی ته د نشه‎يي موادو د قاچاقو پر مهال نیول شوي دي.

XS
SM
MD
LG