د لاسرسي لېنکونه

جمعه ۲۶ زمری ۱۳۹۷ کابل ۰۵:۲۲

بدخشان: د يوه کور د تلاشۍ پر مهال ۵۲ کیلوګرامه تریاک ونیول شول


په بدخشان ولایت کې له یوه کوره په لسګونه کیلو ګرامه نشه‎يي مواد تر لاسه شول.

د بدخشان ولایت له نشه‎يي موادو سره د مبارزې پولیسو د کشف آمر نثار احمد جهانګیر د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د دې ولایت له نشه‎يي موادو سره د مبارزې پولیسو د مخکینیو معلوماتو له مخې په ارګو ولسوالۍ کې د يوه کور د تلاشۍ پر مهال ۵۲ کیلو ګرامه تریاک ونیول.

یاده دې وي چې د نیول شوېو نشه‎يي موادو په تور څوک نه‎دي نیول شوي.

XS
SM
MD
LG