د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۸ زمری ۱۴۰۵ کابل ۱۲:۱۸

نړۍ

ريک ګېټس د مالي درغلیو په اړه د معلوماتو ورکولو بهیر بشپړ کړ

ريک ګېټس او پال منافورت
ريک ګېټس او پال منافورت

ريک ګېټس پرون چهارشنبه په محکمه کې د خپل پخواني رئيس، پال منافورت د مالي درغلیو په اړه د معلوماتو ورکولو بهیر بشپړ کړ.

هغه په دې اړه هم معلومات ورکړل چې د اوکراین یوه سیاسي ګوند پال منافورت ته په ۲۰۱۵ میلادي کال کې د ۲،۴ میلیونه ډالرو له ورکولو ډډه وکړه او هغه‌یې له مالي بحران سره مخامخ کړ.​

په محکمه کې پرون د رېک ګېټس لپاره له هیجانه ډکه ورځ وه.

د پال منافورت مدافع وکیل پرون ادعا وکړه چې ګېټس له خپلې ښځې پټ، له ډېرو ښځو سره غیر قانوني روابط درلودل او د ټولو په اړه‌یې څاروالانو ته معلومات نه‌دي ورکړي او له دې امله د هغه شهادت مشروعیت نه‌لري.

رېک ګېټس او د هغه پخوانی رئيس، پال منافورت اول وار په ۲۰۱۷ میلادي کال کې چې د ځانګړې شورا مشر رابرت مولر د روسیې او امریکا د انتخاباتي درغلیو په اړه څېړنه کوله، تورن وپېژندل شول.

پال منافورت د لنډې مودې لپاره په ۲۰۱۶ میلادي کال کې د امریکا د جمهوري ریاست په ټاکنو کې د ډونالد ټرمپ د انتخاباتي کمپاین مشر و، خو د اوکراین له شړل شوي ولسمشر، ویکتور یانکوویچ سره د کاري ارتباط له امله‌یې استعفا کړې وه.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

امریکا د جرمونو د نړیوالې محکمې ICC پر مشرې او جګپوړي څارنوال بندیزونه ولګول

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وایي، متحدوایالتونو د سې شنبې په ورځ د جرمونو د نړیوالې محکمې ICC پر مشرې او د دې محکمې پر یوه لوړپوړي څارنوال بندیزونه ولګول.

روبیو په یوه اعلامیه کې وویل، ده د دغې محکمې پرمشرې، جاپانۍ قاضي توموکو اکانې او جګپوړي څارنوال عبدلایه سېه چې د سېنېګال تبعه دی، بندیزونه لګولي دي. د رویترز د راپورله مخې دا بندیزونه د ټرمپ د تېر کال د هغه اجرائیوي فرمان له مخې لګول شوي چې د جرمونو پر نړیوالې محکمې بندیزونو ته اجازه ورکوي.

روبیو وویل: "دغو کسانو په مستقیم ډول د جرمونو د نړیوالې محکمې په هغو هڅو کې برخه اخیستې چې د هغو حکومتونو د چارواکو د څېړنې، نیولو، توقیف یا محاکمې لپاره ترسره کېږي چې د جرمونو د نړیوالې محکمې له صلاحیت سره موافق نه دي."

ICC دا اقدام غندلی او په یوه اعلامیه کې یې ویلي چې دغه بندیزونه د قانون حاکمیت کمزوری کوي.

امریکا تېر کال په بندیزونو کې د ICC څو چارواکي چې څارنوالان او قاضیان هم پکې شامل وو، په نښه کړل. واشنګټن د دغو بندیزونو لپاره د محکمې له خوا د اسرائیل د صدراعظم بنیامین نتنیاهو او د دې هیواد د پخواني دفاع وزیر یواف ګالانت د نیولو د حکمونو او همدارنګه په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو په اړه د محکمې د پخوانۍ څېړنې یادونه کړې وه.

د امریکا دغه نوي بندیزونه د دغو کسانو هره هغه شتمني چې په امریکا کې یې لري، کنګلوي او د امریکا مالي سیسټم ته له لاسرسي څخه یې بې برخې کوي.

دا اقدام د ټرمپ د ادارې له لوري د هاګ مېشتې نړیوالې محکمې پر وړاندې د فشارونو د زیاتېدو وروستی ګام دی. دغه محکمه چې په ۲۰۰۲ کال کې د نړیوالې ټولنې له خوا د جنګي جرمونو، نسل‌ وژنې او د بشریت پر ضد د جرمونو د محاکمې لپاره جوړه شوې وه، امریکا یې غړیتوب نه لري.

عمران خان له زندان نه روغتون ته لېږدول کېږي

عمران خان او مېرمن‌یې بشرا بي‌بي
عمران خان او مېرمن‌یې بشرا بي‌بي

د پاکستان سترې محکمې د سې ‌شنبې په ورځ امر وکړ چې د پاکستان پخوانی صدراعظم عمران خان دې چې زنداني دی، د روغتیايي معایناتو لپاره په اسلام‌اباد کې یوه روغتون ته ولېږدول شي.

دا پرېکړه د هغه د مدافع وکیلانو له‌خوا د نوموړي د ناوړه روغتیایي وضعیت په اړه د اندېښنو له څرګندولو وروسته وشوه.

قاضي شاهد وحید وویل، عمران خان چې له ۲۰۲۳ کال راهیسې په زندان کې دی، په راتلونکو دوو ورځو کې به شفا انټرنشنل روغتون ته ولېږدول شي.

د هغه خور او ډاکترې، عظمیٰ خان، ته به اجازه ورکړل شي چې د درملنې پر مهال ورسره پاتې شي او کورنۍ به‌یې په اوونۍ کې یو ځل د هغه د لیدو اجازه ولري.

۷۳ کلن عمران خان او مېرمن‌یې بشرا بي‌بي د فساد په یوه قضیه کې د ۱۷ کلونو بند سزا تېروي.

عمران خان او د هغه تحریک انصاف ګوند (پي‌ټي‌ای) وايي، پر دوی لګېدلي تورونه سیاسي انګېزه لري.

عمران خان چې پخوانی مشهور کرکټ لوبغاړی دی، له ۲۰۱۸ څخه تر ۲۰۲۲ کال پورې د پاکستان صدراعظم و او لا هم د دغه هېواد تر ټولو اغېزناک مخالف سیاسي مشر بلل کېږي.

ټرمپ: هرمز تنګی پرانیستی دی؛ تهران: تر اوسه تړلی پاتې دی

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ او زوم او ځانګړی استازی یې جېرډ کوشنر
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ او زوم او ځانګړی استازی یې جېرډ کوشنر

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د سې‌ شنبې په ورځ وویل چې د امریکا او ایران ترمنځ نه خبرې روانې دي او نه هم د خبرو کومه نېټه ټاکل شوې، خو د هرمز تنګی پرانیستی دی.

ټرمپ په خپله ټولنیزه شبکه تروټ سوشیل کې په یوه بیان کې همدارنګه وویل چې "سمندري محاصره په بشپړ ډول پر ځای ده. د هرمز تنګی پرانیستی او فعال دی. ټول سمندري ماینونه یا له‌منځه وړل شوي او یا هم چاودول شوي دي".

خو تهران ویلي چې د هرمز تنګی تر اوسه تړلی دی.

د روېټرز د راپور له مخې د ایران جګپوړي مذاکره کوونکي او د دې هېواد د پارلمان رئیس محمد باقر قالیباف، د سې ‌شنبې په ورځ په هغو څرګندونو کې چې د دولتي رسنیو له‌خوا خپرې شوې وویل چې د هرمز تنګی به تر هغه پورې تړلی پاتې شي، څو امریکا د جون په میاشت کې له ایران سره د شوې لنډمهاله هوکړې شرایط پوره کړي.

قالیباف پارلمان ته وویل، په دغو شرایطو کې د ایران پر بندرونو د امریکا د محاصرې پای ته رسول، د ایران پر تېلو د بندیزونو لیرې کول، د تهران د کنګل شوې شتمنۍ بېرته خوشې کول او په ټولو جبهو کې د ګواښونو او پوځي عملیاتو پای ته رسول شامل دي.

تر دې مخکې د ولسمشر ټرمپ زوم او ځانګړي استازي جېرډ کوشنر د دوشنبې په ورځ بیا د خبرو په اړه خوشبیني څرګنده کړه او ویې‌ویل چې خبرې لا هم روانې دي.

کوشنر فاکس نیوز ته وویل چې دی نه‌شي کولای د دغو خبرو جزئیات بیان کړي، خو دومره ویلی شي چې د امریکا حکومت او د ایران د حکومت د بېلابېلو برخو ترمنځ خبرې ښايي تر بل هر وخت ډېرې پراخې او جدي وي.

د عراق حکومت د کوردستان د صدراعظم په دفتر د وروستي هوايي برید په هکله تحقیقات کوي; ایران په کې لاس لرل ردوي

 د عراق د کوردستان دخود مختاره سیمې صدراعظم مسرور بارزاني، ارشیف
د عراق د کوردستان دخود مختاره سیمې صدراعظم مسرور بارزاني، ارشیف

د عراق حکومت اعلان وکړ چې د کوردستان د خودمختاره سیمې د صدراعظم مسرور بارزاني په دفتر د بې پیلوټه الوتکو د برید په هکله تحقیقات کوي څو معلومه کړي چې له کوم لوري سوی دی.

په داسې حال کې چې د کردستان چارواکي وايي دغه برید دایران له لوري شوی،دایران بهرنیو چارو وزارت دا خبره "مشکوکه" ګڼلې رد کړې ده.

د عراق د صدراعظم علي زیدي دفتر ویلي چې یو کومیسیون یې ټاکلی ترڅو معلومه کړي چې برید له کوم ځای شوی دی.

د یکشبنې په ماښام دغه برید د مسرور بارزاني دفتر او دکوردستان د استخباراتو او امنیت د رئیس هستوګنځی په نښه کړ.

کوردستان کې د ترهه ګرۍ ضد ادارې وویل چې د " حدید –۱۱۰" ډوله دوه بې پیلوټه الوتکې له پولې پورې غاړه دایران له خاورې توغول شوي او دغې پیښې مرګ ژوبله نه ده رامینځ ته کړې.

مسروربارزاني دغه برید "بې باکانه او د نه منلو وړ" بللی او په سختو ټکو غندلی دی.

هغه ویلي چې دا اقدامات د کړکیچ یو خطرناک زیاتوالی دی او د سیمې ثبات او امنیت ته یو مستقیم ګواښ ګڼلی کیږي.

تهران د مذاکراتو پر ځای د جګړې تیاری نیولی؛ د ایران د تحرکاتو په اړه تازه راپور

ارشیف، د ایران تهران ښار
ارشیف، د ایران تهران ښار

راپورونه وايي ایران په تېرو دوو میاشتو کې واشنګټن سره د خبرو د تعقیب پر ځای، خپلې ټولې هڅې له امریکا او اسرائیلو سره د یوې پراخې جګړې لپاره پر چمتووالي متمرکزې کړې دي.

امریکایي «وال‌سټریټ ژورنال» ورځپاڼې د دوشنبې په ورځ (د زمري ۲۶مه) د عربي او ایراني چارواکو له قوله چې نه‌یې غوښتل نومونه‌یې څرګند شي، راپور ورکړ چې د ایران «تندلاري مشران» په تهران کې سره راټول شوي او یو نوی پلان‌یې تر غور لاندې نیولی دی.

د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د ایراني څانګې، راډیو فردا د وال سټريټ ژورنال د راپور پر اساس، تندلاري ایراني مشران د اسلام‌اباد تفاهم‌لیک پر نړیوالو د اقتصادي فشار د کمولو او د یوه لوی برید لپاره د وخت ترلاسه کولو په مخه د امریکا او اسرائیلو یوه هڅه ګڼي او د همدې لپاره دوی په تېرو دو میاشتو کې د خبرو په ځای د یوې جګړې لپاره په چمتووالي بوخت و.

ورځپاڼه لیکي چې د سپاه پاسداران ځواکونو واک پراخول، تجربه کار پوځي منصبداران په لویو دندو ګمارل او د استخباراتي ضد عملیاتو او د بې‌پیلوټه الوتکو د جوړولو پراختیا په دغو هڅو کې شامل دي.

ټرمپ پنتاګون ته امرکړی چې له جنوبي کوریا سره پوځي تمرینونه د پام وړکم کړي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یکشنبې په ورځ پنټاګون ته امر وکړ چې له جنوبي کوریا سره ګډ پوځي تمرینونه "د پام وړ" راکم کړي. هغه د دغو تمرینونو لوړ لګښت او د ایران پر وړاندې اقداماتو کې د جنوبي کوریا نه ګډون د خپلې پرېکړې د لاملونو په توګه یاد کړل.

د رویترز د راپورله مخې ولسمشر ټرمپ څو ساعته مخکې له هغه چې د دواړو هیوادونو ګډ پوځي تمرینونه د دوشنبې په ورځ پیل شي، په خپله ټولنیزه شبکه تروټ سوشل کې په یوه بیان کې وویل چې دی په دغو تمرینونو کې د امریکا پر ګډون خوښ نه وو. هغه همدارنګه د شمالي کوریا له مشر کیم جونګ اون سره خپلې اړیکې "ډېرې ښې" وبللې.

ټرمپ لیکلي: "دا تمرینونه نه یوازې ډېر لګښت لري، بلکې هغه هیواد ته داسې پیغام هم ورکوي چې په بشپړه توګه نامناسب او دښمنانه دی؛ هغه هېواد ته چې له کله ډونالډ جې ټرمپ ولسمشر شوی، نه یې امریکا ته ګواښ پېښ کړی او نه یې بې ‌احترامي کړې ده."

ټاکل شوې چې د "اولچي فریډم شیلډ» په نوم د امریکا او جنوبي کوریا کلني ګډ پوځي تمرینونه د اګسټ تر ۲۷مې پورې دوام وکړي. په دغو تمرینونو کې د جنوبي کوریا شاوخوا ۱۸ زره پوځیان ګډون کوي.

سیول ویلي چې دغه تمرینونه له ټاکلي مهال ویش سره سم د دوشنبې په ورځ پیل شوي خو د ټرمپ د څرګندونو په اړه یې له تبصرې ډډه کړې ده.

د سینټکام قومندان: یواس‌ اس ابراهام لینکلن بیړۍ کې د عملې د رواني روغتیا اړوند ستونزې ډیرې کمې دي

د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ (سنتکام) قوماندان برد کوپر وایي د "یواس‌ اس ابراهام لینکلن" الوتکې‌ وړونکې بېړۍ څخه یې وروستۍ لیدنه "حیرانوونکې او الهام ‌بښونکې" وه او د عملې د روغتیا اړوند ستونزې یې ترټولو کمې دي.

نوموړی دا څرګندونې وروسته له هغې کوي چې یوشمیرامریکایي رسنیو د دې بېړۍ د عملې د رواني روغتیا او د ژوند د شرایطو د خرابېدو په اړه راپورونه خپاره کړل.

هغه د یکشنبې په ورځ په یوه بیان کې چې پرایکسپاڼه کې یې خپورکړی ویلي چې په سمندر کې اوږدمهاله خدمت "په ځانګړې توګه سخت او ستړی کوونکی" دی. خو نوموړي ټینګار کړی چې په "ابراهام لینکلن" بېړۍ کې، د امریکا د سمندري ځواکونو د ۱۱ فعالو الوتکې ‌وړونکو بېړیو په منځ کې، د رواني روغتیا اړوند ستونزې تر ټولو کمې دي.

تر دې وړاندې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم په دې بیړۍ کې د عملې د خراب وضعیت په اړه راپورونه رد کړي وو، خو ویلي یې وو چې په پام کې ده په منځني ختیځ کې یوه بله بیړۍ د هغې ځای ونیسي.

"ابراهام لینکلن" شاوخوا نهه میاشتې کېږي چې په سیمه کې حضور لري او په سیمه‌ ییزه جګړه او وروسته د ایران پر وړاندې د سمندري محاصرې په لګېدو کې یې مهم رول لوبولی دی.

دوو امریکايي پوځي خپرونو مخکې راپور ورکړی و چې د دې بېړۍ د شاوخوا ۵ زره کسیزې عملې د یوې برخې مورال ټیټ شوی او ان د ځان‌ وژنې د هڅو ځینې پېښې هم پکې ثبت شوې دي.

د اندونیزیا مرګونې زلزله؛ څه باندې ۵۰ کسان مړه او ۱۳۰ نور ټپیان دي

د اندونیزیا یوه ورانه شوې ودانۍ
د اندونیزیا یوه ورانه شوې ودانۍ

په اندونیزیا کې د مرګونې زلزلې د مړو شمېر له ۵۰ اوښتی دی او څه باندې ۱۳۰ نور کسان ټپيان دي.

د ژغورنې ډلې د یکشنبې په ورځ هم د ایسارو کسانو د ایستلو په لټه کې و.

شنبه یوې زورورې زلزلې چې شدت یې د ریښتر په کچه ۷ اعشاریه ۷ ثبت شوی د اندونیزیا ختیځ کې د نوسا تینګارا ولایت ولړزاوه.

فلورس سیمه تر ټولو ډېره اغېزمنه شوې.

چارواکو د یکشنبې په ورځ خبر ورکړی چې لږ تر لږه ۵۰۰۰ کسان یې خوندي سیمو ته انتقال کړي.

چارواکو بیړنی حالت اعلان کړی او د لټون او ژغورنې عملیات روان دي.

تر اصلي زلزلې وروسته لږ تر لږه ۱۱۱ نور پس لړزې یا ټکانونه هم حس شوي چې د اکثرو اندازه یې شاوخوا ۶ درجې وه.

اسلام مخاچف له خپلې اتلولۍ دفاع وکړه

اسلام مخاچف د این ګري په وړاندې
اسلام مخاچف د این ګري په وړاندې

د رزمي لوبو پيژندل شوي لوبغاړي اسلام مخاچف د ایرلندي لوبغاړي این ګري په وړاندې له خپلې اتلولۍ دفاع وکړه.

یکشنبې سهار وختي د ګډو رزمي لوبو د معتبره سازمان یو اف سي د ۳۳۰مې دورې په دې مرکزي لوبه کې چې د ولټروېټ یا ۱۷۰ پونډي وزن د اتلولۍ پر سر وه اسلام په ۵ رونډونو کې د نمرو په توپير خپل سیال مات کړ.

که څه هم اسلام مخاچف د لوبې پر مهال له ستونزو سره مخ و او این ګري په اسانۍ نه تسلیمېده خو د څو ضربو، غېږو او د لوبې د کنټرول په خاطر اسلام برلاسی شو.

په دې بریا سره اسلام مخاچف خپله دېرشمه بریا ثبت کړه.

هغه یواځې یوه ماته لري چې کلونه پخوا وه.

اسلام مخاچف د خپل ملګري او روزونکي حبیب نورمحمدوف تر نظر لاندې دا لوبه وکړه.

جرمني د سوریایي کډوالو د پناه د حق د لغوه کولو لړۍ ګړندۍ کړې ده

جرمني د سوریایي کډوالو د پناه د حق د لغوه کولو لړۍ ګړندۍ کړې او د ۲۰۲۶ کال په لومړۍ نیمایي کې یې د یو پرڅلورمه برخې هغو کډوالو د خوندیتوب حیثیت لغوه کړی چې پردوسیو یې له سره غورشوی دی.

د جرمني ډي پي اې خبري آژانس د راپورله مخې د مهاجرت او کډوالو لپاره د فدرالي ادارې (BAMF) شمیرې ښيي چې د روان کال په لومړۍ نیمایي کې د ترسره شویو ۸۳۲۰ ارزونو په پایله کې د ۲۳،۲ سلنه سوریایي کډوالو د خونديتوب حیثیت بېرته اخیستل شوی یا لغوه شوی دی.

دا په داسې حال کې چې په ۲۰۲۵ کال کې یوازې د ۳،۷ سلنه سوریایي وګړو د خونديتوب حق لغوه شوی و.

د راپورله مخې د خونديتوب حیثیت هغه وخت لغوه کېږي چې د اصلي هېواد وضعیت په بنسټیز ډول بدل شي.

د ۲۰۲۴ کال په ډسمبر کې د سوریې د پخواني واکمن بشار الاسد له نسکورېدو وروسته سلګونه زره سوریایي کډوال خپل هېواد ته ستانه شوي دي. اکثره دغه کډوال له ترکیې، لبنان او اردن څخه بیرته خپله هیواد ته تللي دي.

د جرمني د حکومت د شمیرو له مخې شاوخوا ۹۳۰ زره سوریایي کډوال په جرمني کې اوسي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG