د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۳

ډېلي ټلګراف: طالبان د داعش پر وړاندې پراخو عملیاتو ته چمتووالی نيسي


  • ډېلي ټلګراف

ډېلي ټلګراف ورځپاڼې د طالبانو هغې ادعا ته پام کړی چې وايي، په افغانستان کې د داعش پر وړاندې پراخو عملیاتو ته چمتووالی نيسي.

د ورځپاڼې په وينا، یو شمېر طالب قومندانانو ويلي، سلګونه کسان چې د دغې ډلې له سرې قطعې سره تړاو لري، په ننګرهار ولايت کې به د داعش ډلې پر ضد عملیات پيل کړي.

ډېلي ټلګراف لیکلي چې دا دواړې ډلې له ۲۰۱۵ ميلادي کال راهيسې په افغانستان کې له یو بل سره په جګړو بوختې دي.

ډېلي ټلګراف: هغه هاموې موټرو چې طالبانو له افغان امنيتي ځواکونو نیولي، په جوزجان ولايت کې په وروستیو حملو کې مهم رول ولوباوه.

په مقاله کې راغلي چې ننګرهار د داعش ډلې د خوندي ځای په توګه څو ځلې د امریکا هوايي ځواکونو هدف ګرځولی.

ورځپاڼې لیکلي چې هغه هاموې موټرو چې طالبانو له افغان امنيتي ځواکونو نیولي، په جوزجان ولايت کې په وروستیو حملو کې مهم رول ولوباوه.

په دغو عملیاتو کې داعش ډله محاصره شوه او د دې ډلې ۲۵۰ غړي له افغان دولت سره یوځای شول.

په جوزجان ولايت کې د داعش ډله محاصره شوه او د دې ډلې ۲۵۰ غړي له افغان دولت سره یوځای شول.
په جوزجان ولايت کې د داعش ډله محاصره شوه او د دې ډلې ۲۵۰ غړي له افغان دولت سره یوځای شول.

لانګ وار ژورنال

لانګ وار ژورنال ورځپاڼې په هلمند ولايت کې د القاعده شبکې د يوه قومندان په ګډون د دې ډلې د اوو غړو وژل کېدو ته پام کړی.

د ورځپاڼې په وينا، د دې شبکې پنځه غړي هم په ننګرهار ولايت کې په وروستيو عملیاتو کې ووژل شول.

په مقاله کې راغلي چې د امریکا دفاع وزارت ويلي چې عبدالرحيم مصري له شپږو کسانو سره یوځای د سې شنبې په ورځ د اګسټ په اوومه نېټه د هلمند ولايت په ګرمسېر ولسوالۍ کې د افغان ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې ووژل شول.

عبدالرحيم مصري له شپږو کسانو سره یوځای د هلمند ولايت په ګرمسېر ولسوالۍ کې ووژل شول.
عبدالرحيم مصري له شپږو کسانو سره یوځای د هلمند ولايت په ګرمسېر ولسوالۍ کې ووژل شول.

درې ورځې مخکې تر دې، افغان امنيتي ځواکونو د القاعده شبکې پنځه غړي په جلال‌اباد ښار کې ونیول.

لانګ وار ژورنال: د القاعده شبکې مشران خپل راتلونکي ته پام نه‌کوي، بلکې طالبانو ته لاسي بمونه جوړوي.

د ورځپاڼې په وينا، تر یوې اوونۍ په کمه موده کې د القاعده شبکې د ۱۲ غړو نيول کېدل ښکاروي چې د امریکا پوځ او استخباراتو په افغانستان کې د طالبانو او القاعده شبکې روابط کم ګڼلي.

لانګ وار ژورنال وايي چې د القاعده شبکې مشران خپل راتلونکي ته پام نه‌کوي، بلکې طالبانو ته لاسي بمونه جوړوي.

د ورځپاڼې په وينا له دغو کسانو څخه چې دا کار کوي، یو عبدالرحيم مصري وو چې په هلمند ولایت کې يې طالبانو ته بمونه جوړول.

په مقاله کې راغلي چې هېڅ شواهد نه‌شته چې وښيي طالبان دې له القاعده شبکې لیرې شوي وي.

XS
SM
MD
LG