د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۲۹ تله ۱۳۹۷ کابل ۰۶:۳۳

ایران کې د ګازو د چاودنې له کبله ۳ تنه وژل شوي


په ایران کې په یوه ورزشي سټډیوم کې د ګازو د چاودنې له کبله درې تنه وژل شوي دي.

د ایران دولتي ټلوېزیون راپور ورکړ چې دا پېښه تېره ورځ ناوخته په پلازمېنه تهران کې شوې ده.

د راپور له مخې پېښه وروسته له هغه وشوه چې د ترمیم کاریو پر مهال د ګازو نل لیک شو.

ایران د نل‎لیکو یو زوړ سیستم دی چې پر دغه هېواد د لوېدیځ د کلونو بندیزونو پر مهال په خپل حال پاتې شوی او کار ترې اخیستل کېږي.

په‎دغه هېواد کې احتیاطي اقدامات هم ډېر کمزوري دي.

په جولای میاشت کې هم په پلازمېنه تهران کې په دوو جلا پېښو کې پنځه تنه د زهرجن ګاز د لیک کېدو له کبله مړه شوي وو.

XS
SM
MD
LG