د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۱ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۳

مدنیت: د ښه انتخاباتو د ترسره کېدو په هدف یوازې فرمان بسنه نه‌کوي


د کابل چاپ په نننیو ورځپاڼو کې د سیاسي، اقتصادي، امنیتي او ټولنیزو موضوعاتو تر څنګ په راتلونکو انتخاباتو او په ځانګړي ډول په پروسه کې د حکومت د ملکي او پوځي چارواکو د نه‌مداخلې په اړه د ولسمشر په فرمان بحثونه کړي دي.

  • ماندګار

ماندګار ورځپاڼې په‎دې اړه په خپل لومړي مخ په یو مطلب کې لیکلي دي چې دغه څلور ماده‎ییز فرمان له سیاسي رهبرانو سره تر لیدنې وروسته د افغان ولسمشر له لوري صادر شو.

د مطلب په دوام راغلي چې د دغه فرمان له مخې هېڅ‌څوک حق نه‎لري چې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو په راتلونکو انتخاباتو کې لاس‎وهنه وکړي.

ورځپاڼې د ولسمشر د ویاند هارون چخانسوري له قوله لیکلي دي چې د ولسمشر او سیاسي رهبرانو لیدنه د انتخاباتي ټکټ د جوړېدو نه، بلکې د مشورو اخیستو په هدف جوړه شوې وه.

په مطلب کې د ښاغلي چخانسوري له قوله وړاندې راغلي دي چې په‎دې ناسته کې په درېیو مهمو مسایلو انتخابات، تل‎پاتي اوربند او په حکومتدارۍ کې په اصلاحاتو بحثونه وشول.

خلک او سیاسي احزاب له حکومته د شفافو او عادلانه انتخاباتو غوښتونکي دي.
  • مدنیت

مدنیت ورځپاڼې بیا په‎دې اړه لیکلي دي چې د ښه انتخاباتو د ترسره کېدو په هدف یوازې فرمان بسنه نه‎کوي.

ورځپاڼې وړاندې لیکلي دي چې په ټوله نړۍ کې انتخابات یوه مهمه سیاسي پروسه ده، خو په افغانستان کې دغه پروسه د نازک سیاسي وضعیت له امله کړکېچنه شوې ده.

ورځپاڼې لیکلي دي چې خلک او سیاسي احزاب له حکومته د شفافو او عادلانه انتخاباتو غوښتونکي دي.

د مطلب په دوام راغلي دي چې د انتخاباتو په اړه د سیاسي احزابو مسلسلې ناستې او په برښنايي شکل د انتخاباتو په ترسره کېدو ټینګار دا په ډاګه کوي چې دغه سیاسي ډلې د انتخاباتو د شفافیت په اړه اندېښنې لري.

ورځپانې لیکلي چې دا یوازې د حکومت مداخلې او لاس‎وهنې نه‎دي چې اندېښنې یې پیدا کړي، بلکې په‎خپله دغو سیاسي ګوندونو، زورواکو او سیمه‎ییزو قوماندانانو هم انتخابات له ګواښ سره مخامخ کړي دي.

د مطلب په پای کې که څه هم په انتخاباتو کې د امنيتي ځواکونو د نه‌مداخلې په اړه د ولسمشر محمد اشرف غني فرمان مثبت ګام بلل شوی، خو ټینګار شوی چې یوازې دغه فرمان بسنه نه‎کوي او د ښه انتخاباتو د ترسره کېدو لپاره سیاسي اراده حتمي ده.

  • انیس

انیس دولتي ورځپانې هم د همدې موضوع په اړه په خپاره شوي مطلب کې ویلي چې ولسمشر محمد اشرف غني په جدي توګه سپارښتنه وکړه چې دولتي مأمورین او حکومتي بنسټونه باید د انتخاباتو په بهیر کې مداخله ونه‎کړي.

ورځپاڼې د ولسمشر د ویاند هغه خبره راخیستې چې انتخابات به په خپل وخت وشي او ولسمشر په‎دې اړه جدي دی.

وړاندې په مقاله کې د ولسمشر د ویاند هارون چخانسوري له قوله ویل شوي چې دا به لومړی ځل وي چې د افغانستان د جمهوري ریاست انتخابات به په هغه ډول چې په اساسي قانون کې یې وړاندوینه شوې ده، ترسره شي.

XS
SM
MD
LG