د افغانستان د لوړو زدهکړو وزیر وايي، خصوصي او دولتي پوهنتونونه باید خپل روزنيز پروګرامونه د هېواد د اوسنیو اړتیاوو په پام کې نیولو سره پلان او محصلینو ته دې د کار زمینې برابرې کړي.
نجیبالله خواجه عمري د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د زمري ۱۶» په دولتي او خصوصي سکټور کې د تحصیلي اړتیاوو د کتنې په تړاو یوې ناستې ته په وینا کې له خصوصي او دولتي ادارو وغوښتل، څو له دغه وزارت سره د بشري ځواک اړتیاوې شریکې کړي.
ښاغلي عمري زیاته کړه:
"زموږ څېړنې په ګوته کوي چې د هېواد د کار مارکېټ ناوړه وضعیت سره مخ دی، له یوېخوا په یو شمېر پوستونو کې چې زرګونه ځوانان چې د لېسانس او ماسترۍ تر کچې یې زدهکړې کړي ځان کاندیدوي، له بلېخوا په ځينو ادارو کې یو شمېر پوستونه د مسلکي کسانو د نشتوالي له امله تش پاتې دي او یا په یو شمېر پوستونو کې د غیر مسلکي کسانو په ګمارلو سره ګټوره نتیجه نهاخیستل کېږي."
ښاغلی عمري وايي، دغه وزارت ټولنې ته د مجربو او متخصصو کسانو د وړاندې کولو لپاره خپلو پروګرامونو ته بدلون ورکړی او هڅه کوي چې محصلین په عملي توګه وروزل شي.
عمري دا خبرې په هغه ناسته کې وکړې چې په دولتي او خصوصي سکټور کې د تحصیلي اړتیاوو د کتنې په تړاو د ۶۹ دولتي ادارو ۴۴ خصوصي ۳۲ پوهنتونونو او شپږو بهرنیو ادارو او لوړو زدهکړو وزارت کارکوونکو پهکې ګډون کړی وو.
د لوړو زدهکړو وزارت مسئولین وايي، پهدغه ناسته کې ګډون کوونکي په تخصصي ډول په بېلابېلو ګروپونو کې کار کوي، څو دا معلومه کړي چې په خصوصي او دولتي ادارو کې کومو برخو ته اړتیا ده.
د لوړو زدهکړو وزارت د بورسیو د برخې یوه کارکوونکي جمیل دهزاد ازادي راډيو ته وویل، پهدغه ناسته کې به همدارنګه پهدې کار وشي چې هېوادونه د افغانستان د کار مارکېټ مطابق بورسونه ورکړي.
له بلېخوا د لوړو زدهکړو وزارت د محصلانو چارو معین بری صدیقي وايي، دغه وزارت پهدې اړه خپله جوړه شوې پالېسي په بهرنیو هېوادونو کې سفارتونو سره شریکه کړې.
په همدې حال کې د اقتصادي چارو یو شمېر کارپوهان هم بېکاري او د هېواد د کار مارکېټ له خرابوالي اندېښنه ښیي.
له دې ډلې عبدالله واحدیار وايي، د لوړو زدهکړو وزارت چې د کار بازار په تړاو اقدام کړی باید ترې څارنه وکړي.
واحدیار زیاتوي:
"په ټوله کې دا یو نېک ګام دی، خو که ترې سمه څارنه او مدیریت وشي بیا ویلی شو چې د لوړو زدهکړو وزارت کارونه په ښه توګه مخ ته ځي."
خو ښاغلی واحدیار وايي، اوسمهال په دولتي ادارو کې د کسانو د جذبولو لپاره امکانات محدود دي او په وینا يي چې اړتیا ده، څو د محصلانو د جذب لپاره خصوصي سکټور همکاري وکړي.
تر دې وړاندې د اقتصاد وزیر مصطفی مستور ویلي و چې هر کال ۴۰۰ زره کسان له مدرسو او ۲۰۰ زره کسان له پوهنتونونو فارغېږي او د کار بازار ته وړاندې کېږي، خو په وینا یې له دغو ځوانانو ډېری یې له فراغت وروسته بېکاره ګرځي.
راپور: ناجیه ساپۍ