د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۰

د متحده ایالاتو ولسمشر پر ایران د لویو مالي بندیزونو د بیا لګولو امر وکړ


د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ پر ایران د لویو مالي بندیزونو د بیا لګولو امر وکړ.

د ایران د ۲۰۱۵ کال اټمي تړون نه تر وتلو درې میاشتې وروسته د امریکا ولسمشر د اګسټ پر شپږمه خپل هغه دریځ بیا تکرار کړ چې وایي دغه تړون یو اړخیز او د نه‌منلو دی.

له دې سره ډونالد ټرمپ پر ایران د بندیزونو د بیا لګولو امر وکړ چې د اګسټ له اوومې نېټې به نافذ وي.

د امریکا ولسمشر په هغه اعلامیه کې چې د سپینې ماڼۍ له لوري خپره شوه پر ټولو هېوادونو ټینګار کړی چې دا واضحه کړي چې د ایران رژیم باید یو انتخاب ولري.

اعلامیه زیاتوي:

"یا دا چې خپل ګواښونه او د بې‌ثباتۍ کړنې بدلې کړي او له نړیوال اقتصاد سره یو شي او یا دې د اقتصادي انزوا په لور حرکت ته دوام ورکړي."

د امریکا دغه بندیزونه د ایران د ټرانسپورت سکټور، د مشهورو غالیو او د سرو زرو او نورو فلزاتو سوداګري په نښه کوي.

ټرمپ: یا دا چې ایران خپل ګواښونه او د بې‌ثباتۍ کړنې بدلې کړي او له نړیوال اقتصاد سره یو شي او یا دې د اقتصادي انزوا په لور حرکت ته دوام ورکړي.

​امریکایي چارواکو ویلي د ایران حکومت نور نه‌شي کولای امریکایي ډالر وپېري.

ټاکل شوې د امریکا د بندیزونو دوهم پړاو چې د ایران د تېلو سکټور په نښه کوي د نومبر په لومړیو کې ولګول شي.

ټاکل شوې د امریکا د بندیزونو دوهم پړاو د نومبر په لومړیو کې ولګول شي.
ټاکل شوې د امریکا د بندیزونو دوهم پړاو د نومبر په لومړیو کې ولګول شي.

تر دې اعلان څو ساعته مخکې د ایران ولسمشر حسن روحاني د ایران له صدا او سیما شبکې سره په یوه ټلوېزیوني مرکه کې دا د ایران د ملت پر ضد یو اقدام بللی وو.

ښاغلي روحاني وویل:

"هغه څوک چې له مذاکراتو وتلی او شا یې وراړولې ده، ټرمپ او د هغه دولت دی. کوم اقدام چې دوی کوي، د ایران د ملت او د دغه هېواد د ملي ګټو پر خلاف دی، نو که صداقت وي، ایران تل د مذاکراتو هرکلی کړی دی."

د ایران جمهور رئیس حسن روحاني
د ایران جمهور رئیس حسن روحاني

بل‌خوا د اسرائیل صدراعظم لومړنی کس وو چې د امریکا له‌خوا د نویو بندیزونو تر اعلان وروسته‌یې د دغه اقدام هرکلی وکړ.

بنیامین نتانیاهو د دوشنبې په ورځ په یوه ټلوېزیوني وینا کې پر اروپایي هېوادونو هم غږ وکړ چې د امریکا له دغه اقدام سره همغږي شي او پر ایران د بندیزونو د لګولو په برخه کې د خبرو پر ځای عمل وکړي.

د ایران اقتصاد په دې وروستیو میاشتې کې په چټکۍ سره خراب شوی دی.
د ایران اقتصاد په دې وروستیو میاشتې کې په چټکۍ سره خراب شوی دی.

د امریکا تر دغه اعلان دمخه د اروپایي ټولنې د بهرنۍ پالېسۍ مشرې فدریکا موګرېني او د فرانسې، بریتانیا او جرمني د بهرنیو چارو وزیرانو ویلي وو چې له دې اقدامه سخت خواشیني دي.

اروپایي دیپلوماتان: د ایران اټمي تړون د اروپا، سیمې او ټولې نړۍ د امنیت لپاره مهم دی.

​دوی ویلي چې د ایران اټمي تړون د اروپا، سیمې او ټولې نړۍ د امنیت لپاره مهم دی.

د امریکا لوړپوړو چارواکو ژمنه کړې وه چې واشنګټن به په جدیت سره دغه نوي بندیزونه ولګوي او دوی تمه لري چې دغه اقدامات به د ایران پر اقتصاد د پام وړ اغېز وکړي.

د ایران اقتصاد په دې وروستیو میاشتې کې په چټکۍ سره خراب شوی دی چې یو دلیل‌یې همدا د امریکا له لوري د نویو بندیزونو د لګولو وېره یاده شوې ده.

XS
SM
MD
LG