د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۲ غویی ۱۴۰۵ کابل ۰۶:۰۶

اېشیا ټايمز: د پرمختلونکې سياسي پروسې هېڅ بديل نه‌شته

د چک جمهوریت یو شمېر رسنیو د هغو درېیو چکي سرتېرو په اړه لیکلي چې په افغانستان کې ووژل شول.

  • راډيو پراګ

له دغو رسنيو څخه راډيو پراګ هم په دې اړه مقاله خپره کړې ده او د چک جمهوریت د دفاع وزارت وياند له قوله‌يې ليکلي چې دا سرتېري په نظامي تشريفاتو سره خاورو ته سپارل کېږي.

ټاکل شوې ده د دغو سرتېرو مړي د چهارشنبې په ورځ چک جمهوریت ته ورسېږي او په مراسمو کې به چې په هوايي ډګر کې جوړېږي، د چک د ولسمشر ميلوش زيمان په ګډون نور نظامي او ملکي لوړپوړي چارواکي هم ګډون کوي.

د چک جمهوريت د دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر سرپرستې يانا زاخمايستيرووا ازادي راډیو ته وويل چې د چک جمهوريت بيرغونه به نیمه ځوړند وي.

ټاکل شوې د دغو سرتېرو مړي د چهارشنبې په ورځ چک جمهوریت ته ورسېږي.
ټاکل شوې د دغو سرتېرو مړي د چهارشنبې په ورځ چک جمهوریت ته ورسېږي.

د يکشنبې په ورځ درې چکي سرتېري په پروان ولايت کې له افغان سرتېرو سره يوځای د ګزمې پر مهال پلي روان وو چې ورباندې ځانمرګی برید وشو.

چک جمهوریت اوس‌مهال په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ مأموریت په چوکاټ کې ۲۸۰ نظامي پرسونل لري.

  • اېشیا ټايمز

اېشیا ټايمز خپرونې د افغانستان د سولې بهير په اړه يوه مقاله خپره کړې ده.

په دې مقاله کې د جنوبي او منځنۍ اسيا لپاره د امریکا د لوړپوړي ډیپلوماتې الېس ولز او طالبانو د استازو ترمنځ د جولای مياشتې په وروستيو کې په دوحه کې خبرې د طالب سخت دريځو سره د مذاکراتو د پيل لپاره ډېرې مهمې ګڼل شوي.

مقاله وايي، که څه هم طالبان د افغانستان په ستونزمنه ځمکه يعنې غرو او رودو کې په جګړو روږدي دي، خو دوی د مجاهدینو تر کورنۍ جګړې وروسته په واکمنۍ کې تر ټولو خراب ثابت شوي.

د جنوبي او منځنۍ اسيا لپاره د امریکا استازې الېس ولز
د جنوبي او منځنۍ اسيا لپاره د امریکا استازې الېس ولز

مقاله وايي، طالبانو له ۱۹۹۶م څخه تر ۲۰۰۱م کال پورې د خپلې دورې پر مهال حکومتي ادارې شنډې کړې، د افغانستان اقتصاد له رکود سره مخامخ شو او خلکو ته د روغتیايي خدماتو او ښوونې په ګډون اساسي خدمات قطع شول.

اېشیا ټايمز: په افغانستان کې د تاوتریخوالي سره سره، د اساسي قانون له مخې پرمختلونکي سياسي پروسې هېڅ بديل نه‌شته.

​د مقالې په وينا د ۲۰۱۸م کال افغانستان، د ۱۹۹۰مې لسيزې د افغانستان په پرتله ډېر بدل دی او له ورځني تاوتریخوالي سره سره د اساسي قانون له مخې پرمختلونکې سياسي پروسې هېڅ بديل نه‌شته.

مقاله وايي په تېرو ۱۷ کلونو کې په اقتصادي، سیاسي او ټولنيزو چارو کې د پام وړ پرمختګونه شوي.

خو د مقالې په وينا، د افغان سیاسي کړيو ترمنځ د زیات واک پر سر اختلافاتو د افغانستان ولس رغونې هڅې تتې کړي او د حکومت واک‌يې کمزوری کړی دی.

د مقالې په وينا، د جګړې په ډګر کې د طالبانو د پاتې کېدو يو لامل دا هم دی چې د افغانستان مرکزي حکومتونه په خپلو پلانونو کې په بشپړه توګه نه‌دي بريالي شوي.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG