په نننۍ نیمه نړۍ خپرونه کې د هغې نجلۍ پر ژوند د جوړ شوي مستند فلم په اړه غږېږو چې پلار یې پرلهپسې ۱۳ کاله پرې جنسي تېری کړی و او بالاخرهیې ژوند بدل شو.
په افغانستان کې د جنسي تېري د اکثره قرباني شویو نجونو قضیې تر هغه وروسته پولیسو او رسنیو ته رسېږي چې یا خو وژل شوي وي او یا وروسته ځان وژني، خو داسې پېښې د ګوتو په شمېر دي چې غږ یې پورته کړی، تر اخرهیې مبارزه کړې وي او عاملیې په جزا محکوم شوی وي.
ولې پر هغو نجونو چې د محارمو لهخوا جنسي تېری کېږي، خپل غږ نه پورته کوي او غلې پاتې کېږي؟
ټولنه او خلک دغو نجونو ته په کومه سترګه ګوري؟
پر هغې نجلۍ چې جنسي تېری شوی وي، څنکه کولای شي چې عدالت ته ورسېږي؟
د دې ټولو پوښتنو ځواب په نیمه نړۍ خپرونه کې اورېدای شئ.
د دې خپرونې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:
جوړوونکې: فرشته غني