افغانستان
د امید سبا د ملي سازمان په نوم سیاسې ډلې خپل فعالیت اعلان کړ
د امید سبا د ملي سازمان په نوم یوې نوې سیاسې ډلې نن په کابل کې خپل فعالیت اعلان کړ.
دا سیاسي ډله د ملي امنیت د پخواني رئیس اسد الله خالد په مشرۍ جوړه شوې ده.
اسد الله خالد وویل، دې سازمان له تېرو دوو کلونو راهیسې په غیر علني ډول فعالیت کاوه د ټولو سیمو ځوانانو په کې ونډه لري او د سولې له پروسې ملاتړ کوي.
د ملي امنیت د ادارې پخواني رئیس وویل، د ملي یووالي حکومت باید د نفاق پرضد مبارزه وکړي او په خپله دې هم په هېواد کې د قومي شخړو د رامنځته کیدو مخه ونیسي.
د دې نوي سیاسي جریان مشر د شفافو انتخاباتو په ترسره کېدو ټینګار وکړ .
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
داعش په بدخشان کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور د مشر ذبیح الله امیري د وژنې مسؤلیت ومانه
د اسلامي دولت ډلې داعش خراسان څانګې په بدخشان کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور د مشر ذبیح الله امیري د وژنې مسؤلیت ومانه.
امیري د سې شنبې په ورځ د بهارک-فیض آباد سړک په اوږدو کې د دوو موټرسایکل سپرو وسله والو له خوا تر برید لاندې راغی او ووژل شو.
د طالبانو حکومت مخکې ویلي و چې یو بریدګر د امیري د ساتونکو له خوا په ډزو ووژل شو او بل ټپي او ونیول شو.
ذبیح الله امیري د هلمند د طالبانو د والي امان الدین منصور وراره دی.
بدخشان په دې وروستیو کې د څو امنیتي پیښو شاهد و، چې پکې د څو ساعتونو لپاره د یفتل پایین ولسوالۍ د مرکز سقوط او په زیباک ولسوالۍ کې نښتې شاملې دي.
د انساني قاچاق ضد ورځ؛ له خطر سره مخ زیانګالي افغانان
د ملګرو ملتونو سازمان په افغانستان کې د انساني قاچاق له خطرونو سره د مبارزې لپاره د لا زیاتو هڅو غوښتنه کړې.
د ملګرو ملتونو د مخدره توکو او جرمونو دفتر او د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) د جولای په ۳۰مه د قاچاق ضد نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه ګډه اعلامیه کې دا غوښتنه مطرح کړې.
د ملګرو ملتونو دغو ادارو ویلي چې له ګاونډیو هیوادونو څخه د کډوالو راستنیدل، د کلیوالي سیمو د اقتصادي وضعیت خرابي، په بشري مرستو کې د پام وړ کمښت، طبیعي پیښې او د ښځو او نجونو د حقونو محدودیتونه د انسانانو د قاچاق او استثمار په وړاندې د خلکو زیانګالي زیاته کړې ده.
د بیان له مخې له مالي فشار سره مخ خلک جبري او نا امنو کارونو، جنسي استمثار یا ناوړه ګټې اخیستنې، غلامۍ ته ورته شرایطو او ان له رضایت پرته د بدن د غړو لرې کولو ته اړ ایستل کېږي.
ښځې، ماشومان، راستنیدونکي او پوروړي د انساني قاچاق او استمثار له جدي خطر سره مخ دي.
د خیبرپښتونخوا په هنګو کې لس پاکستاني پولیس وژل شوي او ۱۸ نور ټپیان دي
د خیبرپښتونخوا په هنګو کې تېره شپه ناوخته لږ تر لږه لس پاکستاني پولیس په یوه برید کې وژل شوي او ۱۸ نور ټپيان دي.
بریدګرو لومړی په هنګو کې د پولیسو یو مرکز په یوه ډرون شکله الوتونکې وسیلې هدف ګرځولی او بیا یې ډزې پیل کړي.
د خیبرپښتونخوا د پولیسو مشر ذوالفقار حمید رسنیو ته تایید کړې چې د پولیسو او وسله والو بریدګرو تر منځ نښتو څو ساعته دوام وکړ.
د هغه په خبره په نښتو کې لس پولیس او ۱۵ وسله وال بریدګر وژل شوي.
د دغه برید مسوولیت کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی خو پاکستاني چارواکو تل تور پورې کړی چې وسله وال بریدګر له افغان خاورې پر پاکستان داسې بریدونه پلان او ترسره کوي.
هغه تور چې طالب چارواکو په کلکه رد کړی.
ټي ټي پي او نورې وسله والې ډلې تورنې کړي چې دا بریدونه
دا روانه اوونۍ د پاکستان په امنیتي ځواکونو دویم وسله وال برید دی.
د جولای په ۲۵مه هم د خیبرپښتونخوا په ټانک سیمه کې په یوه ځانمرګي برید کې د ۱۲ عسکرو په شمول لږ تر لږه ۱۵ کسان وژل شوي.
د هغه برید مسوولیت ټي ټي پي تحریک طالبان پاکستان په غاړه اخیستی و.
راشدخان او عظمت الله عمرزی د کرکټ د نړیوالې شورا د تازه رده بندۍ په سر کې
د کرکټ د نړیوالې شورا په تازه رده بندۍ کې راشدخان او عظمت الله عمرزی بیا په لومړیو مقامونو راغلي.
راشدخان په نړۍ کې د یو ورځنیو او شل اووریزو د بالرانو تر منځ په سر کې دی.
عظمت الله عمرزي هم په الرونډرانو کې لومړی ځای خپل کړی.
محمد نبي په الرونډرانو کې دریم مقام ته رسیدلی.
اخوا بیا ابراهیم ځدراڼ د یو ورځنیو لوبو د توپ وهونکو په لیسټ کې پنځم ځای خپل کړی.
د طالبانو د یوې سرچینې ادعا: چترال کې د مخالفینو پناهځایونه مو په نښه کړل
د طالبانو حکومت یوه باخبره سرچینه وايي چترال باندې د طالبانو وروستیو هوايي بریدونو کې، د وسلهوالو مخالفینو پناهځایونه په نښه شوي دي.
د طالبانو حکومت دغې سرچینې چې د موضوع د حساسیت له املهیې ونهغوښتل نومیې خپور شي، د چهارشنبې په ورځ (د اسد په ۷مه) ازادي راډیو ته وویل چې د طالبانو ځواکونو د پاکستان د چترال پر سیمه په دوو "غچ اخیستونکو" جلا بریدونو کې د مخالفو ډلو پناهځایونه په نښه کړي دي.
سرچینه پرته له جزئیاتو زیاتوي چې په دغو بریدونو کې د یادو ډلو یو شمېر غړي وژل شوي او پناهځایونهیې هم لهمنځه وړل شوي دي.
د پاکستان حکومت تر اوسه په دې اړه څه نهدي ویلي او ازادي راډیو هم نهشي کولای د خپلواکو منابعو لهخوا د دغو بریدونو یا مطرح شویو ادعاوو تأیید یا رد ترلاسه کړي.
سرچینه وايي دا بریدونه د مخالفو وسلهوالو لهخوا د چترال له سیمې د بدخشان پر زیباک ولسوالۍ د شوي برید په غبرګون کې ترسره شوي دي.
تر دې مخکې، د طالبانو حکومت لوی درستیز، فصیحالدین فطرت، د شنبې په ورځ ادعا کړې وه چې د پاکستان حکومت د طالبانو یو شمېر مخالفان سمبال کړي او زیباک ولسوالۍ تهیې استولي دي، خو د هغه په وینا، د طالبانو ځواکونو هغوی ته درنه مرګژوبله اړولې ده.
بلخوا، د یاسین ضیا په مشرۍ د افغانستان د ازادۍ جبهې هم د شنبې په ورځ په خپلې اېکسپاڼې د یوې وېډیو په خپرولو ادعا وکړه چې د زیباک په نښتو کې یې طالبانو ته درنه مرګژوبله اړولې او ادعا یې وکړه چې د طالبانو دوه بېپیلوټه الوتکې چې په ټکو یې د جبهې تر کنټرول لاندې سیمو کې یې عملیات کول، نسکورې کړې دي.
اوچا: سېلابونو افغانان د ناچاوده مهماتو له تازه خطر سره مخ کړي
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) خبرداری ورکوي چې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې سخت بارانونه، ناڅاپي سېلابونه او د ځمکې ښویېدنې امکان لري ناچاوده مهمات رابرسېره کړي او د سیمې د اوسېدونکو او مرستندویانو ژوند له خطر سره مخ کړي.
اوچا د چهارشنبې په ورځ «د اسد په ۷مه» په خپل راپور کې ویلي چې سختو بارانونو او ناڅاپي سېلابونو د افغانستان د مرکزي، ختیځو او سوېلختیځو سیمو ځینې برخې اغېزمنې کړې دي.
د دې ادارې په وینا، نورستان ولایت لا هم د سېلابونو له امله د اغېزمنو شویو سیمو تر ټولو بحراني وضعیت لري.
د طالبانو حکومت چارواکو ویلي چې په نورستان ولایت کې د وروستیو سېلابونو له امله لږ تر لږه ۲۳ کسان مړه او شااوخوا ۸۰ نور ټپیان شوي دي.
افغانستان چې د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې له ډېرو زیانګالو هېوادونو څخه شمېرل کېږي، په وروستیو کلونو کې د ویجاړوونکو سېلابونو له زیاتېدو سره مخ شوی دی.
د فوټسال د کانټیننټل جام پیل؛ افغانستان د تایلنډ په وړاندې لوبه کوي
ټاکل شوې ده د «کانټیننټل جام» په نوم د فوټسال سیالۍ چې د افغانستان ملي لوبډله هم پهکې ګډون لري، د اګسټ په لومړۍ نېټه (د شنبې په ورځ) پیل شي.
په دې سیالیو کې د افغانستان ترڅنګ د روسیې، ویتنام، نیوزیلنډ او تایلنډ ملي لوبډلې برخه اخلي.
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله پرون په دغو سیالیو کې ګډون لپاره تایلنډ ته ولاړه.
د افغانستان لومړۍ لوبه به د اګسټ په دوهمه (د یکشنبې په ورځ) د کوربه هېواد تایلنډ پر وړاندې ترسره شي.
ټاکل شوې ده چې د کانټیننټل فوټسال جام سیالۍ د اګسټ تر شپږمې دوام وکړي.
د بې پولې ډاکټرانو ټولنې له پاکستان وغوښتل چې د افغانانو جبري ستنول ودروي
د بې پولې ډاکټرانو ټولنې(MSF) له پاکستانه وغوښتل چې د افغانانو جبري ستنول ودروي. دې ټولنې د سې شنبې په ورځ د جولای په ۲۸ په یوه راپورکې وویل، هغه محرومې ټولنې او هغه کسان چې افغانستان ته د بېرته ستنېدو په صورت کې له زیان او خطر سره مخامخ کېږي، باید په رسمي توګه وپېژندل شي او لازم قانوني او بشري خوندیتوب ورته برابر شي.
د بې پولو ډاکټرانو ټولنې د کډوالو پر روغتیایي خدمتونو د پاکستان د حکومت د ناقانونه بهرنیانو د بیرته ستنولو د پلان د اغیزو په اړه ژوره اندیښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې یوشمیرکډوالو ورته ویلي چې د نیول کېدو له وېرې او دا چې په روغتیايي مرکزونو کې یې اسناد وپلټل شي خپله درملنه ځنډوي یا ترې تېرېږي. د دې ټولنې په خبره دغه وضعیت هغه روغتیایي ستونزې رامنځته کړي چې د مخنیوي وړدي او په هغو کې د خوارځواکۍ او د امیندوارۍ د پیچلتیاوو پېښې هم شاملې دي.
د پاکستان حکومت د ۲۰۲۳ کال په نومبر میاشت کې د ناقانونه کډوالو د بیرته ستنولو لړۍ پیل کړه چې په لومړي پړاو کې یې بې اسناده افغانان په نښه کړل او وروسته یې دا پلان هغو ثبت شویو کډوالو ته هم وغځاوه چې د افغان تابعیت (ACC) یا PoR) کارټونه یې لرل.
پاکستان د روان کال د جولای له ۱۰مې نېټې راهیسې د ټولو هغو افغانانو چې په هغه هیواد کې د اوسیدو اجازه نه لري، د نیولو او افغانستان د استولو لړۍ ګړندۍ کړې چې تراوسه یې په سوونو کسان د دغه نوي بهیرپه ترڅ کې افغانستان ته لیږلي دي.
جرمني ۳۱ افغانان بیرته افغانستان ته استولي چې یوه یې کوم جرم نه وو ترسره کړی
د جرمني د کورنیو چارو وزارت وایي، په یوه چارټرالوتنه کې یې ۳۱ افغانان بیرته افغانستان ته ولیږل.
د جرمني د کورنیو چارو وزیر الکساندر ډوبرینټ د جرمني په جنوب کې خبریالانو ته وویل، هغه کسان چې د سې شنبې په ورځ افغانستان ته استول شوي، " ډیری یې ډېر خطرناک او خطرناک مجرمان وو، چې د قتل، جنسي تېري او تاوتریخوالي جرمونه یې ترسره کړي وو."
هغه زیاته کړه، په الوتکه کې یو داسې کس هم و چې په کوم جرم نه و محکوم شوی، خو پر هغه هم له جرمني د ایستلو لازمي حکم نافذ و. د نوموړي په وینا، دغه کس مخکې په یوه بل اروپايي هېواد کې د پناه غوښتنه کړې وه، خو وروسته بېرته جرمني ته ستون شوی و.
د دغو افغانانو ستنول د هغې هوکړې پربنسټ ترسره شوي چې د طالبانو له حکومت سره شوې او له مخې یې د جرمني حکومت کولای شي د دریم ګړو هیوادونو له ښکیلتیا پرته افغانستان ته د افغانانو د بیرته ستنولو لړۍ په منظم ډول مخ ته یوسي.
له ۲۰۲۴ کال راهیسې، چې جرمني افغانستان ته د کډوالو د بېرته ستنولو بهیر بیا پیل کړی، تر اوسه یې له ۲۰۰ څخه ډېر کسان بېرته افغانستان ته استولي دي. د بشري حقونو د سازمان امنېسټي انټرنېشنل په وینا، لږ تر لږه یو له دغو بېرته ستنول شویو کسانو وروسته وژل شوی دی.
ملګري ملتونه: افغانستان کې رسنۍ لاهم تر فشار لاندې دي
ملګري ملتونه وایي چې په افغانستان کې رسنۍ لاهم تر فشار لاندې دي.
دا خبره د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه مأموریت (یوناما) په هغه راپور کې چې د سې شنبې په ورځیې خپور کړی کړی او ویلي یې دي چې د یوناما د بشري حقونو څانګې د خبریالانو د توقیف او د رسنیو د فعالیتونو د ځنډولو څو پېښې مستندې کړي چې هغه د دې څرګندونه کوي چې د رسنیو سکټور لاهم په یوه ستونزمن چاپېریال کې فعالیت کوي.
په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د یوناما راپور په دې هېواد کې د ۲۰۲۶ کال د اپرېل څخه تر جون پورې موده رانغاړي.
په دغه راپور کې د واکمنو چارواکو لهخوا پر رسنیو د فشارونو په اړه د خبریالانو د نیول کېدو او د رسنیو د تړل کېدو د څو پېښو یادونه شوې او دغهراز ویل شوي چې یو شمېر رسنیو د مالي ستونزو له امله خپل فعالیتونه درولي دي.