د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۶

هیرټ اف ایشیا: ننګرهار کې روانه وضعه په هېڅ ډول د زغم وړ نه ده


د کابل چاپ ورځپاڼو نن د افغانستان د سولې په تړاو د امریکا او پاکستان ترمنځ پر معاملې او د ننګرهار د امنیت په اړه پر پورته شوېو اندېښنو بحثونه کړي دي.

  • دنیا

دنیا ورځپاڼې لیکلي دي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې په لیدنه کې پر لنډ مهالي حکومت، اوربند او په افغانستان کې د امریکا پر پوځي اډو خبرې شوي دي.

ورځپاڼې وړاندې لیکلي دي چې امریکا او پاکستان دواړه په‎دې لټه کې دي چې د افغانستان د سولې په خبرو کې د دوی ګټې او اهداف خوندي شي.

ورځپاڼه لیکي چې پاکستان پر طالبانو فشار راوړي چې د سولې په خبرو کې دی، ۱۳ ولایتونه او یو شمېر نور امتیازات وغواړي خو طالبانو له ۲۰۰۱ میلادي کال نه تر ۲۰۱۸ کال پورې درې ځلي له دې طرحې سره مخالفت څرګند کړی دی.

ورځپاڼه لیکي چې د سولې له‎پاره د پاکستان اجنډا دا ده چې طالبان په قدرت کې ښکېل شي او حقاني شبکه پر افغان حکومت او امریکا باندې د فشار او زیاتو امتیازاتو د ترلاسه کولو له‎پاره د یوې وسیلې په توګه وکاروي.

  • ویسا

ویسا ورځپاڼې بیا طالبانو ته د یو شمېر ولایتونو د سپارلو په تړاو د امریکا او پاکستان د پلان په اړه د ولسي جرګې د یو شمېر غړو غبرګون راخېستی دی او لیکلي یې دي چې دا کار سوله نه‎شي راوستلی.

ورځپاڼې د جرګې د ځینو غړو په حواله لیکلي دي چې که امریکا په مستقیم ډول له طالبانو سره کومه معامله کوي، نو دا به د افغانانو له‎پاره په هېڅ صورت د منلو وړ نه‎وي او نورې ستونزې به پیدا کړي.

د ورځپاڼې په وینا د جرګې غړي دا باور څرګندوي چې له طالبانو سره د سولې په اړه باید لومړی د اساسي قانون، راتلونکو انتخاباتو او یو شمېر نورو مسایلو په اړه خبرې وشي.

  • ملي ارمان

خو ملي ارمان ورځپاڼې لیکلي دي چې د افغانستان موجوده حالات ښيې چې د افغانستان جګړه دومره پیچلې شوې چې یوازې له طالبانو سره مذاکرات یې پای‎ته نه‎شي رسولی، بلکه مهمه دا ده چې امریکا د افغانستان د جنګ په اړه په خپله تګ‎لاره کې بدلون راولي.

ورځپاڼې دا باور څرګند کړی دی چې تګ‎لارې د خبرو اترو لوری ټاکي او بیا دا خبرې دي چې د اوږد مهاله سیاستونو د انتخاب له‎پاره لار پرانېزي.

ورځپاڼې لیکلي دي چې دغه حقیقت ته په کتو په‎کار ده چې امریکا لومړی د افغانستان د جګړې په اړه خپلې زړې تګ‎لارې او په ځانګړي ډول د پاکستان په اړه په خپلو سیاستونو کې بنیادي بدلون راولي.

په ننګرهار کې د نا امنیو د زیاتېدو په اړه پورته شوي غبرګونونه بله مهمه مسئله ده چې ځینو ورځپاڼو پرې بحث کړي دي.

  • مسیر

مسیر ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې په ننګرهار کې د امنیتي وضعې په اړه په پاکستان کې د افغانستان د سفیر څرګندونې راخیستي دي او لیکلي یې دي چې ډاکټر زاخېلوال له ولسمشر سره د ننګرهار د امنیت په اړه جدي خبرې کوي.

ورځپاڼې لیکلي دي چې ډاکټر زاخېلوال په خپله فیس‎بوک پاڼه کې په ننګرهار کې پر خرابیدونکې امنیتي وضعې او له دغه ولایت څخه ولسي جرګې ته د کاندید حاجي حیات پر وژنه ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.

ورځپاڼه لیکي چې د ډاکټر زاخېلوال د معلوماتو له مخې په تېرو شپږو میاشتو کې په ننګرهار کې ۳۲ ځان وژونکي حملې او چاودنې شوي دي چې شاوخوا ۶۰۰ کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

  • هیرټ اف ایشیا

هیرټ اف ایشیا ورځپاڼې بیا په خپله سرلیکنه کې د ننګرهار په ځایي چارواکو انتقاد کړی دی چې امنیت ته د پاملرنې پر ځای داسې مسایلو بوخت دي چې هېڅ لومړیتوب نه‎لري.

ورځپاڼې لیکلي دي چې په ننګرهار کې روانه وضعه په هېڅ ډول د زغم وړ نه‎ده او مرکزي حکومت ته په‎کار ده، مخکې له دې چې دغه ستراتیژیک ولایت په بشپړه توګه د وسله‎والو مخالفینو لاس ته پرې وځي، جدي اقدام وکړي.

ورځپاڼه دا هم لیکي چې حکومت باید په ننګرهار کې د وضعې د ښه کولو له‎پاره لومړی یوه فعاله اداره رامنځته کړي چې له مافیا او فساد سره مبارزه وکړي.

XS
SM
MD
LG