د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۰ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۷

د "اداري فساد په وړاندې د ممبر غږ" به څومره د فساد مخه ونیسي؟


په کابل کې له ۲ سوو زیات دیني عالمان په یوه دوه ورځني کنفرانس کې راټول شوي او پر دې خبرې کوي چې دوی د فساد په وړاندې د مبارزې په برخه کې د نورو لورو ترڅنګ څه کولای شي؟

افغانستان چې د نا امنیو ترڅنګ له فساده هم ډېر کړېږي، د شفافیت د نړیوال سازمان په پرله پسې کلنیو راپورونو کې د نړۍ په تر ټولو درې یا څلورو په فساد ککړو هېوادونو کې شامل شوی.

په دې اړه چې دیني عالمان د فساد په مخنیوي کې څه رول لوبولای شي، د دیني عالمانو ویناوې به خلک له رشوت ورکولو را وګرځوي او ایا دوی به وکولای شي چې په فساد ککړ کسان خلکو ته ور وپېژني؟ دا او ځینې نورې ورته پوښتنې نوریاس نوري د افغانستان د عالمانو د شورا له ویاند او د دغه کنفرانس له یوه ګډونوال مولوي محمد قاسم حلیمي سره په مرکه کې مطرح کړي دي.

د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:07:37 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG