د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۲

په ابوظبی کې د افغانستان پر سوله خبرې وشوې


د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي چې د امریکا د متحده ایالاتو، سعودي، متحده عربي اماراتو او افغانستان استازو پرون سې شنبه په افغانستان کې له ترورېزم سره پر مبارزه او د سولې لپاره پر هڅو خبرې وکړې.

په ابوظبي کې په پرونۍ څلور اړخیزه کتنه کې د افغانستان د پلاوي مشري د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر کوله او د امریکا، سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو د ملي امنیت له سلاکارانو سره غږېدلی دی.

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند قادر شاه په یوه وېډیويي پیغام کې چې رسنیو ته‌یې استولی ویلي:

"په دې ناسته کې له ترهګرۍ سره د مبارزې، د سولې بهیر د ملاتړ او د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو د پیاوړتیا په موخه په جزئیاتو بحثونه وشول، په عمومي ډول څلور هېوادونه د یادو مواردو په اړه کلي توافقاتو ته ورسېدل."

قادر شاه په دې اړه نور جزئیات نه‌دي ورکړي.

د افغانستان د ملي وحدت حکومت اجرائیه رئيس، عبدالله عبدالله
د افغانستان د ملي وحدت حکومت اجرائیه رئيس، عبدالله عبدالله

خو د افغانستان د ملي وحدت حکومت اجرائیه رئيس، عبدالله عبدالله پرون له امریکا غږ سره په مرکه کې ویلي چې په ابوظبي کې د غونډې ګډونوال په افغانستان کې د سولې لپاره پر روانو هڅو مثبت اغېز کولائ شي.

عبدالله عبدالله وویل:

"په عمومي ډول هلته د افغانستان پر سوله بحث شوی چې څرنګه دوی کولائ شي چې د افغانستان پر اوضاع مثبت تأثیر وکړي، موږ هم نه‌غواړو او هغوی هم نه‌غواړي چې د منځني ختيځ د هېوادونو ترمنځ مشکلات په افغانستان کې پر حالاتو منفي اغېز وکړي. موږ یقین لرو چې هغوی پر دې وضعیت مثبت اغیز کولائ شي."

په عین حال کې ټاکل شوې چې د افغانستان د مدني ټولنې، قومي مشرانو او دیني علماو یو پلاوی د طالبانو له استازو سره د کتنې لپاره قطر ته ولاړ شي.

د افغانستان د سولې عالي شورا د دارالانشا مشر د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې دوحې ته د دې پلاوي هدف د طالبانو استازو ته د افغانستان د ولس د سولې د پيغام رسول دي.

د دې سفر دقیق وخت نه‌دی اعلان شوی.

ټاکل شوې چې د افغانستان د مدني ټولنې، قومي مشرانو او دیني علماو یو پلاوی د طالبانو له استازو سره د کتنې لپاره قطر ته ولاړ شي.
ټاکل شوې چې د افغانستان د مدني ټولنې، قومي مشرانو او دیني علماو یو پلاوی د طالبانو له استازو سره د کتنې لپاره قطر ته ولاړ شي.

وسله‌والو طالبانو تر اوسه د افغانستان د حکومت له لوري د سولې د مذاکرو د پیل هڅو ته مثبت ځواب نه‌دی ورکړی.

د افغانستان د ملي وحدت حکومت اجرائیه رئيس عبدالله عبدالله امریکا غږ ته ویلي چې په افغانستان کې د جګړې مسئولیت وسله‌والو طالبانو ته وراوړي او د داعش [د عراق او شام اسلامي دولت] په ګډون نورې افراطي او وسله‌والې ډلې په اقلیت کې دي.

عبدالله عبدالله ویلي، که وسله‌وال طالبان له جګړې لاس واخلي، نورې وسله‌والې ډلې زیات مقاومت نه‌شي کولائ.

د هغه په وینا، د وسله‌والو طالبانو جګړې په افغانستان کې د نورو ترورېستي ډلو فعالیت ته هم زمینه برابره کړې ده.

XS
SM
MD
LG