د افغانستان د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د سې شنبې په ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره خلکو ته د تودوخې د زیاتوالي د مخنیوي په اړه چې په څه ډول کولای شي چې د لمر له وړانګو او د لمر له وهلو ځان وژغوري، ځینې سپارښتنې کړې دي.
د نړۍ په څېر افغانستان کې هم په وروستیو کلونو کې د تودوخې درجه زیاته شوې چې ورسره وچکالي او د اوبو د کمښت ستونزې هم راولاړې شوې دي.
د ازادي راډيو خبریال نوریاس نوري په دې اړه د چاپېریال ساتنې د ملي ادارې له مسلکي مرستیال غلام محمد ملکیار سره مرکه کړې او لومړی یې ترې دا پوښتنه کړې چې ایا له تاسو سره ارقام شته چې په ټول هېواد کې څومره کسان د تودوخې د زیاتوالي له امله مړه شوي دي؟
د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ: