چارواکي وایې په سوریه کې د یوه رضاکار مدني سازمان سلګونه غړي او کورنۍ د اسرائیلي سرتېرو او لوېدیځو قدرتونو په مرسته له سوریې څخه اردن ته لېږل شوي دي.
د اسرائیل صدراعظم د یکشنبې په ورځ په یوه لنډه ټلوېزیوني وینا کې د هغه څه په اړه وضاحت ورکړ چې ولې یې اجازه ورکړې چې د سوریې دغه سلګونه رضاکاران د اسرائیل له خاورې تېر او اردن ته ولاړ شي؟
بنیامین نتانیاهو ویلي چې دا مرستهیې د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ او نورو مشرانو په غوښتنه کړې ده.
ښاغلي نتانیاهو وویل:
"څو ورځې وړاندې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ زما سره خبرې وکړې، د کاناډا صدراعظم جسټن ترودو او نورو هم زما څخه غوښتي وو چې د سوریې دغه سپین خولیو په ایستلو کې مرسته وکړو. د دغو کسانو ژوند چې د نورو ژوند یې ژغورلی، په خطر کې وو. له همدې کبله مې د یوه مهم بشري نیت له مخې اجازه ورکړه دوی د اسرائیل له خاورې تېر او نورو هېوادونو ته ولاړ شي."
د رضاکارانو د دغې ډلې چې د سوریې د ملکي وګړو مدافعین بلل کېږي تر ډېره د سوریې په لوېدیځ کې په هغو سیمو کې چې د یاغیانو تر کنټرول لاندې دي، هرکلی کېږي.
دوی هلته د دمشق او د هغوی د متحدینو د بمباریو پر مهال د زرګونه عامو وګړو ژوند ژغورلی دی، خو د بشارالاسد حکومت او پلویانیې هغوی د لوېدیځو جاسوسان بولي.
حکومت وایي دوی لوېدیځپلوي تبلیغاتي کړۍ او د تندلارو اسلامپالو په مشرۍ د یاغیانو استازي بولي.
دمشق تر اوسه د یکشنبې د ورځې د دغه اقدام په اړه څه نهدي ویلي.
د روېټرز خبري اژانس لیکي دغه سپین خولۍ رضاکاران داسې مهال د ګولان له غونډیو ایستل شوي چې حکومتي ځواکونو د هغو سیمو پر لور پرمختګ کړی وو.
د اردن حکومت وایي ۴۲۲ تنه له سوریې څخه د اسرائیلو له لارې هلته لېږل شوي دي.
د بشارالاسد حکومت او پلویانیې سپین خولۍ د لوېدیځو جاسوسان بولي.
د همدې ورځي په سر کې د عمان د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی وو چې ۸۰۰ تنه ورغلي دي.
د اردن یوې سرچینې ویلي چې په اصل کې د ۸۰۰ کسانو د ایستلو پلان وو، خو د ۴۲۲ کسانو په ایستلو سره دغه عملیات د حکومتي پوستو او په سیمه کې د اسلامي دولت ډلې د حضور د ډېرېدو له کبله له خنډ سره مخامخ شو.
د اردن ځیني حکومتي سرچینو ویلي چې دا کسان به په یوه محدوده سیمه کې وساتل شي او د درېیو میاشتو په موده کې به په بریتانیا، جرمني او کاناډا کې ځای پر ځای شي.
د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر او د جرمني حکومت د اسرائیل د دې اقدام ستاینه کړې ده.