د غازي امان الله خان يو ورځينو کرکټ سیالیو په لړ کې سپین غر لوبډلې بند امیر ته په ۴ وایکټو ماته ورکړه.
په دغه لوبه کې بند امیر لوبډلې لومړی بيټنګ وکړ او په ټاکلو ۵۰ اورونو کې یې د ۷ وایکټو زیان سره سپین غر لوبډلې ته د ۲۶۷ منډو هدف وټاکه.
په ځواب کې یې سپین غر لوبډلې ورکړل شوی هدف د لوبې په وروستي اوور کې د ۶ وایکټو په زیان سره پوره او لوبه یې د ۴ وایکټو په توپیر وګټله.
طاهر خان چې په سختو شرایطو کې یې د سپين غر لوبډلې لپاره ۴۹ ناسوځېدلې منډې جوړې او په توپ اچونه کې یې هم يو لوبغاړی اوټ کړی و، د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.
دا په روانو سیالیو کې د سپین غر لوبډلې پرله پسې څلورمه بریا ده، خو د بند امیر لوبډلې بیا لومړۍ ماته وه.