د افغانستان حکومت او واشنګټن له طالبانو سره د سولې پر خبرو ټینګار کوي.
افغان حکومت اوربند ته چمتو وي، ولسمشر غني د بهرنیو ځواکونو د موجودیت پر اړه بحث ته اماده شوی، واشنګتن له طالبانو سره خبرو ته حاضر دی او د مکې مکرمې او مدینې منورې امامانو د افغانستان جګړه فتنه بللې، نو بیا ولې طالبان د سولې خبرې رسما نه پیلوي؟
د ازادۍ په څپو کې دې پروګرام کې دا موضوع له میلمنو سره په تفصیل څېړو: