د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۵ تله ۱۴۰۵ کابل ۰۱:۴۵

افغانستان

مرتضوي: احمدشاه زمان‎زی د انتخاباتو د کمېسیون دارالانشا رئیس شو

د افغانستان جمهوري ریاست، احمدشاه زمان‎زی د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د دارالانشا رئیس وټاکه.

د ارګ د مطبوعاتي دفتر ویاند، شاه حسین مرتضوي نن ازادي راډیو ته وویل چې زمان‎زی د دې ادارې د ریاست وړ بلل شوی او باور لري چې دا مسؤلیت به ښه سر ته ورسوي.

د افغانستان د انتخاباتو د خپلو اک کمېسیون ویاند نن ازادي راډیو ته وویل چې د کمېسیون د دارالانشا نوی ټاکل شوی رئیس به ډېرژر خپل کار پېل کړي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د سرطاني ناروغیو د ۱۰۰ بستریز روغتون د جوړېدو طرحه تصویب شوه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د سرطان د یوه تخصصي خیریه روغتون د جوړېدو طرحه تصویب کړې ده.

د سوداګرۍ خونې پرون (شنبې) وویل، دا روغتون به په لومړي پړاو کې ۱۰۰ بستره ولري او په ځانګړې ډول به د سرطاند هغو ناروغانو د تشخیص او درملنې لپاره کارول کېږي، چې بېوزله دي او د درملنې وس نه لري.

د خونې رئیس سیدکریم هاشمي ویلي، دا یوه ملي او بشري طرحه ده چې د سوداګرو، پانګه‌والو، خیریه کسانو او خلکو په ګډون به عملي کېږي.

د پروژې د عملي کولو لپاره یوه مسلکي کمېټه هم ټاکل شوې چې د روغتون د جوړېدو ځای، نقشه، طبي وسایل، لګښتونه، مالي سرچینې او د مدیریت څرنګوالی وارزوي او د پروژې جامع اجرايي طرحه چمتو کړي.

د نورستان په کامدېش کې د طالبانو او د ازادۍ جبهې ترمنځ د نښتې ادعا

د طالبانو مخالفې ډلې، د افغانستان د ازادۍ جبهې ادعا کړې چې د شنبې په ورځ د نورستان ولایت د کامدېش ولسوالۍ کې د دې جبهې او طالبانو ترمنځ نښته شوې ده.

جبهې د شنبې په ورځ، د تلې څلورمه، پر اېکس په یوه اعلامیه کې ویلي چې طالبانو د دې ډلې پر مورچو برید کړی او وروسته نښته رامنځته شوې ده.

تر دې دمه طالبانو د راډیو ازادي د دغو ادعاوو په اړه پوښتنو ته ځواب نه دی ورکړی.

راډیو ازادي نه شي کولای چې دا ادعاوې په خپلواکه توګه تایید کړي.

پر ایران سخت اقتصادي بندیزونه؛ طالبانو د هغه کس د نیولو خبر ورکړ چې غوښتل يې ایران ته ډالر قاچاق کړي

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت وايي، په هرات ولایت کې يې هغه کس نیولی دی چې غوښتل يې ۵۸۰زره امریکايي ډالر ایران ته قاچاق کړي.

دغه وزارت نن شنبه پر خپلې ایکس پاڼې لیکلي چې دا کس د اسلام قلعه په بندر کې نیول شوی دی.

طالبانو د دې کس د هویت په اړه جزییات نه دي ورکړي.

طالبان په داسې حال کې ایران ته د امریکايي ډالرو د قاچاق د مخنیوي خبره کوي چې امریکا په وروستیو کې پر ایران سخت اقتصادي بندیزونه لګولي دي.

د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بسنټ د ایران د "اقتصادي انزوا" په نوم د بندیزونو یوه لړۍ پیل کړې ده.

په وروستیو کې د ایران د هوايي چلند پر سکټور بشپړ بندیزونه ولګول شول چې له کبله يې ایران ته د شاوخوا ۹۰سلنه الوتنو مخه ونیول شوه.

له دې سربیره د ایران د تیلو او انرژۍ پر شریکونو او هغوو ایراني بانکونو هم بندیزونه لګول شوي له چې ایرانه د باندې فعالیتونه کوي.

امریکا پر هغوو اشخاصو هم بندیز لګولی چې غواړي ایران ته توکې وارد کړي.

اوسمهال په ایران کې د امریکايي ډالرو ارزښت ډیر لوړ دی چې یو امریکايي ډالر ۲۳۵۱ ایراني تومانه کیږي.

د امریکا سفارت: سلګونه کیلوګرام مخدر مواد چې سرچینه یې افغانستان وه پاکستان کې نیول شوي; طالبان یې افغانستان سره تړاو ردوي

ارشیف
ارشیف

په اسلام‌اباد کې د امریکا سفارت وايي چې پاکستاني چارواکو سره په همکارۍ یې د ۲۱ ملیونو ډالرو په ارزښت شاوخوا ۴۶۳ کیلوګرامه کرسټال مېتامفیتامین یا «شیشه» مخدر مواد کشف او ضبط کړي دي .

د امریکا سفارت د پنجشنبې په ورځ، پر خپله ایکس پاڼه وویل چې د دې محمولې اصلي سرچینه افغانستان وه او ټاکل شوې وه چې له پاکستان څخه سریلانکا ته ولېږدول شي.

د خبرپاڼې له مخې، د پاکستان د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې ځواکونو د اګست له ۱۴مې تر ۲۹مې پورې د کراچۍ په بندر کې څو مشکوک کانټینرونه په نښه کړل او وپېژندل. دا عملیات د پاکستان او سریلانکا د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې ادارو او په نوي ډیلي کې د امریکا د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې ادارې د دفتر په همکارۍ ترسره شوي دي.

خو د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي له افغانستان سره ددغو موادو تړاو رد کړ. هغه دجمعې په ورځ په خپله ایکسپاڼه وویل چې په افغانستان کې د نشه‌يي توکو تولید، قاچاق او استعمال منع دي او دغه هېواد د مصنوعي نشه‌يي توکو د تولید ظرفیت نه لري.

بلخي غوښتنه کړې چې د یادې محمولې د اصلي سرچینې په اړه دې پلټنه و شي.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د نشه‌يي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې د دفتر د ۲۰۲۵ کال راپور ښيي چې په افغانستان کې د کوکنارو کرکیله او د تریاکو تولید کم شوي، خو افغانستان او سیمه کې د «شیشې» یا مصنوعي نشه‌يي توکو تولیداو کشف زیات شوی دی.

پاکستاني سرچینې په سرحدي سیمه کې د افغانستان له لوري د یو برید د شڼدولو ادعا کوي

ارشیف
ارشیف

د پاکستان امنیتي سرچینې وايي ددغه هیواد د «ګلستان» سرحدي سیمه کې یې د افغانستان له لوري یو برید شنډ کړی او په نښته کې د طالبانو څو غړي وژل شوي دي.

پاکستاني سرچینو د جمعې په ورځ، د میزان په درېیمه، رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې نښته د «ګلستان» په سرحدي سیمه کې شوې دي.

خو د طالبانو یوې باخبره سرچینې ازادي راډیو ته وویل پاکستاني پوستو څو ډزې وکړي چې ورته ځواب وویل شو او طالبانو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

خو ، افغان سیمه‌ییزو رسنیو تېره شپه د طالبانو د سرچینو په حواله راپور ورکړ چې طالب ځواکونو په «سپین بولدک» کې د پاکستان پر یوه امنیتي پوسته برید کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان د پنجشنبې په ورځ سهار وختي په افغانستان کې پر ۱۰ سیمو هوايي بریدونه وکړل او وویل چې پوځي اهداف یې په نښه کړي دي.

د طالبانو حکومت ویلي چې د دغو بریدونو له امله په کندهار، پکتیا او خوست ولایتونو کې لږ تر لږه څلور کسان وژل شوي دي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد دغه بریدونه په کلکه غندلي او ویلي یې دي چې طالبان به ورته په «مناسب وخت» کې ځواب ورکړي.

پاکستاني ځواکونو د تیرې دوشنبې په ورځ هم ، پر کونړ او پکتیکا ولایتونو هوايي بریدونه کړي وو.

د دواړو هېوادونو ترمنځ د تاوتریخوالي دغه زیاتوالی د څو میاشتو نسبي ارامۍ وروسته رامنځته کېږي.

تېره اوونۍ د پاکستان په کوهاټ کې د پولیسو په یو مرکز برید کې لږ تر لږه ۳۱ کسان ووژل شول.

اسلام‌اباد تور لګوي چې افغانستان کې د طالبانو حکومت هغو وسله‌والو ډلو ته پناه ورکړې چې په پاکستان کې بریدونه کوي. خو د طالبانو حکومت دا تور ردوي او وايي چې په پاکستان کې ناامني د دغه هېواد کورنۍ ستونزه ده.


سرچینې: طالبانو د حامد کرزي کور ته د خلکو پر تګ راتګ محدودیت لګولی

د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی
د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي ته نږدې سرچینو د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې له دوو ورځو راهیسې کابل کې د هغه کور ته د کسانو په تګ راتګ محدودیت لګول شوی دی.

سرچینې چې نه‌غوښتل نوم‌یې واخیستل شي زیاته کړه چې دغه محدودیت کندهار کې د طالبانو د مشرتابه له‌خوا وروسته له دې لګول شوی دی چې څو اوونۍ مخکې یې له هغه د بیعت او د طالبانو د حکومتوالۍ د ستاینې غوښتنه کړې وه، خو حامد کرزي په ځواب کې ورته ویلي و ترڅو چې د نجونو په زده‌کړو بندیز وي د حکومت ستاینه نه‌شي کولای.

د طالبانو حکومت په دې هکله د ازادي راډیو پوښتنو ته تر اوسه ځواب نه‌دی ویلي.

خو د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی په خواله رسنیو کې فعال دی.

هغه د پنجشنبې په ورځ په خپله اېکس‌پاڼه په افغانستان باندې د پاکستان د تېرې شپې بریدونه وغندل.

په کندهار، خوست او پکتیا باندې دغو هوايي بریدونو کې د طالبانو د حکومت په وینا لږ تر لږه ۴ تنه ولسي کسان وژل شوي.

خو اسلام‌اباد وايي پوځي اهداف‌یې په نښه کړي دي.

د پېښور عالي محکمې ۱۷ افغان ډاکترانو ته د تخصصي زده‌کړو د دوام اجازه ورکړه

د پېښور عالي محکمه
د پېښور عالي محکمه

د پېښور عالي محکمې د ۱۷ افغان ډاکترانو د نیول کېدو یا له پاکستانه د ایستلو مخه ونیوله.

محکمې هغوی ته اجازه ورکړې چې خپلو تخصصي زده‌کړو ته دوام ورکړي.

پاکستاني «ډان» ورځپاڼې د پنجشنبې په ورځ «د تلې په دوهمه» راپور ورکړ چې د قاضیانو، اعجاز انور او کامران حیات میان‌خېل په مشرۍ محکمې له فدرالي حکومت او د پاکستان له طبي شورا غوښتي چې د دغو ډاکترانو د عریضې په تړاو خپل ځوابونه وړاندې کړي.

دغو ډاکترانو د طبي شورا د هغه حکم پر ضد اعتراض کړی چې له مخې یې باید خپلې تخصصي دورې ودروي او پاکستان پرېږدي.

هغوی د خپلو ویزو د تمدید غوښتنه هم کړې ده.

د پاکستان طبي شورا د وږې په ۱۶مه د یوه لارښود په خپرولو سره په دې هېواد کې په دولتي او خصوصي پوهنتونونو کې د افغان محصلانو د طبي زده‌کړو دوام منع اعلان کړ.

د دې لارښود له خپرېدو وروسته، د پاکستان په څو ایالتونو کې محکمو د لارښود پلي کېدل په مؤقتي توګه ودرول او دغه پرېکړه له بېلابېلو غبرګونونو سره هم مخ شوې ده.

په کابل کې د روسیې سفارت پر افغان خاوره د پاکستان هوايي بریدونه د اندیښنې وړ بللي

AFGHANISTAN-PAKISTAN-CONFLICT
AFGHANISTAN-PAKISTAN-CONFLICT

په کابل کې د روسیې سفارت د افغانستان پر ختیځو ولایتونو د پاکستان د دوشنبې ورځې بریدونه د اندنیښنې وړ بللي دي.

دغه سفارت د چهارشنبې په ورځ پر خپله ایکس پاڼه یوه بیان کې له دواړو خواوو غوښتي چې خپل اختلافات د خبرو اترو له لارې حل کړي.

پاکستان پر نننیو بریدونو سربیره د تیرې دوشنبې سهار وختي هم د افغانستان پر کونړ او خوست ولایتونو بریدونه وکړل چې د هغوی د ادعا له مخې د تحریک طالبان پاکستان غړي په کې په نښه شول.

خو د طالبانو حکومت او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت یوناما وویل چې کونړ کې د پاکستان برید پر ملکیانو شوی چې د ښځو په ګډون ۳ تنه په کې وژل شوي او ۴ نور ټپیان شوي دي.

تر دې وړاندې د هند د بهرنیو چارو وزارت هم پر افغانستان د پاکستان هغه برید غندلی و.

د طالبانو حکومت پر کندهار، پکتیا او خوست ولایتونو د پاکستان ننني هوایي بریدونه تایید کړل

د طالبانو حکومت پر کندهار، پکتیا او خوست ولایتونو د پاکستان ننني هوایي بریدونه تایید کړل.

د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په یوه استول شوې خبرپاڼه کې د پاکستان دغه بریدونه ( ښکاره تیری) بللی او ادعا یې کړې چې لږ تر لږه ۴ تنه ملکیان په کې وژل شوي دي.

خپلواکو سرچینو سملاسي پر افغانستان د پاکستان د نننیو بریدونو په اړه څه نه دي ویلي او ازادي راډیو هم دغه ډول خبرونه په خپلواکه توګه نه شي تاییدولی.

ذبیح الله مجاهد وړاندې ویلي چې دغو بریدونو ته به " د پریکنده دريځ په نیولو سره مناسب ځواب ورکړل شي." او زیاته کړې ده چې پاکستاني پوځیانو ته به ناوړه پایلې ولري.

بل پلو د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاالله تارړ ادعا کړې چې افغانستان کې یې لس هغه مرکزونه ویشتلي چې په خبره یې بې پيلوټه الوتکې په کې ساتل کېدې.

تارړ ویلي، ننني بریدونه د هغو بې پيلوټه الوتکو د بریدونو په ځواب کې شوي چې د ادعا له مخې یې د طالبانو حکومت پرون چهارشنبه پر پاکستان توغولي دي.

د طالبانو حکومت بیا د دوی له خوا د بې پيلوټه الوتکو بریدونه د پاکستان ( د پوځي حلقاتو) اوازه بللې ده.

له تیر نژدې یوه کال راهیسې د طالبانو د حکومت او پاکستان اړیکې خړې پړې دي او څو ځله یې د ډیورند کرښې په اوږدو او دغه راز تورخم او سپین بولدک دروازو کې یو پر بل بریدونه کړي دي.

د اسیايي سیالیو دوام؛ د افغانستان کرکټ لوبډله له جاپان سره لوبه کوي

د افغانستان د کرکټ لوبډله
د افغانستان د کرکټ لوبډله

د اسیايي سیالیو په دوام کې ټاکل شوې ده چې د افغانستان د کرکټ لوبډله نن (پنجشنبه) د جاپان له لوبډلې سره مخامخ شي.

دا په روانو اسیايي سیالیو کې چې جاپان‌یې کوربه دی، د افغانستان د کرکټ د لوبډلې لومړۍ لوبه ده.

جاپان خپله لومړۍ مسابقه یوازې د دوو منډو په توپیر پر هند بایللې وه.

نن بله سیالي به د هانکانګ او مالیزیا ترمنځ وي.

سبا هم د افغانستان د کرکټ لوبډله مسابقه لري.

د افغانستان سبانۍ سیالي به له نیپال سره وي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG