خبرونه
له قزاقستانه د ریل په پنځوس ډبو کې وړه د افغانستان لور ته بار شول
له قزاقستانه پرون د ریل په پنځوس ډبو کې ۳۳۰۰ ټنه وړه د افغانستان لور ته بار شول.
دا ځل دا وړه له نوې لارې چې له ترکمنستانه تیریږي او افغانستان ته رسیږي، انتقالیږي.
دا لاره څه باندې درې نیم زره کیلومتره اوږده ده. قزاقي رسنۍ د خپلو چارواکو په وینا خبر ورکوي چې دا نوې لار تر پخوانۍ یوې نژدې دوه نیم برابره لنډه ده.
افغانستان به پخوا ډیر غنم او وړه له پاکستانه واردول خو اوس یې د غنمو او وړو په برخه کې ډیره تکیه پر قزاقستان ده.
قزاقستان د افغانستان ترڅنګ، ایران، تاجکستان او ازبکستان ته هم غنم صادروي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
روسیې د روان کال له پیله شاوخوا ۳۳۴۴ بهرنیو وګړو ته تابعیت ورکړی
روسیې د روان کال له پیله شاوخوا ۳۳۴۴ بهرنیو وګړو ته تابعیت ورکړی دی.
دا خبره نن د روسیې د کورنیوچارو وزارت چارواکې ایرینا وولک اعلان کړه.
د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د فرمان په اساس هغو کسانو ته چې په اوکراین د روسیې په جګړه کې برخه اخلي او کورنیو ته یې د روسیې پاسپورټ ورکول کېږي، خو تراوسه روښانه ده چې په هغو کسانو کې چې نن اعلان شول یوازې پوځي پرسونل پاسپورټونه ترلاسه کړي که د هغوی کورنیو هم.
د پوتین د نوي قانون له مخې، له هغو کسانو څخه چې په اوکراین کې د جګړې خدمت ته نه حاضرېږي، د روسیې تابعیت اخیستل کېږي.
د مېرمن وولک په وینا، په دې ترڅ کې د روان ۲۰۲۴م کال په لومړیو اتو میاشتو کې له څه باندې ۱۱ سوه کسانو څخه تابعیت سلب شوی دی.
طالبانو په تخار کې یوه ښځه او یو نارینه په درو وهلي
د طالبانو ستره محکمه وايي، په تخار ولایت کې یې یوه ښځه او یو نارینه د نامشروع اړیکو په تور په عام محضر کې په ۳۹ درو وهلي دي.
دې محکمې نن پر ایکس شبکې په یوه بیان کې ویلي چې پر دې دوو کسانو د تعزیري سزا حکم د فرخار ولسوالۍ د لومړنۍ محکمې د حکم په اساس تطبیق شوی دی.
د طالبانو سترې محکمې مخکې له دې په یوه جلا بیان کې ویلي وو چې د یکشنبې په ورځ یې د ننګرهار ولایت په کوز کونړ ولسوالۍ کې یوه ښځه له کوره د تېښتې د هڅې په تور د خلکو په مخ کې په ۳۹ درو وهلې ده.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت یا یوناما په خپل وروستي راپور کې چې تېره پنجشنبې خپور شو، ویلي، طالبانو د جولای له لومړۍ نېټې څخه د سپټمبر ترپایه پر ۹۵ نارینه، ۱۵ ښځو او یوې نجلۍ ۱۱۱ بدني مجازات تطبیق کړي.
ملګرو ملتونو او د بشري حقونو ډلو له طالبانو غوښتي چې دغه ډول سزاګانې ودروي.
بایربوک: جرمني له خپلو شریکانو سره یوځای په کلکه د اوکراین ترڅنګ ولاړه ده
د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالینا بایربوک په کییف کې له اوکرایني چارواکو سره وکتل.
هغې نن دوشنبه کییف ته ورسېده چې له اوکراینه خپل ملاتړ څرګند کړي.
بایربوک پر اوکراین د روسیې د بې دلیله یرغل د ۱۰۰۰مې ورځې په مناسبت کییف ته سفر وکړ.
هغې وویل چې جرمني د نړۍ په کچه له خپلو ډېرو شریکانو سره یوځای په کلکه د اوکراین ترڅنګ ولاړه ده.
د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې د جګړې له پیله اوکراین ته د خپل اتم سفر پر مهال ویلي چې د اوکراینیانو ملاتړ ته به دوام ورکړي تر څو چې دوی د عادلانه سولې لپاره خپله لاره تعقیب کړي.
د یوه ایراني چارواکي ادعا: د افغانستان او تاجکستان ۱۸ ځانمرګي بریدګر وګړي مو وژلي
د ایران د سپاه پاسدارن د ځمکنیو ځواکونو قوماندان محمد پاکپور ادعا کړې، په ایران کې یې د افغانستان او تاجکستان هغه ۱۸ وګړي وژلي چې ځانمرګي بریدګر وو.
د ایران تسنیم خبري اژانس نن راپور ورکړی چې پاکپور په زاهدان کې یوې غونډې ته ویلي، دغه کسان چې په راسک، چابهار او پارود کې د عملیاتو پر مهال وژل شوي ځانمرګي بریدګر وو او د سون توکو د لېږدولو په نوم له پولو اوښتل.
د دغو عملیاتو د وخت په باب څه نه دي ویل شوي.
بلخوا د ایران حالوش خبري اژانس چې تر ډېره د سیستان و بلوچستان ولایت د پېښو په باب راپورونه خپروي، د تېرې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ د ایران د سرحدي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د ډزو خبر ورکړی و.
د دغه اژانس د خبر له مخې، دغه نښته وروسته له هغې پیل شوه چې د ایران د هیرمند ولسوالۍ په ساسولي کلي کې دېره ایراني ځواکونه پر ځینو هغو بلوڅانو ډزې وکړې چې له پولې د تېلو په لېږد کې لاس لري او یو تن یې ووژل شو.
حالوش ویلي، چې وژل شوی کس نعیم رېګي نومېده او ۲۶ کلن و.
د ملي مقاومت جبهې په کاپیسا کې د یوه طالب د وژلو او یوه بل د ټپي کولو ادعا وکړه
د طالبانو یوې مخالفې ډلې د ملي مقاومت جبهې ادعا وکړه چې کسانو یې په کاپیسا کې د طالبانو یو غړی وژلی او بل تن ټپي کړی دی.
دغې جبهې نن دوشنبه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه حمله تېره شپه د نجراب ولسوالۍ په درهٔ کلان ساحه کې شوې ده.
تر دې مخکې د ملي مقاومت جبهې ادعا کړې وه چې د بغلان په نهرین کې یې د طالبانو د استخباراتو درې غړي د شنبې ناوخته وژلي او دوه نور ټپیان کړي دي.
طالبانو د دغو ادعاوو په باب څه نه دي ویلي او ازادي راډیو هم نه شي کولی چې دغه ادعاګانې په بې پرې ډول تایید کړي.
فوټبال؛ د زونونو د اتلانو لوبډلو ترمنځ سیالۍ پيلېږي
د افغانستان د فوټبال فدراسیون وايي چې نن دوشنبه د نومبر په ۴مه نېټه د زونونو د غوره لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پيلېږي.
خبر زیاتوي چې یادې سیالۍ د هرات ولایت په کوربتوب پيلېږي چې د فوټبال د پینځو زونونو اتلې لوبډلې به په کې سیالۍ ترسره کړي.
د خبر د جزییاتو له مخې، له دې سیالیو به دوه مخکښې لوبډلې د افغانستان د فوټبال اتلانو لیګ ته لار پیدا کړي.
په دې سیالیو کې د هرات، ننګرهار، کابل، هلمند او بلخ استازي کلبونه برخه لري چې څو اوونۍ وړاندې یې د خپلو زونونو په کچه سیالیو کې اتلولۍ ګټلې وې.
د ویلو ده چې د دې ټورنمنټ لومړۍ لوبه به د هرات او کابل استازو کلبونو ترمنځ وي او وروستۍ لوبه به یې د نومبر میاشتې په لسمه نېټه د هلمند او کابل کلبونو ترمنځ ترسره شي.
ایران یو یهودی وګړی د یوې شخصي لانجې له کبله د یوه کس د وژنې په تور اعدام کړ
ایران نن دوشنبه یو یهودی وګړی، په ۲۰۲۲م کال کې د یوې شخصي لانجې له کبله د یوه کس د وژنې په تور اعدام کړ.
دا په ایران کې چې اکثریت وګړي یې مسلمانان دي د یوه مذهبي اقلیت د اعدام کمسارې پېښه ګڼل کېږي.
د ایران قضایه قوې پورې تړی ویبسایټ میزان انلاین ویلي، چې د ایران سترې محکمې د اروین قهرماني په نوم د دغه ۲۳ کلن یهودي د اعدام سزا د تېر کال په لومړیو کې تصویب کړه.
د کرمانشاه لوی څارنوال حمید رضا کریمي ویلي، اروین قهرماني د مالي اختلاف له کبله یو کس د چړې په ګوزارونو وژلی و.
دغه کس داسې وخت اعدامېږي چې د ایران او اسرائیل ترمنځ کړکېچ زیات شوی او دغه کړکېچ ډول ډول عکس العملونه هم پارولي دي.
هند کې سیند ته د یوه موټر د لوېدو پېښه؛ لږ تر لږه ۳۶ کسان مړه شوي
د هند په همالیا ژوره دره کې نن دوشنبه یوه سیند ته د یوه بس موټر د لوېدو په پېښه کې لږ تر لږه ۳۶ کسان مړه شوي دي.
په شمالي ایالت اوتاراکند کې یوه چارواکي ډیپک راوت خبریالانو ته ویلي، تراوسه د ۳۶ کسانو مړینه تایید شوې ده.
د ده په وینا، درې کسان چې سخت ټپیان شوي وو، د هیلیکوپټرې په مرسته روغتون ته لېږدول شوي دي.
تر پېښې وروسته د ژغورنې ډلې او مرستندوی کارکوونکي په ساحه کې ګمارل شوي دي.
هند په نړۍ کې پر سړکونو د مړینو تر ټولو لوړه کچه لري چې هر کال په سلګونو زره کسان مړه او ټپیان کېږي.
د ډېری پېښو اصلي علت د موټر چلوونکو بې احتیاطي، خراب سړکونه او د زړو موټرو چلول ښوول کېږي.
په جولای میاشت کې په اتار پردېش ایالت کې له یوې لارۍ سره د یوه بس موټر د ټکر په پېښه کې ۱۸ کسان مړه شوي وو.
طالبان: له ګاونډیو هېوادونو څخه د افغانانو جبري راستنېدل زیات شوي
د طالبانو یوه چارواکي ویلي چې له ګاونډیو هېوادونو څخه د افغانانو جبري راستنېدل زیات شوي دي.
د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مرستیال مولوي عبدالرحمن راشد پرون یکشنبه د طالبانو د ریاست الوزرا له اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي سره د کتنې پر مهال ویلي چې دوی د راستنو شویو افغانانو د اوسېدو مدیریت کړی دی.
د طالبانو تر ولکې لاندې ارګ په خپله خبرپاڼه کې ویلي چې راشد حنفي ته د کډوالو د ستونزو د حل لپاره د ګمارل شوي کمېسیون د موقتي استوګنې کمېټې کاري راپور وړاندې کړ.
په همدې حال کې له پاکستان او ایران څخه یو شمېر راستانه شوي افغانان وايي چې ژمنه شوې مرستې یې نه دي ترلاسه کړي او له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
پاکستان د تېر کال د نومبر پر لومړۍ نېټه د ۱.۷ میلیونو بې اسنادو افغان کډوالو ایستل پیل کړل.
ایران هم په دې وروستیو کې د بې اسنادو افغان مهاجرینو د بېرته ستنېدو لپاره اقدام کړی دی.
ایراني چارواکي وايي، د ۲۰۲۵م کال تر مارچ میاشتې پورې به دوه ملیونه غیرقانوني افغان کډوال له خپلې خاورې وباسي.
ملګرو ملتونو په هلمند کې د یوه نوي ټولنیز مرکز د جوړېدو خبر ورکړی
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د لویې کمېشنرۍ د افغانستان څانګې د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د یوه نوي ټولنیز مرکز د جوړېدو خبر ورکړی چې څه باندې ۶زره کسان به ورڅخه ګټه اخلي.
دغې ادارې نن پر خپله ایکسپاڼه لیکلي چې دغه مرکز د جاپان د حکومت په مرسته جوړ شوی چې اوس په افغانستان کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د لویې کمېشنرۍ د استازي عرفات جمال لهخوا ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی.
وړاندې ویل شوي چې جمال د بولان د اوبو رسولو پروژه هم وکتله، چې د "یواینایچسيآر" UNHCR لهخوا بشپړه شوې او د ښار زرګونو خلکو ته پاکې اوبه برابروي.