د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۴ سلواغه ۱۳۹۸ کابل ۰۹:۰۴

ټايم: طالبانو له اسلامه د جنګي وسلې په توګه استفاده کړې


  • ټايم

ټايم مجلې د افغانستان د سولې د هڅو په اړه په دې عنوان یوه مقاله خپره کړې ده:

طالبانو له اسلامه د جنګي وسلې په توګه استفاده کړې.

د ټایم په وينا، اسلام هغه دين دی چې کولای شي د سولې لپاره ورڅخه استفاده وشي.

مجلې په افغانستان کې موقت اوربند ته په اشاره لیکلي: له دې هېواده څلور زره کيلو متره لېرې، تر سلو کسانو زیات عالمان له بېلابېلو هېوادونو څخه مکې ته لاړل او هلته یې د افغانستان د وضعیت په اړه غونډه جوړه کړه.

د دوی هدف يوازې سولې ته رسېدل وو.

مجلې اشاره کړې چې مذهبي مشران کولای شي پر طالبانو غوندي سخت دريځو ډلو اغېز ولري او طالبان په دې پوهيږي.

​خو د ټايم په وينا، طالبانو د اسلامي همکاریو سازمان کنفرانس چې په کې د مکې د لوی جومات مشر امام او د مصر لوی مفتي هم وو، رد کړ او دا یې يوه امریکايي او غير اسلامي پروسه وبلله.

په مقاله کې راغلي چې مذهبي مشران او ديني عالمان د ترديد وړ نه دي ځکه هغوی د خلکو عقيدتي نظريه جوړوونکي دي او دا هغه څه دي چې د کوچني اختر په درېيو ورځو کې ثابته شوه.

يانې د ټايم مجلې په استدلال، ټولو وليده چې مذهبي ارزښتونه تر څه حده کولای شي خلک هيله من کړي.

  • ډيفنس پوسټ

ډيفنس پوسټ خپرونې هم د افغانستان د سولې د هڅو په اړه په دې عنوان یوه مقاله خپره کړې ده: ايا امریکا په افغانستان کې ستراتيژيک انتخابونه لري؟

خپرونه په ځواب کې ليکي: امریکا بايد محتاطه وي چې له طالبانو سره د خبرو مهال وېش د دغې ډلې په ګټه تمام نه شي.

خپرونه ليکي: امریکا د افغانستان په اړه ډېرې خبرې پيل کړي، خو ايا دا هڅې له ستراتيژيک نظره د امریکا په ګټه دي؟

د ډيفنس پوسټ په وينا، امریکا بايد پوه وي چې له طالبانو سره هر ډول مستقيمې خبرې به په افغانستان کې امنیتي ګواښونه له ځان سره ولري.

خپرونې لیکلي چې امريکا بايد د افغانستان په اړه څلور عنصورونه په نظر کې ولري.
  • لومړی، د ټرمپ اداره بايد پوه وي چې پر افغان طالبانو د پاکستان نفوذ تحميل کېدای شي.
  • دوهم، امریکا اړتيا لري چې د افغانستان او پاکستان په اړه خپله ستراتيژيکه محاسبه له سره وارزوي ځکه افغان طالبان هېڅ کله د پاکستان لپاره یو تهديد نه دی پاتې شوی.
  • درېيم دا چې سولې د مذاکراتو لپاره هر ډول مهالوېش حیاتي دی. امریکا بايد ډاډه شي چې په داسې حال کې سخت دريځو ته د سولې وړانديز نه کوي چې هغوی د جګړې په حال کې دي.
  • څلورم او تر ټولو مهم ټکی د ډيفنس پوسټ په وینا دا دی چې بايد د استخباراتي عملیاتو پر پراخولو متمرکز وي، ځکه په دې توګه عملیات د درنو او لويو حملو په پرتله له امریکا سره مرسته کوي چې سخت دريځو ته ډېر زیان واړوي او دا د خپرونې په استدلال هغه څه دي چې ډاډ ورکوي چې طالبان د مذاکراتو لرليد جدي ګڼي.
XS
SM
MD
LG