د کابل ورځپاڼو نن تر ډېره له طالبانو سره د مخامخ خبرو لهپاره د امریکا چمتوالي او پهدې اړه د افغان حکومت پر غبرګون بحثونه کړي دي.
- ویسا
ویسا ورځپاڼې لیکلي دي چې ارګ ماڼۍ د هغو راپورونو په غبرګون کې چې ګواکې امریکا له طالبانو سره د مخامخ خبرو لهپاره چمتوالی نیسي ویلي دي چې د سولې په خبرو کې امریکا د افغان حکومت ځای ناستی نهشي کیدای.
ورځپاڼې وړاندی د ارګ ماڼۍ د یوه ویاند په حواله لیکلي دي چې امریکا د افغان حکومت په غوښتنه دې ته چمتو شوی چې د سولې په خبرو کې برخه واخلي، ملاتړ یې وکړي او اسانتیاوې ورته برابرې کړي.
ورځپاڼه لیکي چې شاه حسین مرتضوي وایي چې د افغانستان د سیاسي راتلونکي لهپاره له طالبانو سره هر ډول خبرې به یوازې افغان حکومت کوي.
خو ورځپاڼې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په حواله بیا لیکلي دي چې امریکا له طالبانو سره خبرې نهکوي، بلکه دوی په خپل پخواني دریځ ولاړ دي او هغه دا چې طالبان باید له افغان حکومت سره خبرې وکړي.
- دنیا
خو دنیا ورځپاڼې لیکلي دي چې د مشرانو جرګې غړي له طالبانو سره د مخامخ خبرو په تړاو د امریکایي چارواکو څرګندونې ضد او نقیض بولي.
ورځپاڼه لیکي چې د مشرانو جرګې غړو پرون سې شنبې د جرګې په لویه غونډه کې له طالبانو سره د مخامخ خبرو لهپاره د امریکایي چارواکو په وروستیو دریځونو بحثونه وکړل او پر واشنګټن یې تور پورې کړ چې په افغانستان کې د سولې په تړاو واضح او جدي دریځ نهلري.
د سولې په خبرو کې امریکا د افغان حکومت ځای ناستی نهشي کیدای.
خو ورځپاڼې د همدې مطلب په څنګ کې په یو جلا سرلیک کې لیکلي چې طالبانو له امریکا سره د مخامخ خبرو لهپاره شرط وړاندې کړی دی او هغه دا چې امریکا باید د طالب مشرانو نومونه له تور لېسته وباسي.
دا شرط داسې مهال وړاندې شوی چې ورځپاڼې په قطر کې د طالبانو د یو جګپوړي چارواکي په حواله لیکلي دي چې دوی تراوسه پورې د مخامخ خبرو لهپاره له امریکا څخه کوم رسمي لیک نهدی ترلاسه کړی.
- هېواد
هېواد دولتي ورځپاڼې بیا د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یوې ویاندې په حواله لیکلي دي چې د افغانستان د راتلونکي په اړه خبرې به د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ وي.
ورځپاڼه لیکي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دې ویاندې دې ته هم اشاه کې چې امریکا د افغان حکومت په مشرۍ له طالبانو سره خبرې غواړي.
هېواد لیکلي دي چې امریکا له افغان حکومت سره په ګډه پهدغه هېواد کې د سولې د بهیر د پرمختګ لهپاره هره لاره چاره ارزوي، خو د افغانستان د سیاسي راتلونکي لهپاره خبرې به د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ کېږي.
- مسیر
دا بحثونه داسې مهال کېږي چې مسیر ورځپاڼې بیا د غوڅ ماموریت د یو بیان په استناد لیکلي دي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د ممکنه مخامخ خبرو په تړاو د جنرال جان نیکلسن خبرې غلط تعبیر شوي دي.
ورځپاڼه لیکي چې د غوڅ ملاتړ ماموریت په بیان کې هغو راپورونو ته اشاره شوې چې پهکې جنرال نیکلسن د امریکا او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو څرګندونې تکرار کړې وې.
ورځپاڼې وړاندې لیکلي دي چې جنرال نیکلسن ویلي دي، امریکا د سولې په خبرو کې د افغانستان د حکومت او خلکو ځای نهشي ډکولای.
ورځپاڼې لیکلي دي چې دا سپیناوی داسې مهال ورکول کېږي چې یوې امریکایي ورځپاڼې اوس اوس لیکلي دي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خپلو ډیپلوماټانو ته امر کړی چې له طالبانو سره د مخامخ خبرو لهپاره دې چمتو والی ونیسي.
- هېرټ اف ایشیا
هېرټ اف ایشیا ورځپاڼې لیکلي دي چې افغان حکومت په پام کې لري چې د سولې د هڅو په لړ کې د لوی اختر په ورځو له طالبانو سره دوهم اوربند هم اعلان کړي.
ورځپاڼې د وال سټریټ ژورنال د یو راپور په استناد لیکلي دي چې په نېږدې راتلونکې کې به د افغان حکومت، امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې وشي.
ورځپاڼې دې پرمختګ ته داسې مهال اشاره کړې چې طالبانو له ډېره پخوا راهیسې ویلي وو چې امریکا په افغانستان کې د جګړې لهپاره مسؤله ده، نو پهکار ده چې د خبرو یو اصلي لوری وي، حال دا چې امریکا بیا ټینګار کوي چې دا خبرې باید د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ وي.