د پکتیا ولایت اوسېدونکی عصمت خپله نشه له چرسو پیل او څلور کاله وروسته په شیشه یا کرسټالو اخته شو او په دې وخت کې اروپا ته ولاړ.
که څه هم په اروپا کې يې ښه کار جوړ و، خو هلته د خپلو نشو له لاسه له دومره کړاونو سره مخ شو چي بېرته افغانستان ته را ستون شو.
دا چې عصمت د نشو له امله نور له څه ډول کړاونو سره مخ شوی، په دې اړه یې له محمدایاز ترنک سره د زړه خواله کړې ده.