د ازادي راډیويي مجلې نننۍ ګڼه مو په یو شمېر هنري او ادبي مسایلو راښکلې کړې:
د تېرې اونۍ فرهنګي خبرونه مریم توخي وړاندې کوي.
د بينجو یا چاپانۍ په اړه هنري راپور صادق رښتیني جوړ کړی.
په هنر جاج کې ګل رحمان رحماني د ناول لیکنې لارې چارې بیانوي.
په فنکار برخه کې محلي سندرغاړی محمد رحیم دلشاد د خپلو هنري کارونو په اړه غږېږي.
په زرپاڼه کې به لنډه کیسه (زما د وطن جګړه) واورئ.
په ادب جام کې به سهارګل امیرزی درته د پښتو لرغونې ادبي دورې ښځینه شاعره رابعه در وپېژني.
او په وریښمین خیال کې به د کک او زرینې منظومې د شپږم سرود دویمه برخه واورئ.
لیکوال او جوړوونکی: پوهنیار محبوب شاه محبوب
د دې خپرونې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ: