خبرونه
په روسیه کې د فوټبال د نړیوال جام لپاره سیالۍ روانې دي

په روسیه کې د 2018 میلادي کال د فوټبال د نړیوال جام لپاره سیالۍ روانې دي.
ټاکل شوې چې سبا شنبه د بلجیم او انګلستان د فوټبال لوبډلې د دریم مقام لپاره سره مخامخ شي.
د یک شنبې په ورځ به وروستۍ لوبه وي او د فرانسې د فوټبال لوبډله به د کرویشیا له لوبډلې سره مخامخ کېږي.
په وروستیو څو لسیزو کې ،دا اول وار دی چې د کرویشیا د فوټبال لوبډله د نړیوال جام د ګټلو لپاره وروستي پړاو ته رسېدلې ده.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
محبوبه سراج د سولې د نوبل جایزې د نوماندانو وروستي نوملړ کې شامله شوه

د نجونو، ښځو او بشري حقونو افغانې فعالې محبوبه سراج د اوسلو د سولې څېړنيز انسټيټيوټ"Peace Research Institute Oslo" (PRIO) د ۲۰۲۳ کال د سولې نوبل جایزې د نوماندې په توګه وروستي نوملړ ته لار موندلې ده.
دې انسټيټيوټ پرون د جمعې په ورځ په خپله ویبپاڼه د ۲۰۲۳ کال لپاره د سولې نوبل جایزې لپاره خپل لنډ نوملړ اعلان کړی چې د بشري حقونو فعالان یې په سر کې دي.
د اوسلو د سولې څېړنيز انسټيټيوټ محبوبه سراج د ماشومانو د روغتیا، زدهکړو، له فساد سره د مبارزې او د کورني تاوتریخوالي د مخنیوي په برخه کې یوه اتله بللې او ویلي، هغه له ۲۶ کاله جلاوطنۍ وروسته په ۲۰۰۳ کال کې افغانستان ته ستنه شوه او اوس په کابل کې مېشته ده.
له اغلې محبوبه سراج سره د ایران د بشري حقونو فعاله او خبریاله نرګس محمدي هم دې جایزې ته نومول شوې.
د اوسلو د سولې څېړنيز انسټيټيوټ زیاتوي، اغلې محمدي په ایران کې د ښځو د حقونو او د اعدام د سزا د ختمولو لپاره کمپاین کړی دی.
د سولې د نوبل جایزه هر کال د ناروې د نوبل کمېټې لهخوا هغو اشخاصو یا سازمانونو ته ورکول کېږي، چې د سولې او د بشري حقونو د خوندیتوب په برخه کې یې هڅې کړې وي.
رینا امیري: نړۍ باور لري، چې د نجونو او ښځو پر وړاندې د طالبانو سیاستونه افغانستان ته ویجاړوونکي دي

د افغانستان د بشري حقونو او ښځو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري وايي، د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د هېوادونو اکثریت مشران په دې موافق وو، چې د نجونو او ښځو پر وړاندې د طالبانو سیاستونه له نړۍ سره په ټکر او د دې هېواد لپاره ویجاړونکي دي.
هغې نن په خپله ایکسپاڼه لیکلي، دوی هوکړه کړې چې د افغانستان په ملاتړ نړیواله همغږي وساتل شي او تر خوا یې د ډیپلوماتیکو او کوټلو هڅو له لارې په افغانستان کې دننه او بهر د افغان ښځو او نجونو ملاتړ ته دوام ورکړل شي.
اغلې امیري زیاته کړې، په افغانستان کې د وضعیت د بدلون لپاره شاید لارې توپیر ولري، خو نوموړې د بشري حقونو د اوسني وضعیت د ښهوالي لپاره په مدني لارو چارو او زغم ټینګار کړی.
هغې دا هم لیکلي، چې افغانان په ځانګړي ډول ښځې باید د افغانستان په اړه بحثونو کې ونډه ولري، هغه هم داسې مهال چې طالبان په دې غونډو کې ګډون ولري.
د افغانستان د بشري حقونو او ښځو لپاره د امریکا ځانګړې استازې ویلي، دا ډاډ باید تر لاسه شي چې له افغانانو په ځانګړي توګه له نجونو او ښځو د ملاتړ د اعلامیو په پایله کې هغوی زدهکړو، کار او ټولو هغو سرچینو ته لاسرسی پیدا کړي چې د طالبانو د ځپونکو او افراطي اقداماتو په برخه کې د هغوی له مبارزې سره مطابقت ولري.
د طالبانو حکومت تر اوسه د اغلې امیري د څرګندونو په اړه څه نهدي ویلي.
شهزاده میرویس ظاهر نن په کابل کې خاورو ته سپارل کیږي

ټاکل شوې د افغانستان د پخواني پاچا محمد ظاهر د زوی شهزاده میرویس ظاهر جنازه نن (سپتمبر ۳۰) په کابل کې خاورو ته وسپارل شي.
د شهزاده میرویس وراره مصطفی ظاهر تېر ماښام په خپل فیسبوک کې لیکلي، چې د ميرويس ظاهر د جنازې مراسم به نن سهار لس بجې په مرنجان تپه کې ترسره شي.
په ورته وخت کې پخواني ولسمشر حامد کرزي او د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا پخواني رییس عبدالله عبدالله په ټولنیزو شبکو کې په خپلو پیغامونو کې د شهزاده میرویس مړینه یوه ضایعه بللې ده.
د ځینو راپورونو له مخې، شهزاده میرویس ۶۶ کلن و او له ډېرې مودې راهیسې په کابل کې اوسېده.
هندي رسنۍ: د افغان سفارت له تړل کیدو سره د ممبیي او حیدراباد کونسلګرۍ خپل فعالیت ته دوام ورکوي

هندي رسنۍ وايي، په نوي ډیلي کې د افغانستان د سفارت د تړلو له اعلان وروسته د هند په ممبۍ او حیدراباد کې د دغه هېواد کونسلګریو ویلي چې خپلو فعالیتونو ته به دوام ورکړي.
د "هندو" ورځپاڼې په ګډون د ګڼو رسنیو په حواله، په ممبۍ کې د افغانستان جنرال قونسلې ذکیې وردک هغه راپورونه رد کړل چې ګواکې په هند کې به د افغانستان ټول ډیپلوماټیک ماموریتونه وتړل شي.
په ورته وخت کې د «وایر» په نوم یوې بلې هندي رسنۍ په نوي ډیلي کې د افغانستان د سفیر فرید ماموندزي له خولې ویلي، چې د سفارت ټول کارونه به نن (سپتمبر ۳۰) ودرول شي.
تر دې مخکې په نوي ډهلي کې د افغانستان سفارت دننه یوې سرچینې چې د موضوع د حساسیت له امله د نوم د نه ښودلو په شرط ازادي راډيو ته د یوه مکتوب د کاپي په استولو سره تایید کړې وه، چې د دغه ډیپلوماټیک ځای د ځنډولو پرېکړه د هند د بهرنیو چارو له وزارت سره شریکه شوې ده.
د هند په ګډون د نړۍ هېڅ هېواد د طالبانو سرپرست حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، خو طالب چارواکي د پاکستان، ایران، چین او ترکمنستان په ګډون په څو هېوادونو کې د افغانستان په سفارتونو کې حضور لري.
د افغان ښځو والیبال لوبډله نن له قزاقستان سره لوبیږي

د افغانستان د ښځو د والیبال ملي لوبډله نن (سپتمبر ۳۰) په اسیایي سیالیو کې له قزاقستان سره لوبه کوي.
دا د چین په هانګژو کې د دوی لومړۍ لوبه ده.
په اسیايي لوبو کې د افغانستان په استازیتوب هغو نجونو برخه اخیستې، چې بهر اوسیږي ځکه طالبانو په دې سیالیو کې د افغانستان دننه هیڅ نجونو ته د ګډون اجازه نه ده ورکړې.
په ورته وخت کې کیمیا یوسفي د افغانستان په استازیتوب د ۱۰۰ متره ځغاستې په لوبو کې نهم/وروستی ځای خپل کړی دی.
هغې د فرانسې خبري اژانس ته ویلي په دې سیالیو کې د مقام په نسبت هغې ته په دې سیالیو کې د افغان نجونو استازیتوب مهم وو.
د کیمیا یوسفي په ګډون ۱۷ ښځینه ورزشکارانو د افغانستان په استازیتوب په اسیایي سیالیو کې ګډون کړی دی.
ایران: زاهدان کې د امنیتي ځواکونو په ډزو لږ تر لږه ۲۳ کسان ټپیان شوي

د ایران په زاهدان ښار کې د راپورونو په اساس لږ تر لږه ۲۳ کسان د امنیتي ځواکونو په ډزو سره ټپيان شوي دي.
پرون خلک هلته د (زهدان د خونړۍ جمعې) د لومړي کال د پوره کېدو په درشل کې د لاریونو لپاره وتلي وو.
په خواله رسنیو په خپرو شویو ويډیوګانو کې ښکاري، چې په پوځي یونیفورم سمبال پوځیان او شخصي جامو وسله وال د زاهدان مکي جومات کلابند کړی او ډزې کوي.
د ایران امنیتي ارګانونو زاهدان ته تازه دمي ځواکونه هم استولي دي.
د ازادې اروپا فردا راډیو د شمېرو په اساس، د ۲۰۲۲ کال د سپټمبر په دېرشمه د جمعې په ورځ د ایران د امنیتي ځواکونو په ډزو سره په زاهدان ښار کې لږ تر لږه ۱۰۵ کسان ووژل شول او تر ۳۰۰ زیات نور ټپیان شول. زاهدان کې اکثر بلوڅان سني مذهبي میشت دي، چې تل د ایران د رژيم له دوه ګوني چلند شکایت کوي.
نګورنو قره باغ؛ څه باندې ۷۵ سلنه خلک جبري کډوالۍ ته اړ شوي

د جمعې تر پایه د نګورنو قره باغ څه باندې ۷۵فیصده ارمني ټبرو اوسیدونکو له سیمې جبرې کډه کړې ده.
هلته د اذربایجان تر بریدونو مخکې ۱۲۰ زره ارمني ټبري اوسېدل.
د ارمنستان د دولتي اژانس د راپور په اساس، د جمعې تر ناوخته شاوخوا ۹۳زره ارمني کډوال د ارمنستان خاورې ته ننوتي دي.
له دې سره هم مهاله، ملګرو ملتونو اعلان کړی چې تمه ده دا اوونۍ یو پلاوی نګورنو قره باغ ته د وضعیت د ارزولو لپاره ولیږي.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفن دوجاریک په یوه کنفرانس کې وویل، په تېرو دېرشو کلونو کې د ملګرو ملتونو پلاوي ته اجازه نه ورکول کېده چې دا سیمه وګوري.
د هغه په خبره د ملګرو ملتونو پلاوی به تر ډېره بشري اړتیاوې وسنجوي.
د ملګرو ملتونو پلاوی د اذربایجان د حکومت په بلنه دې سیمې ته ځي.
طالبانو د يوې موسسې بندي کړي ۴ کارکوونکي بيرته خوشې کړل

طالبانو په کابل کې د نړیوال مرستندویه ماموریت یا IAM په نوم د یوې خیریه موسیسې څلور کارکوونکي خوشې کړي دي.
دغو کسانو ته یوې نږدې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط ازادي راډیو ته وویل، طالبانو د پنجشنبې په ورځ د دغې موسسې څلور کارکوونکي د دوه موټروانانو په ګډون خوشې کړي دي.
سرچینې زیاته کړې، طالبانو ژمنه کړې چې د دې موسسې ټول نیول شوي کسان به راخوشې کړي.
سرچیني د دغو کسانو د نیول کیدو او بیرته خوشې کیدو د څرنګوالي په اړه څه نه دي ویلي.
د نړیوال مرستندویه ماموریت په نوم موسیسې هم تراوسه په دې اړه تبصره نه کړې.
د IAM خیریه موسسې په سنبلې میاشت کې ویلي وو، چې طالبانو يې ۱۸ کارکوونکي په غور ولایت کې نیولي دي.
د غور لپاره د طالبانو د والي ویاند عبدالوحد حماس غوري فرانس پرس خبري اژانس سره په خبرو کې ادعا کړی وه، چې داسې اسناد او غږیز پیغامونه يې ترلاسه کړی چې ښيي دغو نیول شویو کسانو خلک مسیحیت ته رابلل.
هغه په دې اړه نور جزییات ورنه کړل.
مستقلو سرچینو تراوسه د غوري دا ادعا نه ده تایید کړې.
یوناما: د طالبانو لخوا د خلکو نیول د اندېښنې وړ او د نړیوالو بشري حقونو خلاف دي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ماموریت یا یوناما وايي، د طالبانو له خوا د خلکو نیول د اندېښنې وړ او د نړیوالو بشري حقونو د مکلفیونو خلاف دي.
یوناما نن دا خبره پر خپلې اېکس شبکې کړې او ویلي دي چې طالبانو د ښځو د حقونو فعالانې ژولیا پارسي او ندا پرواني، د قلم لار د ټولنې مشر مطیع الله ویسا، افغان اصله فرانسوي خبریال مرتضی بهبودي او د پوهنتون استاد رسول پارسي نیولي چې باید دې خپلسري نیونو ته د پای ټکی کېدي.
طالبانو تراوسه په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي.
په ورته وخت کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکونکي ریچارډ بینیټ نن پر اېکس شبکې له طالبانو غوښتنه کړې چې دوی دې له کوم شرط پرته ژر تر ژره ژولیا پارسي او ندا پروانې خوشې او خوندیتوب یې یقیني کړي.
بل پلو بیا د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې مېشتو افغان مېرمنو نن د طالبانو له خوا د مدني ټولنې او د ښځو د حقونو د یو شمېر غړو، په ځانګړې توګه ژولیا پارسي او ندا پرواني پر نیول کیدو اعتراض کړی دی.
په هغو ویډیوګانو چې د ځواکمنو ښځو د اصلي خوځښت مشرې مونسې مبارز ازادي راډیو ته استولي، اعتراض کوونکو په کې د دغو فعالانو له بې قید او شرطه د خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.
ویل شوي ندا پرواني، د هغې مېړه او زوی د سنبلې پر ۲۱مه په کابل کې نیول شوي دي.
ځینې نور فعالان لکه: رسول پارسي، مطیع الله ویسا، مرتضی بهبودي او نور لا هم د طالبانو په توقیف کې دي.
د کرکټ پنځوس اووره نړیوال جام؛ د افغانستان سیالي وځنډیده خو ۴ نور هېوادونه سره لوبیږي

د افغانستان او جنوبي افریقا ترمنځ د کرکټ پنځوس اووره نړیوال جام تمریناتي سیالي د ورښت له امله ځنډېدلې ده.
ټاکل شوې وه، چې دغه سیالي نن جمعه د کابل پر وخت ماسپښین یوه بجه د هندوستان د کیرالا ایالت په ورزشي میدان کې وشي.
دغه راز نن د پاکستان او نیوزیلینډ او بنګله دېش او سریلانکا ترمنځ هم تمریناتي سیالۍ شته، چې دواړه پیل شوي دي.
باید وویل شي چې افغانستان به د سې شنبې په ورځ خپله دویمه تمریناتي سیالي له سرېلانکا سره کوي.