د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۵ کابل ۰۱:۱۹

خبرونه

امریکا د هغه لیک د متن ترجمه خپره کړه چې د شمالي کوریا مشر ور استولی دی

کیم جونګ اون او دونالد ټرمپ د جون د میاشتې په دولسمه نېټه په سنګاپور کې سره وکتل
کیم جونګ اون او دونالد ټرمپ د جون د میاشتې په دولسمه نېټه په سنګاپور کې سره وکتل

د امریکا د متحدو ایالاتو جمهور رئيس د هغه لیک د متن ترجمه خپره کړه چې د شمالي کوریا مشر ور استولی دی .

دونالد ټرمپ د کېم جونګ اون له له لوري ور رسېدلی لیک "ډېرښه " بللی دی.

دونالد ټرمپ پرون پنجشنبه پر ټوېټر په یوه پيغام کې د کېم جونګ اون لیک چې د جولاي دمیاشتې شپږمه ورباندې لیکل شوې، ستاینه کړې او دواړو هېوادونو په اړیکو کې یې د "سترپرمختګ" نښه بللی دی.

د جولاي په شپږمه د امریکا دبهرنیوچارو وزیر په شمالي کوریا کې و او د هغه هېواد له لوړ رتبه چارواکو سره خبرې یې بریالۍ بللې دي.

د شمالي کوریا د مشر له لوري ټرمپ ته د لیک په یوه برخه کې، لیکل شوي چې د هغه په باور، د پیونګیانګ او واشنګټن په اړیکو کې د "نوي فصل" لپاره هڅې به حتماً، ښه نتېجه ورکړي

.

کیم جونګ اون همدا راز د دواړو هېوادونو د اړیکو د ښه کېدو لپاره د ولسمشر دونالد ټرمپ هڅې "فوق العاده" او له "مثبتې انرژي" ډکې بللي او ستایلی یې دی.

کیم جونګ اون او دونالد ټرمپ د جون د میاشتې په دولسمه نېټه په سنګاپور کې سره وکتل . امریکايي چارواکو وویل چې دواړو مشرانوله اټمي وسلو د کوریا د ټاپو وزمې پر پاکولو خبرې وکړې خو په دې اړه د دواړو خواو ترمنځ لا هم اختلافات شته دي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

په خوست کې د ناچاوده مهماتو چاودنې دوه ماشومان وژلي

په خوست ولایت کې ناچاوده مهماتو د چاودنې له امله دوه ماشومان وژل شوي او یو بل ماشوم ټپي شوی دی.

دا مهمات د افغانستان د اوږدو جګړو له کلونو پاتې و.

د طالبانو د خوست د پولیسو ویاند طاهر احرار د سې شنبې په ورځ ویلي چې دا پېښه د دغه ولایت په علیشېر او تریزیو ولسوالیو کې شوې ده. نوموړي ویلي، د پېښې د څرنګوالي او علت په اړه پلټنې پیل شوې دي.

په افغانستان کې د لسیزو جګړو پاتې ماینونه او ناچاوده مهمات لا هم د ملکي وګړو، په ځانګړي ډول ماشومانو، لپاره له جدي ګواښونو څخه دي.

جرمني ۱۳ افغانان کابل ته ولېږل

د جرمني د کورنیو چارو وزارت پرون (چهارشنبې) وویل، دغه هېواد ۱۳ افغان نارینه په چارټر الوتکه کې کابل ته لېږلي دي.

د وزارت د ویاند په وینا، دې کسانو په جرمني کې جنايي سابقه لرله. د هغوی په جرمونو کې جنسي جرمونه، تاوتریخوالی او د نشه‌يي توکو قاچاق شامل وو.

د جرمني د کورنیو چارو وزارت وايي، له هغې وروسته چې اوسنۍ ائتلافي حکومت واک ته رسېدلی، ټولټال ۲۶۳ افغان اتباع له جرمني څخه افغانستان ته ستانه شوي دي. د وزارت په وینا، د دغو کسانو نژدې ټولو جنایي سابقه لرله.

په افغانستان کې د ایچ‌آی‌وي د مثبتو پېښو زیاتوالی

رویټرز خبري اژانس د چهارشنبې په ورځ راپور ورکړ چې په افغانستان کې د ایچ‌آی‌وي ویروس نوې مثبتې پېښې زیاتې شوې دي.

د راپور له مخې، د ۲۰۲۵ کال له مارچ څخه د ۲۰۲۶ کال تر سپټمبر پورې لږ تر لږه ۲۸۶ نوې پېښې ثبت شوې دي چې ۸۶ یې یوازې په تېرو پنځو میاشتو کې تشخیص شوې دي.

روغتیايي چارواکي وايي، د درملنې د مرکزونو کمښت او ټولنیزه بدنامي د دې ناروغۍ د کنټرول پر وړاندې له مهمو ننګونو څخه دي.

د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام د تېر کال د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې شاوخوا ۱۳ زره کسان په ایچ‌آی‌وي اخته دي.

د اسلام اباد محکمې د افغان طبي محصلانو د زده کړو د دوام حکم وصادر کړ

د پاکستان د اسلام‌اباد لوړې محکمې د افغان طبي محصلانو او روزنیزو ډاکټرانو د ایستلو د مخنیوي موقت حکم صادر کړ.

پاکستاني رسنیو پرون (چهارشنبې) راپور ورکړ چې دا حکم د پاکستان د طبي او غاښونو شورا (PMDC) د هغې پرېکړې په وړاندې د ثبت شوې عریضې په تړاو صادر شوی دی.

د اسلام‌اباد لوړې محکمې یو کسیزه قضايي پلاوي، چې قاضي خادم حسین سومرو یې مشري کوله، د یوه افغان ډاکټر د پاکستانۍ مېرمنې له لوري د ثبت شوې عریضې پر بنسټ له پاکستان څخه د طب په پوهنځیو کې د شاملو افغان محصلانو د ایستلو د مخنیوي حکم صادر کړ. عریضه له پاکستان څخه د افغان ډاکتر عمادالدین د ایستلو په اړه شوې وه.

د عریضه کوونکې مدافع وکیل، قاسم نواز عباسي، محکمې ته وویل چې د پاکستان د طبي شورا PMDC د ۲۰۲۶ کال د جولای د ۳۱مې نېټې مکتوب باید پر هغو ډاکترانو تطبیق نه شي چې لا له وړاندې یې تخصصي روزنه پیل کړې او روانه ده.

تر دې مخکې د لاهور او کراچۍ محکمو هم ورته پرېکړه کړې وه. خو د بلوچستان لوړې محکمې د طب په څانګه کې د افغان محصلانو د زده کړو د دوام غوښتنه رد کړې ده.

د ترکیې د استخباراتو مشر کابل او کندهار ته تللی

د ترکیې د استخباراتو مشر ابراهیم کالین د چهارشنبې په ورځ د افغانستان پلازمېنې کابل او کندهار ښار ته سفر کړی دی.

د ترکیې انادولو خبري اژانس د چهارشنبې په ورځ د خپل هیواد د امنیتي سرچینو په قول وویل، کالین په کابل کې د طالبانو د استخباراتو له مشر عبدالحق وثیق سره لیدلي دي.

هغه د طالبانو د ريیس الوزرا له اقتصادي چارو مرستیال ملا عبدالغني برادر، د دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد او د کورنیو چارو وزیر سراج‌الدین حقاني سره هم لیدلي دي.

د سرچینو په وینا، په دغو خبرو کې د ترکیې او افغانستان ترمنځ د امنیتي او استخباراتي همکاریو د پراختیا، دوه‌اړیزو اړیکو او سیمه‌ییزو او نړیوالو تحولاتو په اړه بحث شوی دی.

له دې جلا د قطر د ملي امنیت سلاکار له مرستیال حمد بن خمس الاکبیسي هم کابل ته تللی او له یعقوب مجاهد سره لیدلي دي.

د حوثیانو او سعودي عربستان ترمنځ په زیاتو شویو نښتو کې نوې ادعاوې

په داسې حال کې چې د ایران له ملاتړه د برخمنو حوثیانو او سعودي عربستان ترمنځ نښتو زوراخیستی، مصر او متحده عربي اماراتو له سعودي عربستان څخه خپل ملاتړ اعلان کړی دی.

حوثیانو د چهارشنبې په ورځ د وږي په ۲۵ ادعا وکړه چې د مأرب ولایت په سیمه کې یې د عملیاتو پر مهال د سعودي عربستان یوه "اېف-۱۵" جنګي الوتکه نسکوره کړې ده. خوسعودي د دې خبر ترخپریدو پورې دغه ادعا نده تایید کړې.

د حوثیانو پوځي ویاند یحیی سریع پر سعودي عربستان تور ولګاوه چې په وروستیو ورځو کې یې د یمن په بېلابېلو سیمو سلګونه هوايي بریدونه کړي دي.

دا ادعا څو ساعته وروسته له هغې مطرح شوه چې د سعوي عربستان په مشرۍ ایتلاف اعلان وکړچې د دې هیواد د هوایي مدافعې ځواکونو د حوثیانو یوه بې پیلوټه الوتکه چې د مکې ښاریې په نښه کړی و، هوایي حریم ته یې له ننوتو مخکې له منځه یوړه. حوثیانو په بریدونو کې د مکې او نورو سپیڅلو ځایونو د په نښه کولو ادعاوې ردکړي دي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن د افغانستان په اړه یوه غونډه جوړوي

د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن د افغانستان په اړه یوه غونډه جوړوي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت، یوناما نن چهارشنبې د وږي په ۲۵ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په دې غونډه کې به چې د کابل په وخت د ماښام ۶ نیمې بجې پلان شوې، د یوناما سرپرسته او د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي مرستیاله، جورجیت ګانیون، د امنیت شورا غړو ته د افغانستان د روان وضعیت په اړه معلومات وړاندې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو لوی کمېشنر ولکر ترک د دوشنبې په ورځ، د وږي په ۱۷ په جینوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته په خپل تازه راپور کې له طالبانو وغوښتل چې هغه فرمانونه او پالیسۍ لغوه کړي چې د ده په وینا، په عامه ژوند کې د ښځو او نجونو حضور عملاً جرم ګڼي.

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنټ هم په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې د طالبانو د محدودیتونو او پالیسیو دوام نه یوازې د افغانانو بشري حقونه نقضوي، بلکې د هېواد ټولنیز جوړښت هم بدلوي.

په ترمز کې د افغانستان او ازبکستان د سپکو صنایعو ګډ نندارتون پرانستل شوی

آرشیف
آرشیف

د افغانستان او ازبکستان د سپکو صنایعو لومړنی ګډ نندارتون په ازبکستان کې پرانستل شوی دی.

د طالبانو د حکومت د سوداګرۍ او صنعت وزارت نن چهارشنبې په خپله ایکسپاڼه کې لیکلي چې په دغه نندارتون کې چې د سې شنبې په ورځ افغانستان پولې ته څیرمه د ازبکستان د ترمز ښار د نړیوالې سوداګرۍ په مرکز کې پرانستل شوی او درې ورځې به خلاص وي، په څه باندې سلو غرفو کې د ازبکستان د محصولاتو ترڅنګ د افغانستان محصولات لکه غالۍ، زعفران، قیمتي او نیمه قیمتي ډبرې، لاسي صنایع، پنبه، وچې او تازه میوې نندارې ته وړاندې شوې دي.

د افغانستان او ازبکستان د سپکو صنایعو دغه ګډ نندارتون داسې مهال پرانستل شوی چې په مزارشریف کې د ازبکستان قونسلګرۍ د روانې اونۍ په پیل کې ویلي و چې ازبکستان په پام کې لري چې له افغانستان سره د سوداګرې د راکړې ورکړې کلنۍ کچه تر۲۰۲۷ کال پورې پنځه ملیارډ ډالرو ته ورسوي. د راپورونو له مخې په ۲۰۲۵ کال کې د دواړو هیوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه شاوخوا یو ملیارډ او اوه سوه ملیون ډالرو ته رسیدلې وه.

د خوړو نړیوال پروګرام: افغانستان سږکال ورو اقتصادي وده کړې خو د نفوس د زیاتوالي په پرتله کمه ده

د خوړو نړیوال پروګرام وایي، د افغانستان اقتصاد که څه هم سږ کال لږه وده کړې، خو دا وده د نفوس د زیاتوالي پرتله کافي نده. په هغه راپورکې چې د نن چهارشنبې په ریلییف ویب پاڼه کې خپورشوی، ویل شوي چې کرنه، صنعت او خدمات د اقتصادي فعالیتونو مهمې برخې دي، خو بې‌ وزلي، د کار محدود فرصتونه او د خلکو کم عاید لا هم د کورنیو اقتصادي وضعیت اغېزمنوي.

د راپورله مخې دې ته په پام چې افغانستان ترډیره د خوراکي او نورو اړینو توکو په برخه کې پر وارداتو متکي دی، د نړیوالو بیو لوړېدل او د سیمې د سوداګریزو لارو ګډوډي کولی شي په دې هیواد کې د توکو بیې لوړې کړي. د خوړو د نړیوال پروګرام په خبره دغه فشار پر ټیټ عاید لرونکو کورنیو ډېر اغېز کوي.

راتلونکې دوشنبې په افغانستان کې د پولیو د واکسین کمپاین پیلیږي.

د راتلونکې دوشنبې په ورځ د وږي په ۳۰ له جنوبي حوزې پرته د افغانستان په نورو ټولو ولایتونو کې د ګوزڼ یا پولیو د واکسین نوی کمپاین پیلیږي. له پولیو پاک افغانستان بنسټ د چهارشنبې په ورځ د وږي په ۲۵ پر خپله ایکسپاڼه د دې کمپاین د پیلیدو خبر ورکړی او ویلي یې دي چې په جنوبي حوزه کې به له پنځو کلونو کم عمره ماشومانو ته د پولیو دغه کمپاین د سې شنبې په ورځ پیل شي. دغه بنسټ ندي ویلي چې د دغه کمپاین په ترڅ کې به څومره ماشومان واکسین شي خو په مخکینیو دا ډول عمومي کمپاینونو کې یې شمیرشاوخوا لس ملیونه ښودل شوی. د پولیو دغه کمپاین داسې مهال پیلیږي چې تیره اونۍ په افغانستان کې د پولیو د څلورو نویو مثبتو پیښو د ثبتیدو خبر ورکړل شو. په دغو نویو پیښو سره په افغانستان کې د روان کال له پیل راهیسې د پولیو د مثبتو پیښو شمیر ۲۳ ته ورسید. پولیو یا ګوزڼ درملنه نه لري او یوازې په واکسین یې مخنیوی کیدای شي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG