د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۱ زمری ۱۳۹۷ کابل ۰۴:۲۷

د افغانستان په ختيځ کې یو امریکايي عسکر ووژل شو


د شنبې په ورځ هم یو امریکايي پوځي په افغانستان کې ووژل شو

د امریکا دپوځ د خبرپاڼې په حواله، په دې عملیاتوکې پرون پنجشنبه یو افغان عسکر هم وژل شوی او څو نور زخمیان شوي دي.

په خبرپاڼه کې د پېښې نور جزئیات نه دي ورکړ شوي.

دا په یوه اونۍ کې دوهم امریکايي عسکر دی چې په افغانستان کې وژل کېږي.

د شنبې په ورځ هم یو امریکايي پوځي په افغانستان کې ووژل شو چې دامریکا پوځ وايي د افغان امنیتي ځواکونو له منځه چا ډزې ورباندې کړې وې.

امریکاپه افغانستان کې پينځلس زره عسکر لري .

XS
SM
MD
LG