د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۱۹ لیندۍ ۱۳۹۷ کابل ۱۰:۲۸

د کندز په چهاردره ولسوالۍ کې پوځي عملیات ادامه لري


د کندز په چهاردره ولسوالۍ کې په پوځي عملیاتوکې  د طالبانو دوه مرکزونه ویجاړ شوي دي

د کندز د والي ویاند، نعمت الله تېموري پرون پنجشنبه ازادي راډیو ته وویل چې په چهاردره ولسوالۍ کې په پوځي عملیاتوکې د وسله والو طالبانو دوه مرکزونه ویجاړ شوي دي.

نعمت الله تېموري: "دوې مهمې پوستې چې یوه د قوماندان شیرعلم او بله یې د طالبانو د سرې قطعې وه ، له منځه ولاړې، همداراز څوکلي کله خرکاران او نهر صوفي هم د وسله والو طالبانو له شتونه پاک شوي دي. "

ښاغلي تېموري زیاته کړه چې په چهاردره ولسوالۍ کې په پوځي عملیاتوکې اولس وسله وال طالبان وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG