پښتنه دُرانۍ په لیرې پرتو سیمو کې بېسوادي دومره اغېزمنه کړې چې اوس غواړي راتلونکی ټول عمر د سواد عامولو ته وقف کړي.
پښتنې دُرانۍ د دغه هدف لپاره د اثر بنسټ رامنځته کړی چې له یوه نوښت سره ماشومانو ته د درس لارې برابروي.
هغه د موبایل او کمپیوټر د اپلېکشنونو له لارې چې کارتون، وېډیو او متحرکه تصویرونه لري، دغه هدف ته کار کوي.
پښتنه دُرانۍ د ګلوبل ځوانانو سفیره ده او تر څنګيې په ګڼو نورو اعزازونو کې د افغانستان د شمولیت لپاره بریالۍ هڅې کړې دي.
د مخکښې ښځې د خپرونې کوربه یوسف خان ځدراڼ دا اوونۍ له پښتنې دُرانۍ سره د هغې د ژوند او کار په اړه غږېدلی چې تاسې يې د لاندې لېنک له لارې اورېدلی شئ: