د نیمې نړۍ په نننۍ خپرونه کې په دې موضوع غږېږو چې ولې اکثره کورنۍ د ماشومانو په ژوند کې د هرې بدې پېښې لپاره میندې ګرمې ګڼي.
د مثال په توګه که ماشوم چېرته ولوېږي، وسوځېږي، که ژوبل شي، ناروغ شي او ان که مړ شي نو تر ټولو لویه مسؤلهیې مور پېژندل کېږي.
- ولې د کورنۍ نور غړي دوی ګرمې ګڼي؟
- ایا د ماشومانو ساتنه او روزنه یوازې د میندو دنده ده؟
- پر ښځو او د هغوی د مور پر مینې انتقاد او نیوکې هغوی څومره له رواني اړخه زیانمنوي؟
- یوه تمثیلي ټوټه هم لرو.
دا پروګرام د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:
جوړوونکې: فرشته غني