د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۴ تله ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۵

مشرانو جرګه له وسله والو طالبانو سره د ایران مرسته د اندېښنې وړ ګڼي


د افغانستان مشرانو جرګه له وسله والو طالبانو سره د ایران مرسته د اندېښنې وړ ګڼي.

له وسله والو طالبانو سره د ایران مرستو او د افغانستان په مسایلو کې د هغه هېواد لاسوهنو، مشرانو جرګه اندېښمنه کړې ده.

دغه جرګه وايي، د دوی د معلوماتو له مخې، د طالبانو سلګونه جنګ غوښتونکي په ایران کې روزل کېږي او تهران په افغانستان کې د خپل نفوذ د پراخېدو په هڅه کې دی.

د مشرانو جرګې لومړی مرستیال محمد علم ایزدیار چې د یکشنبې په ورځ یې د جرګې مشري کوله، وویل چې د افغان حکومت د وسله والو مخالفینو ملاتړ د یوه هېواد په ګټه هم نه دی.

د مشرانو جرګې لومړی مرستیال محمد علم ایزدیار
د مشرانو جرګې لومړی مرستیال محمد علم ایزدیار

دی وایي:

"په دواړو هېوادونو پاکستان او ایران کې د مخالفینو روزل یوه حساسه موضوع ده، هر هېواد چې غواړي له طالبانو او ترورېستي ډلو د فشار د وسیلې په توګه کار واخلي، ناکامه تجربه ده او ځان ته به زیان ورسوي، څرنګه چې زموږ بل ګاوندی هېواد ترې متاثره شوی، نن له موږه زیات ترې له کړاوونو سره مخ دی."

دغه اندېښنې ځکه پیدا شوي چې له وسله والو طالبانو سره د ایران د مرستو په اړه په پرله پسې توګه خبرې کېږي.

پخوا تر دې د هېواد په لوېدیځ کې ځینو سیمه ییزو چارواکو ویلي چې ایران په افغانستان کې د ناامنیو د زیاتېدو په هدف، له طالبانو سره پوځي مرستې کوي.

د ولسي جرګې د دفاعي چارو د کمېسیون رئيس نثار احمد غوریاني هم څو اوونۍ مخکې ازادي راډیو ته ویلي وو چې له طالبانو سره د ایران د وسلو مرسته د اندېښنې وړ ده.

دغه شان د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د ایران لپاره د امریکا د متحدو ایالاتونو د نوې ستراتیژۍ د اعلان پرمهال وویل، ایران په افغانستان کې د وسله والو طالبانو ملاتړ کوي او وسلې او تجهیزات ورلېږي.

په افغانستان کې د ایران سفیر له رسنیو سره په خبرو کې له طالبانو سره د ایران تماس منلی، خو د اړیکو لرل یې ورسره رد کړي دي.

طالبانو هم دغه څرګندونې ناسمې بللي او رد کړې يې دي.

په ورته وخت کې د مشرانو جرګې غړی نثار حارس وايي، د معلوماتو له مخې، ایران له بېلابېلو لارو په افغانستان کې د خپل نفوذ د زیاتېدو په هڅه کې دی.

نوموړي وویل:

"د ایران او امریکا ترمنځ د جنجال له پیدا کېدو سره په افغانستان کې د ایران نفوذ مخ په زیاتېدو دی، اوس په ایران کې د طالبانو پنځه یا شپږسوه غړي په پرمختللو روزنو بوخت دي چې دا مسئله د اندېښنې وړ ده."

د افغانستان د فاع وزارت له وسله والو طالبانو سره د ایران د وسلو مرسته نه مني او نه يې ردوي.

د دغه وزارت د ویندوی د دفتر سرپرست محمد رادمنش ازادي راډیو ته وویل، دغه موضوع پراخو څېړنو ته اړتیا لري.

بل خوا د ملي شورا ځیني غړي وايي، له وسله والو طالبانو سره د ایران مرستو ته باید جدي وکتل شي او په دې اړه دې، لازم او پر وخت اقدامات ترسره شي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG