د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۱ تله ۱۳۹۷ کابل ۰۳:۴۴

په پنجشیر ولایت کې د کرنیزو توکو نندارتون جوړ شو


د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت لخوا په پنجشیر ولایت کې د کرنیزو توکو نندارتون جوړ شو.

د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډيو ته وویل چې په دغه نندارتون کې بېلابېل کرنیز محصولات او تولیدات نندارې ته اېښودل شوي دي.

نوموړي وویل چې د دغه نندارتون له جوړېدو هدف دا دی چې کرنیزو محصولاتو او تولیداتو ته مارکېټ پیدا شي.

دغه محصولات په پنځوسو غورفو کې د افغانستان د کرنې وزارت او خصوصي سکټور له خو نندارې ته اېښودل شوي دي.

XS
SM
MD
LG