د لاسرسي لېنکونه

چهارشنبه ۳۰ لړم ۱۳۹۷ کابل ۰۷:۱۰

د سوریې په جنوب کې یاغیان وايي له روسیې سره خبرې کوي


د سوريې د جنوب لوېديځ په محاصره شويو سيمو کې ياغيان وايي، له دغو ساحو د احتمالي وتلو پر سر بيا له روسيې سره مذاکرو ته کښېني.

ياغيانو دا خبره د روسيې او سوريې د ځواکونو له خوا تر سخت بمي کمپاين وروسته وکړه.

د ياغيانو جنګياليو پرون دا اعلان په داسې حال کې وکړ چې د روسيې په منځګړيتوب د مذاکرو لنډمهالى ځنډ د دې سبب شو چې د روسيې او سوريې ځواکونه د ياغيانو پر مورچلونو هوايي او راکټي حملې وکړي.

تر اوسه پر څه باندې ٣٠ ښارګوټو چې د اردن سرحد او د اسرائيل اشغال شويو د ګولان غونډيو ته څېرمه پراته دي، د حکومتي واکمنۍ د بياټينګېدو په اړه د موافقې پر سر مذاکرې شوې دي.

د بمبارۍ تر پيلېدو ٢٤ ساعته وروسته ياغيانو ويلي چې غواړي بېرته مذاکرو ته کښېني.

XS
SM
MD
LG