د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۹

سرخط: په پلاوو د بلاوو مخه نه نیول کېږي


د کابل د نن ورځې چاپ ورځپاڼو د بېلابېلو مسایلو په اړه مقالې او تبصرې خپرې کړي دي.

سرخط:

سرخط خپلواکې ورځپاڼې د ننګرهار د وروستۍ پېښې لپاره چې له امله يې د افغان هندوانو او سکهانو په ګډون ۱۹ تنه ووژل شول او ۲۱ نور ټپيان شول، د پلاوي پر ټاکل کېدو انتقاد کړی او لیکلي یې دي چې په پلاوو د بلاوو مخه نه نیول کېږي.

د سرمقالې په یوه برخه کې راغلي دي، حکومت له دې وړاندې هم د ورته پېښو څېړنې ته بېلابېل پلاوي ټاکلي، خو نتیجه يې نه ده ورکړې.

د سرمقالې لیکوال باور لري چې د ننګرهار وروستي وحشت ته ټاکل شوی پلاوی به هم د اوبو پر سر خطونه وباسي او څو ورځې وروسته به دغه پېښه نه د ننګرهار د والي په یاد پاتې وي او نه به حکومت کوم اقدام وکړي، بلکې یوازې به د قربانیانو کورنۍ سوال ته راوتلې وي.

په سرمقاله کې وړاندې راغلي چې د ننګرهار په پېښه کې سلامت او ملامت معلوم دي، یوه اوونۍ په ښار کې حتی مرغۍ پر نه شو وهلای، ټول امنیتي او کشفي ارګانونه ګوته پر ماشه ولاړ وو او عامو خلکو ته هم په سړکونو د تګ راتګ اجازه نه ورکول کېده، نو څنګه انتحاري حمله کوونکي تر دغه ځایه ورسېده؟

د سرمقالې لیکوال وړاندیز کوي چې که حکومت رښتیا هم د دغه ډول پېښو مخنیو غواړي، نو هماغه ورځ يې باید د جلال اباد کشفي او امنیتي ارګانونه لاس تړلي زندان ته اچولای وای.

ویسا:

ویسا خپلواکې ورځپاڼې بیا په خپله سرمقاله کې د نظام الدین قیصاري په نیولو بحث کړی او لیکلي دي چې قیصاري په سیمه کې په وضعیت کنټرول درلود او نیول کېدل به يې ستونزې وزېږوي.

نظام الدین قیصاري د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم نېږدې کس او د قیصار ولسوالۍ مرستیال امنیه قوماندان و چې وړمه ورځ د امنیتي ځواکونو له لوري ونیول شو او کابل ته را انتقال کړای شو.

د سرمقاله لیکونکي د معلوماتو له مخې چې د قیصاري نیولو د افغانستان په شمالي ولایتونو کې نوې ستونزې پیدا کړي او دغلته زیات شمېر خلکو په لاریونونو لاس پورې کړی دی.

"د قیصاري نیول د څه لپاره؟" تر عنوان لاندې په دې سرمقاله کې وړاندې راغلي دي چې څو کاله وړاندې حکومت په خپله دغه ډول خلک د ولسي پاڅون په نوم وسله وال کړل، خو جانبي عوارضو ته يې پاملرنه نه کېده.

د سرمقاله لیکوني په باور، اوس حکومت مجبور دی چې په خپل لاس جوړو شویو دغه ډول وسله والو ډلو ته باج ورکړي، کنه په سیمه کې ستونزې پیدا کوي.

ملي ارمان:

د ملي ارمان ورځپاڼې هم خپله سرمقاله کې د قیصاري نیولو ته په اشارې سره ویلي چې د شمال امنیت باید د ټیمي رقابتونو قرباني نه شي.

د سرمقاله لیکونکي په خبره، د حکومت له لوري د قیصاري نیول د شمال او په ځانګړې توګه د فاریاب په امنیتي وضعیت بد اغیز کولای شي.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي چې که څه هم قیصاري د خلکو په ځورولو او په فاریاب کې په خپلسریو تورن دی، خو له کومه چې دغه قوماندان د طالبانو په مقابل کې ښه جنګېدلی، نو باید له قضیې سره یې سم چلند وشي.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې له پاکستان سره د سوداګرۍ په پار د متقابل عمل هرکلی کړی دی.

د ورځپاڼې په سرمقاله کې راغلي چې له کلونو راهیسې پاکستان هڅه کوي چې د افغانستان د سوداګرۍ د پرمختګ په مخ کې خنډونه جوړ کړي او په هېڅ ډول نه غواړي چې افغانستان د پاکستان له اقتصادي انحصاره خلاص شي.

خو د سرمقالې د لیکوال په خبره چې اوس هغه وخت تللی او افغانستان له نورو لارو له ډېرو هېوادونو سره سوداګریزه راکړه ورکړه لري او په دې برخه کې د پاکستان خنډونه هېڅ نتیجه نه شي ورکولای.

ورځپاڼې لیکلي چې اوس افغان ولسمشر محمد اشرف غني ویلي چې که پاکستان د افغان او هند سوداګرۍ پر مخ لار خلاصه نه کړي، نو افغانستان به هم د پاکستان او منځنۍ اسیا ترمنځ سوداګري وتړي.

په سرمقاله کې وړاندې راغلي چې ښاغلي غني دا خبرې په ننګرهار کې د دې ولایت د ولایتي شورا له غړو سره په یوه غونډه کې کړې دي.

XS
SM
MD
LG