په کندهار کې د نشهيي موادو پر ضد د مبارزې ریاست سږ کال پهدې ولایت کې د کوکنارو په کښت کې د کموالي خبر ورکوي.
د کندهار د نشهيي موادو پر ضد د مبارزې رئیس ګل محمد شکران وایي چې له کروندګرو سره د بدیلو کښتونو په برخه کې د نړيوالي ټولنې د مرستو له امله سږکال پهدې ولایت کې لږ کوکنار کرل شوي وو.
د شکران په خبره سږ کال پهدې ولایت کې په ۱۸ زره هکټاره ځمکه کې کوکنار کرل شوي چې د کوکنارو ۱۰زره هکتاره ځمکې بزګرانو په خپله خوښه اړولي دي.
نوموړی وايي:
"له نېکهمرغه سږ کال په کندهار ولایت کې د نشهيي موادو کښت د تېرکال په پرتله ډېر لږ و، پروسږ کال ۳۵ زره هکتاره او سږ کال ۱۸ زره هکتاره ځمکو کې کوکنار کرل شوي وو. د کمښت علت یې د ځینو موسسو لهخوا د پستو باغونه، د انګورو باغونو د چیلې سیسټم او د چرګانو فارمونه وو."
د نشهيي موادو پر ضد د مبارزې رئيس زیاتوي چې سږ کال هېڅ یوې ادارې له دوی سره د کوکنارو د کښت په اړولو کې همکاري نهده کړې، له همدې امله لکه څنګه چې ښايي په کندهار کې د کوکنارو پرضد هسې کمپاین و نهشو.
که څه هم اوس کندهار ښار ته په نېژدې ولسوالیو کې د کوکنارو حاصلات يعنې ترياک ټول شوي، خو اوس هم په یو شمېر لېرې پرتو ولسوالیو کې د موسمي کوکنار نېښ وهل دوام لري، بزګران او نېښ وهوونکي وايي چې دا کار له مجبوريه کوي.
احمد الله او علي احمد چې د کندهار په میوند ولسوالۍ کې د موسمي کوکنارو نېښ وهي، دولت پهدې تورنوي چې دوی ته يې د کار زمينه نهده برابره کړې.
دوی وايي:
"موږ دلته راغلي یو چې خواري وکاږو او نېښ ووهو. مهاجر خلک يو، بله غریبي او کار نشته. کښت او کرونده راڅخه پاتې ده، د ناامنۍ له امله را غلي یو چې د بچيانو لپاره ډوډۍ پيدا کړو.
-دلته له خاکریزه د کوکنارو د نېښ وهلو لپاره راغلی یم. مهاجر یو، خواري کاږو چې خپلو اولادونو ته نفقه پیدا کړو. په ښار کې فابريکې نشته چې کار پهکې وکړو او نه بل کاروبار شته، مجبوره یو چې دلته راشو."
که څه له تېرو درېیو کالو راهيسې د کندهار په میوند او ژړۍ ولسوالیو کې د فوډ زون په نوم پروګرام له لارې له کرونده ګرو سره نېږدې ۲۲ میلیونه ډالره مرستې شوي او چارواکي وايي چې دا مرستې پرځای لګېدلي، خو ګروندګر بیا وايي چې دا مرستې په سمه توګه خلکو ته نهدي رسېدلي.
د دې راپور غږیزه بڼه دلته اورېدلی شئ:
راپور: صادق ريښتينی