د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۹

مېل انلاین: د اوربند له ردېدو سره د خلکو پر هیلو سړې اوبه توې شوې


  • مېل انلاین

مېل انلاین خپرونې د افغانستان د اوربند په اړه لیکنه خپره کړې ده.

مېل انلاین د دې مقالې په سر کې د اختر په ورځو کې د یوه طالب عکس خپور کړی دی چې توغندی ورسره دی او پر موټر سایکل سپور دی.

د دغه طالب تورې عینکې په سترګو دي او نیم مخ یې پټ کړی دی، شاوخا ترې ملکي افغانان راګرځېدلي دي خوښي کوي.

مېل انلاین لیکي:

طالبانو د سې شنبې په ورځ وویل چې دوی به د افغانستان د حکومت او د هغوی د بهرنیو ملاتړیو پرضد خپلې جګړې ته ادامه ورکړي.

خپرونه لیکي، په‎دې ډول طالبانو د ملکي تلفاتو مسئله او هغه اوربند چې د سولې هیلې ورسره پیدا شوې وې، بې ارزښته وبلل.

طالبانو په خپله اعلامیه کې ویلي دي چې موږ هڅه کوو چې زموږ په جهاد کې ملکیان ونه وژل شي، خو په جنګ کې خلک وژل کېږي.

د ملګرو ملتونو په وینا تېر میلادي کال په افغانستان کې تر لس زره ډېر ملکیان وژل شوي یا ټپیان شوي دي او دا شمېره تر وړم کال نهه په سلو کې کمه وه.

روان کال که جګړې همداسې دوام وکړي، د ملګرو ملتونو په وینا دا به د افغانستان لپاره یو بل خورا خونړۍ کال وي.

د مېل انلاین په باور د طالبانو له لوري د اوربند له ردېدو سره پر هغو هیلو سړې اوبه توی شوې چې خلکو فکر کاوه سولې ته به لار ورسره هواره شي.

خپرونې بیا د طالبانو هغه بیان ته اشاره کړې ده چې د انټرنیټ له لارې یې خپور کړی او په‎کې یې په کابل کې د دیني عالمانو د غونډې فتوا غندلې ده.

په کابل کې تر کوچني اختر مخکې نېژدې درې زره دیني عالمان راغونډ شول او په افغانستان کې یې جګړه ناروا وبلله، دوی پر ښکېلو خواوو غږ وکړ چې له جګړې لاس واخلي او د سولې خبرو ته سره کښیني.

  • ایکانامېک ټایمز

ایکانامېک ټایمز خپرونې د افغانستان له جګړو لېرې، خو له جګړو سره نېژدې یوه مسئله را اخیستې ده.

دې ورځپاڼې په افغانستان کې د بدن د ښکلا لوبو په اړه لیکنه خپره کړې ده.

د ورځپاڼې په باور، په ۲۰۰۱ میلادي کال د طالبانو د رژیم له ماتې را وروسته د کابل په بېلابېلو سیمو کې د بدن د ښکلا کلپونه جوړ شول.

ورځپاڼه لیکي، د امنیتي وضعیت له خرابېدو سره هم کلپونو ته د ځوانانو تګ کم نه شو.

ایکانامېک ټایمز د بدن د ښکلا د یوه لوبغاړي او روزونکي ۲۵ کلن حارث محمدي په وینا لیکي، سربېره پر دې چې په کابل کې چاودنې کېږي او ځان وژونکي بریدونه کېږي، خو ژوند روان دی او د هر ځوان افغان دا هیله ده چې ښکلی اندام ولري.

XS
SM
MD
LG