د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۸ تله ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۵

افغانستان

د انتخاباتو کمېسیون: غزني کې ټاکنې په حوزوي شکل ترسره کېږي

سید حفیظ الله هاشمي
سید حفیظ الله هاشمي

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د غزني ولایت د راتلونکو ټاکنو لپاره په درېیو حوزو د ویش پریکړه وکړه.

د دغه کمېسیون یوه کمېشنر سید حفیظ الله هاشمي ازادي راډیو ته وویل چې دا پریکړه تېره ورځ ناوخته د کمېسیون له‎خوا وشوه، څو په غزني ولایت کې خلک قومي انډول ته په پام وکولی شي، په ډاډه زړه په راتلونکو ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو په انتخاباتو کې برخه واخلي.

ښاغلي هاشمي وویل:

"کمېسیون د رأیو په اکثریت پریکړه وکړه چې د غزني ستونزې ته د پای ټکی کېږدي او دا سیسټم حوزوي اعلان کړي. بناً دا پریکړه وشوه او غزني ولایت په درېیو حوزو وویشل شو."

ښآغلي هاشمي زیاتوي اوس باید حکومت د نفوس او جغرافیایې موقعیت په پام کې نیولو سره دغه حوزې وټاکي.

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وایي، په راتلونکو دوو ورځو کې به یو استثنایي مهال ویش وټاکي چې له مخې به یې په‎دې ولایت کې د کاندیدانو د نوم‎لېکنې په ګډون نورې ادارې چارې پرمخ ولاړې شي.

د غزني اوسیدونکو له څه باندې یوې میاشتې راهیسې د قومي ناانډولتوب له منځه وړلو لپاره په دغه ولایت کې د حوزوي ټاکنو غوښتنه کوله او د همدې غوښتنې لپاره یې د تحصن خیمې درولې وې.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

ملګري ملتونه: د هرات د تېر کال زلزله‌ځپلو کافي لاسنيوی نه‌دی شوی

په هرات کې د تېر کال د زلزله ځپلو خېمې
په هرات کې د تېر کال د زلزله ځپلو خېمې

د ملګرو ملتونو یو شمېر مرستندویه ادارې وایي، د هرات له زورورې زلزلې یو کال وروسته تر اوسه پورې په لسګونو زره زیانمنو کسانو کافي لاسنیوی نه‌دی شوی.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو همغږۍ ادارې یا اوچا پرون سه‌شنبه په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي چې یو کال مخکې هرات ولایت مرګونو زلزلو ولړزاوه چې ۲۷۵ زره کسان یې بېړنیو مرستو ته اړ کړل.

د اوچا په خبره، که څه هم ملګرو ملتونو او شریکانو یې ډېرو زیانمنو ته مرستې رسولي، خو د بوديجې د کمښت له کبله نه‌دي توانېدلي چې په اغېزمنه توګه د زیانمنو شویو کسانو د بشپړ رغېدو اساسي ملاتړ وکړي.

د ملګروملتونو پراختیایي ادارې یا "یواین‌ډ‌ي‌پي" پرون په خپله ایکس‌پاڼه کې ویلي، دغو زلزلو په سلګونو کسان وژلي او په لسګونو کلي یې وران کړي وو چې دې ادارې تر اوسه پورې یوازې د ۲۳۵ کورنیو لپاره موقتي سرپناوې جوړې کړې او په چهاک کې د ۱۶۹ دایمي سرپناو د جوړولو چارې روانې دي.

د افغانستان لپاره د مهاجرت نړیوال سازمان یا "آی‌او‌ایم" هم ویلي چې یونیم زر کورنۍ چې په خېمو کې یې ژوند کاوه، ورته کورونه جوړشوي او زیاتوي چې له نورو مرستندویه ادارو سره به د دغو زلزله‌ځپلو لپاره د کورونو د جوړولو په ګډون د بنسټیزو تاسیساتو او د معیشیت برابرولو په چارو کې خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

د کابل په سروبي کې د يوې لمريزې برښنا د پروژې عملي چارې پيل شوې

د سروبي ولسوالۍ یوه څنډه
د سروبي ولسوالۍ یوه څنډه

د کابل په سروبي ولسوالۍ کې پرون سه‌شنبه د ۲۲،۷۵ مېګاواټه لمریزې برښنا د پروژې عملي چارې پیل شوې.

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس د راپور له‌مخې، په سروبي کې نغلو بند ته نژدې د دغې پروژې په پرانیست غونډه کې د طالبانو د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په ګډون یو شمېر لوړپوړو چارواکو ګډون کړی و.

ملا برادر وویل، دا پروژه نه یوازې دا چې د اقلیم له پاک ساتلو سره مرسته کوي، بلکې دا او دا ډول پروژې کولای شي چې په تدریجي ډول پر وارداتي برښنا د افغانستان اتکا راکمه کړي.

دغه پروژه چې یوه ترکي او یوه کورني شرکت شاوخوا ۱۸ميلیون ډالرو پانګونه په‌کې کړې، چارې به یې د یوه کال په موده کې بشپړې شي.

ډنمارک د سپټمبر له ۱۸مې وروسته تمديد شوي افغان پاسپورټونه په رسميت نه‌پېژني

د افغانستان پاپسپورټ
د افغانستان پاپسپورټ

ډنمارک پرېکړه کړې چې هغه افغان پاسپورټونه نور په رسمیت نه‌پېژني چې د روان ميلادي کال د سپټمبر میاشتې له ۱۸مې وروسته تمدید شوي دي.

د شینګین نیوز د راپور له‌مخې د ډنمارک د کډوالو د چارو د ادارې د پرېکړې له‌مخې هغه افغانان به چې دغه پاسپورټونه لري او دې هېواد ورته پناه ورکړې اړ وي چې نوي افغاني پاسپورټونه واخلي.

د راپور له‌مخې، ډنمارک له دغو افغانانو سره که غوښتي یې وي چې د نویو پاسپورټونو د اخیستو لپاره افغانستان ته لاړ شي هم ستونزه نه‌لري، خو هغه افغانان چې ډنمارک ورته سیاسي پناوې ورکړې، کولای شي د دې هېواد سیاسي پاسپورټونه ترلاسه کړي.

ډنمارک دغه پرېکړه وروسته له هغې کوي چې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د زمري یا اسد د میاشتې په نهمه اعلان وکړ چې په اروپا کې له څو محدودو سفارتونو او قونسلګریو پرته چې ورسره اړیکي لري، د نورو سفارتونو او قونسلګریو له‌خوا د پاسپورټونو د تمدید او نورو سندونو په ګډون د دوی له‌خوا ترسره کېدونکي خدمتونه ورته رسمیت نه‌لري.

د خبريالانو مرکز په کابل کې د مهدي انصاري پر ورکېدو خواشيني ښودلې

خبریال مهدي انصاري چې ویل کېږي طالبانو نیولی دی.
خبریال مهدي انصاري چې ویل کېږي طالبانو نیولی دی.

د افغانستان د خبریالانو مرکز په کابل کې د یوه خبریال مهدي انصاري پر ورکېدو خواشیني څرګنده کړې ده.

په هغه خبرتیا کې چې د سه‌شنبې په ورځ د تلې یا میزان ۱۷مه د دې مرکز په وېب‌پاڼه کې خپره شوې، ویل شوي چې انصاري په کابل کې ورک شوی، خو انصاري ته نژدې سرچینې ادعا کوي چې دوی داسې شواهد لري چې نوموړی د طالبانو د استخباراتو له‌خوا نیول شوی دی.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د طالبانو له حکومته وغوښتل چې د انصاري وضعیت روښانه کړي او له کورنۍ سره یې د ژر تر ژره یو ځای کېدو زمینه برابره کړي.

دغه مرکز ته د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي، د طالبانو استخباراتو مهدي انصاري نه‌دی نیولی.

مهدي انصاري تر دې پېښې مخکې په کابل کې د افغانستان له خبري اژانس سره د خبريال په توګه کار کاوه.

دې خبري اژانس په ۱۳۸۸ کال کې په فعالیت پیل وکړ.

بلوچ: د طالبانو حکومت دې ترهګرې ډلې وځپي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویانده ممتاز زهرا بلوچ
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویانده ممتاز زهرا بلوچ

پاکستان یوځل بیا د طالبانو پر حکومت غږ کړی، د هغو ترهګرو ډلو ګواښونو ته ‌دې پام وکړي چې د افغانستان او سیمې امنیت ته خطر پېښوي.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو پر بنسټ، د دې هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ نن د اکټوبر اتمه په یوې خبرې ناسته کې هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د بامیانو او کابل په بریدونو کې ښکېلې ډلې د پاکستان په بلوچستان ایالت کې روزل شوې وې.

هغې زیاته کړې، که څه هم طالبان هڅې کوي چې دا ترهګرې ډلې وځپي، خو په خبره يې دغو ډلو خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړی او د سیمې د امنیت لپاره ګواښ جوړوي.

مېرمن بلوچ زیاته کړه: "طالبان د دې پر ځای چې نور ملامته کړي، ښه دا ده چې د دې ډلو ځپل پیل کړي."

که څه هم طالبانو د دې پاکستانۍ چارواکې تازه څرګندونو ته څه غبرګون نه‌دی ښودلی، خو له‌دې وړاندې يې په ځلونو د پاکستاني چارواکو ورته څرګندونې رد کړي او په پاکستان کې ناامني يې د دې هېواد داخلي مسئله بللې ده.

د افغانستان په ۱۹ ولايتونو کې د سختو ورښتونو اټکل شوی

ارشیف: په لغمان کې د بارانونو او سېلابونو له کبله خلکو ته زیانونه اوښتي وو.
ارشیف: په لغمان کې د بارانونو او سېلابونو له کبله خلکو ته زیانونه اوښتي وو.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هواپېژندنې ریاست په ۱۹ ولایتونو کې د شدیدو وروښتونو اټکل کړی دی.

دې وزارت نن د اکټوبر اتمه پر خپلې وېب‌پاڼې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، د دې ورښتونو اټکل په بدخشان، نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار، پنجشېر، کاپیسا، کابل، لوګر، پکتیا، خوست، بغلان، سمنګان، پروان، بامیان، میدان وردګ او غزني ولايتونو کې شوی دی.

په اعلامیه کې راغلي، د ورښتونو له کبله د سېلابونو د راوتلو امکان هم شته.

تېره اوونۍ د افغانستان په ختيځو ولایتونو کې د شدیدو ورښتونو له کبله سېلابونو خلکو ته د ځاني زیانونو سربېره، د دوی په سلهاو جریبه کرنیزې ځمکې هم ویجاړې کړې وې.

طالبان: په يوه مياشت کې تر ۳۴زره جريبه ډېره ځمکه له غصب بېرته راګرځول شوې

ارشیف: طالبانو له دې مخکې هم په بېلابېلو ولایتونو کې یوه ډېره اندازه ځمکه د غاصبینو له منګلو ازاده کړې.
ارشیف: طالبانو له دې مخکې هم په بېلابېلو ولایتونو کې یوه ډېره اندازه ځمکه د غاصبینو له منګلو ازاده کړې.

د طالبانو د حکومت عدلیې وزارت وايي، په تېره یوه میاشت کې يې څه باندې ۳۴زره جریبه ځمکه چې غصب شوې وه، بېرته مسترده کړې ده.

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس نن د اکټوبر اتمه پر خپلې ایکس‌پاڼې یا پخواني ټویټر د دې وزارت د یو بیان په حواله ویلي، دغه دولتي ځمکه په غور، میدان وردګ، تخار، نورستان، بادغیس او پنجشېر ولایتونو کې له غصب څخه راګرځول شوې ده.

د طالبانو حکومت په‌دې اړه چې دا ځمکه يې د چا له غصب څخه راګرځولې، څه نه‌دي ویلي.

له‌دې وړاندې د طالبانو حکومت د غصب د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو په موخه ځانګړې محکمه، مقرارت او کمېسیون جوړ کړی و.

که څه هم دا معلومه نه‌ده چې څومره دولتي ځمکې غصب شوي، خو د تېر حکومت د ښار جوړونې وزارت په ۲۰۱۹م کال کې ویلي وو، په ټول هېواد کې څه باندې یونیم میلیون جریبه دولتي ځمکه غصب شوې ده.

طالبانو د چابهار بندر له لارې د افغاني محصولاتو په صادرېدو کې د اسانتیاوو غوښتنه وکړه

د چابهار بندر یوه څنډه
د چابهار بندر یوه څنډه

د طالبانو د ټرانسپورټ وزیر حمیدالله اخندزاده د ایران د سیستان او بلوچستان له والي څخه د چابهار بندر له لارې د افغاني محصولاتو په صادرېدو کې د اسانتیاوو غوښتنه وکړه.

ایراني رسنیو پرون دوشنبې راپور ورکړ چې د دغه هېواد د سیستان او بلوچستان ولایت والي محمد کرمي، چې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت په بلنه کابل ته تللی، د طالبانو د ټرانسپورټ سرپرست وزیر په شمول له بېلابېلو چارواکو سره پر دوه اړخیزو سوداګري او اقتصادي اړیکو خبرې کړي دي.

اخندزاده له کرمي سره په کتنه کې د چابهار بندر د پراختیا او د تاسیساتو په کار کې د چټکتیا غوښتنه وکړه.

افغاني سره میاشت ټولنې ته ۱۳ امبولانسونه ورکړل شوي

د سره صلیب یو امبولانس
د سره صلیب یو امبولانس

د سره صلیب نړیوالې کمېټې، افغاني سره میاشت ټولنې ته ۱۳ امبولانسونه ورکړل.

د طالبانو تر کنټرول لاندې افغاني سره میاشت ټولنې پرون دوشنبې په یوه خبرپاڼه کې وویل چې د سره صلیب د نړیوالې کمېټې له لوري دوی ته په ۱۳ سپارل شویو امبولانسونو کې ۱۱ سټنډرډ او دوه لوی ټرکونه دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دا امبولانسونه به د افغاني سره میاشت ټولنې د بشري چارو له هلوځلو سره مرسته وکړي.

له قرغزستان څخه افغانستان ته د پټرولو صادراتو کې زیاتوالی راغلی

ارشیف
ارشیف

د قرغزستان د احصایې ملي کمېټه وايي، دې هېواد د روان ۲۰۲۴م کال په لومړیو ۷ میاشتو کې د تېر کال د ورته مودې پرتله افغانستان ته پټرول ۲۷ ځلي زیات صادر کړي دي.

قرغزي رسنیو پرون دوشنبې د قرغزستان د احصایې د ملي کمېټې پر اساس وویل چې دې هېواد افغانستان ته د ۸ میلیونه او ۹۰۰زره ډالرو په ارزښت ۷۰۰زره لیتره پټرول صادر کړي دي.

د تېر کال په ورته موده کې، قرغزستان د ۳ لکه ۱۷زره ډالرو په ارزښت ۱۹زره ۳۰۰ لیتره پټرول صادر کړي وو.

افغانستان ته د قرغزستان د صادر شویو تېلو د هر لټر د بیې اوسط پنځه سینټه دی.

د قرغزستان د تېلو لوی صادراتي هېواد نه دی.

افغانستان ته د دغه هېواد صادر شوي پټرول د دغه هېواد د ټولو صادر شویو پټرولو ۸۴ سلنه کېږي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG