د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۵ زمری ۱۴۰۵ کابل ۰۸:۲۴

نړۍ

د سعودي مذهبي شورا پر ښځو د موټر چلولو د بندیز پای ته رسېدل ستایلي

د سعودي عربستان لوړپوړي مذهبي شورا د هغه بندیز د پای ته رسېدو هرکلی وکړ چې په دې هېواد کې له څو لسیزو وروسته پر ښځینه ډریورانو لګېدلی و.

د تېرې شپې له دولسو بجو څخه په سعودي عربستان کې د ښځو پر موټر چلولو بندیز پای ته ورسېد او د لومړي ځل لپاره ښځو اجازه ترلاسه کړه چې په خپله موټر وچلوي.

د حکومت پلوي د سعودي عربستان د مخکښو دیني عالمانو شورا وویل هغه فرمان چې د تېر کال په سپټمبر کې د سعودي پاچا سلمان ورکړی و او پر اساس یې ښځو ته د موټر چلولو اجازه ورکوي په هغه کې د ټولنې ګټې نغښتې دي.

په سعودي عربستان کې ښځو ته د موټر چلولو اجازه د دغه هېواد د ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان د اصلاحاتو یوه برخه ده.

د بشري حقونو د غړو په وینا سعودي عربستان په نړۍ کې یوازینی هېواد و چې ښځو ته یې اجازه نه ورکوله چې موټر وچلوي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

جرمني د سوریایي کډوالو د پناه د حق د لغوه کولو لړۍ ګړندۍ کړې ده

جرمني د سوریایي کډوالو د پناه د حق د لغوه کولو لړۍ ګړندۍ کړې او د ۲۰۲۶ کال په لومړۍ نیمایي کې یې د یو پرڅلورمه برخې هغو کډوالو د خوندیتوب حیثیت لغوه کړی چې پردوسیو یې له سره غورشوی دی.

د جرمني ډي پي اې خبري آژانس د راپورله مخې د مهاجرت او کډوالو لپاره د فدرالي ادارې (BAMF) شمیرې ښيي چې د روان کال په لومړۍ نیمایي کې د ترسره شویو ۸۳۲۰ ارزونو په پایله کې د ۲۳،۲ سلنه سوریایي کډوالو د خونديتوب حیثیت بېرته اخیستل شوی یا لغوه شوی دی.

دا په داسې حال کې چې په ۲۰۲۵ کال کې یوازې د ۳،۷ سلنه سوریایي وګړو د خونديتوب حق لغوه شوی و.

د راپورله مخې د خونديتوب حیثیت هغه وخت لغوه کېږي چې د اصلي هېواد وضعیت په بنسټیز ډول بدل شي.

د ۲۰۲۴ کال په ډسمبر کې د سوریې د پخواني واکمن بشار الاسد له نسکورېدو وروسته سلګونه زره سوریایي کډوال خپل هېواد ته ستانه شوي دي. اکثره دغه کډوال له ترکیې، لبنان او اردن څخه بیرته خپله هیواد ته تللي دي.

د جرمني د حکومت د شمیرو له مخې شاوخوا ۹۳۰ زره سوریایي کډوال په جرمني کې اوسي.

ایران له قطره د خپلو درېیو پیلوټانو د خوشې کېدو غوښتنه وکړه

ایران له قطره وغوښتل چې هغه درې ایراني پیلوټان خوشې کړي چې د ایراني چارواکو په وینا، د مارچ په میاشت کې د خپلو جنګي الوتکو له نسکورېدو وروسته د قطري ځواکونو له خوا ژوندي نیول شوي دي.

د ایران د وسله ‌والو ځواکونو یوه قوماندان ویلي، چې دغه درې پیلوټان جواد صالحي، عبدالمجید دشتیان او عمران به روشیان نومیږي او شاوخوا شپږ میاشتې کېږي چې د قطر په بند کې دي.

خو قطر دا ادعا په کلکه رد کړې او ویلي یې دي چې هېڅ ایرانی پیلوټ یې نه دی نیولی. د قطر چارواکي وايي، د دغه هېواد د ژغورنې ځواکونو یوازې د یوه پیلوټ مړی موندلی او ایران تر اوسه د لټون او ژغورنې د عملیاتو د څیړلو په اړه د قطر بلنې ته ځواب نه دی ورکړی.

د ایران قضایه قوې د یو بل معترض د اعدام خبر ورکړ

د ایران قضایه قوې د یکشنبې په ورځ، د زمري په ۲۵مه، اعلان وکړ چې د ۱۴۰۴ کال د پراخو اعتراضونو یو بل معترض نن سهار اعدام شوی دی.

شهرام صادقي د ایران په حکومتي رسنیو کې تورن شوی و چې د تېر کال د اعتراضونو پر مهال یې څو پولیس تر خپل موټر لاندې کړي دي.

د ایران د رسنیو د راپورونو له مخې، د دې پېښې په پایله کې اوه ایراني پولیس "د سر، پښو، لاسونو او سترګو" له برخو ټپیان شوي دي.

خو د شهرام صادقي د محاکمې د څرنګوالي او د هغه د دوسیې د څېړنې د بهیر په اړه خپلواک شواهد او اسناد نه دي خپاره شوي.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، د روان لمریز کال له پیل راهیسې تر اوسه په ایران کې لږ تر لږه ۵۶ کسان د ملي امنیت اړوندو جرمونو په تور اعدام شوي، چې ۲۷ یې له اعتراضونو سره تړاو لري.

د لبنان پرجنوب د اسرائیل په بریدونو کې لږترلږه ۹ تنه وژل شوي دي

د لبنان پر جنوبي سیمو د اسرائیل د شنبې د ورځې په هوایي بریدونو کې لږ تر لږه ۹ کسان وژل شوي او ۹ نور ټپیان شوي دي. د لبنان د روغتیا وزارت په وینا، په وژل شویو کسانو کې درې ماشومان او دوه ښځې هم شامل دي.

د اسرائیل پوځ په یوه اعلامیه کې ویلي چې " په نبطيه او انصار سیمو کې د حزب ‌الله ترهګرې ډلې بنسټیز تاسیسات" یې په نښه کړې دي. پوځ زیاته کړې چې دا اقدام "د حزب‌الله ترهګرې ډلې له خوا د اسرائیلي سرتېرو پر وړاندې د عملیاتو" په غبرګون کې شوی، چې د علي الطاهر په لوړو کې ترسره شوی و.

خو د لبنان صدراعظم نواف سلام ویلي چې په وژل شویو کسانو کې اووه تنه "پوځي اهداف" نه وو او له اسرائیل یې غوښتي چې دغه بریدونه پای ته ورسوي.

د اسرائیل او حزب‌الله ترمنځ نښتې په جون میاشت کې د شوې هوکړې له وخت راهیسې کمې شوې دي، خو د لبنان په جنوب کې د اسرائیل بریدونه لا هم په پرله‌ پسې توګه دوام لري.

حزب‌الله د اسرائیل او امریکا له خوا د ترهګرې ډلې په توګه پېژندل کېږي، خو اروپايي اتحادیې یوازې د دې ډلې پوځي څانګه په تور لېست کې شامله کړې نه سیاسي څانګه یې. د حزب‌الله استازي د لبنان په پارلمان کې حضور لري.

ټاکل شوې چې لبنان او اسرائیل د راتلونکې میاشتې په لومړیو کې د امریکا په ملاتړ د خبرو نوی پړاو په روم کې ترسره کړي.

دغه خبرې به د حزب‌الله د بې‌ وسلې کولو، د لبنان له جنوب څخه د اسرائیلي ځواکونو د تدریجي وتلو او په دې سیمه کې د لبنان د پوځ د ځای پر ځای کولو پر موضوعاتو متمرکزې وي.

د اندونیزیا په ختیځ کې د زلزلې له امله لږ تر لږه ۴۷ کسان مړه شوې دي

د اندونیزیا په ختیځ کې د شنبې د ورځې د یوې زوروې زلزلې له امله لږ تر لږه ۴۷ کسان مړه شوي او ۵۰ نور ټپیان شوي دي.

د امریکا د جیولوژۍ سروې ادارې ویلي چې دغه زلزله چې شدت یې د ریښترپه کچه ۷،۷ و، مرکز یې فلورس ټاپو ته څېرمه د انده ښار شاوخوا ۷۰ کیلومتره شمال‌ لوېدیځ ته ۱۰ کیلومتره ترځمکې لاندې و.

د اندونیزیا چارواکي وايي، نږدې ۱۶۰ کورونه او لسګونه ښوونیز او روغتیايي مرکزونه زیانمن شوي او ښايي یو شمېر کسان د ودانیو تر خاورو لاندې بند پاتې وي. د ځمکې ښوېدنې او د سړکونو د بندېدو له امله د ژغورنې عملیات له ستونزو سره مخ دي.

له زلزلې وروسته څو نور پرله ‌پسې ټکانونه هم ثبت شوي، چې د ترټولو قوي یې ۶ درجې و. خلکو د ودانیو د نړېدو د خطر له امله څو ساعته له خپلو کورونو بهر تېر کړل.

د امریکا د جیولوژۍ د سروې ادارې د اټکل له مخې، د دغې زلزلې ټکانونه به شاوخوا یونیم ملیون کسانو احساس کړي وي.

په سره سمندرګي کې د موخا پر بندر د حوثیانو په راکټي بریدونو کې څلور کسان وژل شوي

په سره سمندرګي کې د موخا پر بندر د حوثیانو په راکټي بریدونو کې څلور کسان وژل شوي.

یمني چارواکي وايي،" د ایران له ملاتړه برخمنې حوثي ډلې پرون پر موخا بندر راکټي بریدونه وکړل چې څلور ملکیان په کې ووژل شول".

د چارواکو په خبره، ویشتل شوي ځایونه ټول ملکي تاسیسات دي.

حوثي وسله والو ادعا کړې چې د سعودي عربستان د پوځیانو کښتۍ يې په نښه کړې دي.

ولسمشر ټرمپ: ډير ژر به هرمز تنګی د امریکا خاوره اعلان کړم

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي،" ډير ژر به هرمز تنګی د امریکا خاوره اعلان کړي".

ټرمپ پرون ناوخته په یوې وینا کې وویل،" د ایران له ماتې وروسته، دغه هېواد به په ډیر بد وضعیت کې وي، هرمز تنګی به د امریکا خاوره اعلان کړم".

خو د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال کاظم غریب ابادي د ولسمشر ټرمپ دې څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي،" هرمز تنګی د ایران خاوره ده او وي به".

هغه پر خپله ایکس پاڼه لیکي،"د هرمز تنګي تړل یا په کې د کښتو ازاده تګ راتګ د اجازې ورکړه د ایران په واک کې ده او تر هغه چې شرایط برابر نشي سمندري محاصره به روانه وي".

په وروستیو کې ولسمشر ټرمپ او نور امریکايي چارواکي هڅه کوي چې پر ایران اقتصادي فشارونه زیات کړي.

ټرمپ مخکې ویلي و،" ښه دا ده چې ایران په اقتصادي توګه ماتې وخوري".

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله له ایرلنډ سره خپله وروستۍ لوبه کوي

لوبه د ایرلنډ په سټورمونټ لوبغالي کې ترسره کېږي.
لوبه د ایرلنډ په سټورمونټ لوبغالي کې ترسره کېږي.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د شنبې په ورځ د (اګسټ ۱۵مه) له ایرلنډ سره لوبه لري.

لوبه د افغانستان په وخت د ماسپښین په ۳ بجو او ۱۵ دقیقو پیلېږي.

دا لوبه د افغانستان او ایرلنډ د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د یو ورځنیو ۵۰ اوریزو لوبو د لړۍ وروستۍ سیالۍ ده.

لوبه د ایرلنډ په سټورمونټ لوبغالي کې ترسره کېږي.

د روانې لوبلړۍ لومړۍ لوبه د باران له کبله لغوه شوه، خو پاتې درې نورې لوبې افغانستان په لوی توپیر وګټلې.

تمه ده د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د سپټمبر په میاشت کې د هند پر وړاندې د درېیو ۲۰ اوریزو سیالیو کوربه‌توب وکړي.

د امریکا د خزانې وزیر: امریکا غواړي ایران ته "بې‌ساری مالي زیان" ورسوي

د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بسنټ
د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بسنټ

د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بسنټ وايي، "امریکا غواړي ایران ته بې‌ساری مالي زیان ورسوي".

هغه د پنجشنبې په ورځ مکس نیوز شبکې سره په یوه مرکه کې وویل: "راتلونکې اوونۍ د نویو خبرونو په تمه اوسئ، ځکه غواړو داسې اقدامات وکړو چې په تاریخي ډول ایران اقتصادي انزوا ته وړي."

د امریکا د خزانې وزارت په وروستیو میاشتو کې د ایران پر مرکزي بانک او د دې هېواد په میلیونو ډیجیټالي پانګې بندیزونه ولګول.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ له دې مخکې د ایران د اقتصادي انزوا په اړه خبرداری ورکړی و.

هغه د تېرې سې شنبې په ورځ په یوه مرکه کې ویلي و "د امریکا لپاره د ایران په اړه ښه انتخاب دا دی چې تهران په بحراني اقتصادي وضعیت کې پرېږدي څو له اقتصادي اړخه ماتې وخوري".

بریتانوي چارواکي:د اطفاییې کارکونکي د څو پراخو  اورلګیدونو د مړه کولو لپاره ترفشار لاندې دي

سټور بریج ښار کې په یوې ودانۍ کې د اورلګیدنې د مړه کولو هڅې
سټور بریج ښار کې په یوې ودانۍ کې د اورلګیدنې د مړه کولو هڅې

بریتانیا کې چارواکي وايي د هوا د ګرمي د زیاتیدو او وچکالۍ په نتیجه کې د اطفاییې کارکونکي د څو پراخو اورلګیدونو د مړه کولو لپاره ترفشار لاندې دي.

په سټور بریج ښار کې د پنجشنبې اورلګیدنې یو شمیر کورونه زیانمن کړل او دځینو سیمو څخه خلک له کورونو وویستل شول.

چارواکو خبرداری ورکړی دی چې اقلیمي بدلون او سختې ګرمي د پراخو او ستونزمنو اورلګیدنو خطر زیات کړی دی.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG