د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۶ چنګاښ ۱۴۰۵ کابل ۰۸:۴۳

افغانستان

د لوګر چارواکي: د پکتیا والي پر موټریز کارون برید نه دی شوی

د لوګر ولایت چارواکي د یاد ولایت د مرکز اړوند د علي خان کلا په سیمه کې د پکتیا والي شمیم خان کټوازي پر موټریز کاروان د وسله والو مخالفینو برید ردوي او وايي چې یاد برید د یو څارنوال پر ګاډي شوی دی.

د لوګر امنیه قوماندان سمونوال محمد ابدالي ازادي راډیو ته وویل چې نن د شنبې په ورځ د سهار په لسو بجو د وسله والو مخالفینو یوې درې کسیزې ډلې د یاد ولایت د یو څارنوال ګاډي ته کمین نیولی وو چې د وسله والو په برید کې یاد څارنوال وژل شوی او یو بل کس ټپي شوی دی.

ده زیاته کړه، ممکن د دې برید پر مهال د پکتیا د والي موټریز کاروان به هم له کابله- ګردیز ته پر لاره و، خو د برید هدف د شمیم خان کټوازي موټریز کاروان نه وو او نه د ده پر موټریز کاروان ډزې شوي دي.

د لوګر امنیه قوماندان وايي چې د برید د سیمې سره نږدې امنیتي منسوبین موجود و او ځايي چارواکي هم ډېر ژر ورورسېدل.

د ده په وینا له برید وروسته لاس په لاس بریدکوونکي له سیمې تښتیدلي او نورې ډزې يې نه دي کړي.

سیمه وال وايي چې د لوګر ولایت په مربوطاتو کې ځينې وختونه د پنجشنبې او شنبې په ورځو چې حکومتي مسوولین پدې لاره کابل ته تګ او راتګ کوي، سړک ته راوځي.

څه موده مخکې د لوګر مرستیال والي او د والي ویاند هم چې غوښتل يې د جمعې په شپه کابل کې خپلو کورونو ته ولاړ شي، په همدې لاره د وسله والو په کمین کې وژل شوي ول.

تر اوسه کومې وسله والې ډلې د برید په باب رسنیو ته څه نه دي ویلي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

سلګونه افغانان د پاکستان له توقیف خونو ازاد او خپل هیواد ته ستانه شوي

یو شمیر هغه افغان کډوال چې د پاکستان له بندخونو  ازاد او افغانستان ته ستانه شوي دي.
یو شمیر هغه افغان کډوال چې د پاکستان له بندخونو ازاد او افغانستان ته ستانه شوي دي.

افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي روانه اونۍ څه دپاسه ۱۴۰۰ افغان کډوال چې پاکستان کې بندیان وو ، ازاد او هیواد ته ستانه شول.

د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت د پنجشنبې خبرپاڼه کې وویل یادو کسانو کې کورنۍ او انفرادي وګړي شامل وو چې ۱۰۸۳ تنه یې د تورخم او ۳۳۳ کسه نور د سپین بولدک له لارې ستانه شول.

خبر زیاتوي چې دغه کسان د مرستو له ترلاسه کولو وروسته خپلو اصلي سیمو ته ولیږدول شول.

یاد کسان په داسې حال کې افغانستان ته ستنیږي چې د پاکستان حکومت د جولای میاشتې له لسمې نیټې راهیسې د افغان کډوالو د نیولو نوې لړۍ پیل کړې.

پاکستاني چارواکي د افغانانو د نیولو لپاره خپل نوی کمپاین د هغو بهرنیانو خلاف "عملیات" بولي چې د دوی په وینا، د اوسېدو قانوني اسناد نه ‌لري.

ملګري ملتونه وايي له ۲۰۲۳ کال راهیسې شاوخوا ۶ ملیونه افغانان خپل هیواد ته ستانه شوي دي.

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګه: په افغانستان کې د ښځو اړوند بنسټونه له سختو فشارونو سره مخ دي

ارشیف
ارشیف

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې (UN Women) ویلي چې په افغانستان کې د ښځو اړوند بنسټونه له سختو فشارونو سره مخ دي.

دغه اداره په خپل تازه راپور کې وايي، هغه بنسټونه چې د افغان ښځو او نجونو لپاره د ملاتړ وروستۍ حیاتي سرچینه بلل کېږي، د بودجې د کمښت او د ښځو پر کار او تګ راتګ د محدودیتونو له امله د خپلې بقا لپاره مبارزه کوي.

د دې ادارې د سروې له مخې، درې پر څلورمه برخه هغه بنسټونه چې ښځو ته خدمتونه وړاندې کوي، د بودجې له کمښت سره مخ شوي دي.

دغه راز ، نیمه برخه دغو بنسټونو د بودجې د کمښت له امله خپل ۹۲ سلنه کارکوونکي له لاسه ورکړي دي.

په سروې کې له ګډونوالو بنسټونو څخه تر نیمايي زیاتو ویلي چې د بودجې د نشتوالي له امله به روان کال یا خپل فعالیتونه ودروي او یا به په بشپړ ډول وتړل شي.

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګه وايي، دا بنسټونه په داسې حال کې له ستونزو سره مخ دي چې د طالبانو له لوري د ښځو پر زده کړو، کار او تګ راتګ د محدودیتونو له امله د روغتیايي خدمتونو، زده کړو، د معیشت د ملاتړ او بشري مرستو په وړاندې کولو کې د دوی رول تر بل هر وخت ډېراړین دی.

اوچا: د نجونو پر زده‌کړو پانګونه د افغانستان پر راتلونکي پانګونه ده

ارشیف
ارشیف

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وایي، د نجونو پر زده‌کړو پانګونه د افغانستان پر راتلونکي پانګونه ده.

اوچا د پنجشنبې په ورځ، د چنګاښ په ۲۵مه، په خپلې اېکس‌پاڼې ولیکل چې زده‌ کړې هیله او فرصتونه رامنځته کوي.

اوچا د بامیان ولایت د یوې مور خبره هم رااخیستې چې د دې پوښتنې په ځواب کې چې، « له زده کړو د نجونو محرومیت څه معنا لري؟» ویلي: «وېره لرم چې لور به مې هېڅ راتلونکی ونه لري.»

نږدې پنځه کاله کېږي چې د طالبانو حکومت نجونې له شپږم ټولګي پورته له زده‌کړو منع کړې دي.

د نجونو پر زده‌کړو او د ښځو پر حقونو د طالبانو دا بندیزونه او نور محدودیتونه د نړیوالې ټولنې له پراخو نیوکو سره مخ شوي دي، خو طالبانو تل ویلي چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو حقونه د اسلامي شریعت په چوکاټ کې خوندي دي.

افغانستان، ایران او تاجکستان د یو ځمکني دهلیز د ایجاد هوکړه لاس لیک کړه

شیرخان بندر ، دافغانستان- تاجکستان پوله ، ارشیف
شیرخان بندر ، دافغانستان- تاجکستان پوله ، ارشیف

افغانستان کې د طالبانو د حکومت، ایران او دتاجکستان چارواکو د سوداګري لپاره د یو ځمکني دهلېز د جوړولو تفاهم لیک امضاء کړ.

د هوکړې له مخې، ټاکل شوې چې د ایران یوه تجارتي محموله په راتلونکې میاشت کې د ازمایښتي پروګرام په توګه د افغانستان له لارې تاجکستان ته ولېږدول شي.

د طالبانو د حکومت د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت او ایراني رسنیو د پنجشنبې په ورځ ددې موضوع خبر خپور کړ.

د ایران د سړکونو او ښار جوړونې وزارت چارواکو ویلي، د دې ازمایښتي محمولې په لېږد سره غواړي د لارې لګښتونه، وړتیا او احتمالي ستونزې وارزوي.

د نجونو په تعلیم باندې د کرزي ټینګار د طالبانو غبرګون پارولی

د افغانستان پخوانی جمهور رییس حامدکرزی
د افغانستان پخوانی جمهور رییس حامدکرزی

نجونو ته د تعلیم د زمینې د برابرولو په اړه د پخواني ولسمشر حامدکرزي ټینګار د طالب چارواکو غبرګون پارولی.
له دې ډلې د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت ویاند ضیاالله هاشمي پرون په خپله ایکس پاڼه ښاغلي کرزي ته په خطاب لیکلي چې: «ته د افغانستان د مساییلو په اړه د نظر ورکولو حق نه لرې.»

هاشمي وړاندې لیکلي چې د لوړو زده کړو د چارو په اړه نظر د ده په خبره له هغو کسانو سره ښه ښایي چې د واکمنۍ پر مهال یې د هېواد د پرمختګ لپاره عملي او مثبت میراث پرېښی.

پخوانی ولسمشر حامدکرزی چې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې په کابل کې دی د طالبانو له محدودیتونو سره سره یې د نجونو د تعلیم لپاره بیانونه ورکړي.

حامدکرزی شاوخوا ۱۴ کاله د افغانستان ولسمشر و او د واکمني پر مهال یې میلیونونه نجونې ښوونځیو او پوهنتونو ته تللې.

د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې له شپږم ټولګي پورته نجونې له ثانوي او لوړو زده کړو محرومې دي.

رباب فاطمه د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې او د یوناما مشره وټاکل شوه

رباب فاطمه - د ملګرو ملتونو مرستیاله او د یوناما نوې مشره
رباب فاطمه - د ملګرو ملتونو مرستیاله او د یوناما نوې مشره

رباب فاطمه د ملګرو ملتونو د سرمنشي له خوا د افغانستان لپاره د ځانګړې استازې او د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت یوناما د مشرې په توګه وټاکل شوه.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوتیریش په حواله په یوه بیان کې راغلي چې: «مېرمن فاطمه په ملي او نړیوالو ملکي خدماتو کې د ۳۰ کلونو څخه زیاته تجربه لري، چې پکې په ملي او نړیواله کچه ډیپلوماسي، پالیسي جوړونه، وکالت، پروګرام او تطبیق شامل دي.»

اغلې رباب فاطمه څه وخت مخکې دې دندې ته وړاندیز شوې وه.

اغلې فاطمه به د ملګرو ملتونو مخکینۍ ځانګړې استازې او د یوناما د مشرې روزا اوتنبایوا ځای ناستې شي چې دنده یې تېر سپټمبر پای ته رسېدلې وه.

د یوناما ماموریت له هغه وخت راهیسې د جورجیټ ګاګنون په سرپرستۍ مخته وړل کېده.

اروپايي اتحادیه: د افغان ځوانانو د مهارتونو د پیاوړتیا لپاره پانګونه کوو

اروپايي اتحادیه له ځوانانو سره د مهارتونو په زده کړه، د کاروبار په پیل او د دوامدارو عایداتي سرچینو په رامنځته کولو کې مرسته کوي.
اروپايي اتحادیه له ځوانانو سره د مهارتونو په زده کړه، د کاروبار په پیل او د دوامدارو عایداتي سرچینو په رامنځته کولو کې مرسته کوي.

په افغانستان کې د اروپايي اتحادیې استازولۍ وايي، د مسلکي زده کړو او کار زده کړې له لارې افغان نجونو او هلکانو ته داسې فرصتونه برابروي چې پرمختګ وکړي او د خپلو ټولنو ملاتړ وکړي.

دې استازولۍ د چهارشنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۴مه)، د ځوانانو د مهارتونو د نړیوالې ورځې په مناسبت په اېکس پاڼه ولیکل چې اروپايي اتحادیه له ځوانانو سره د مهارتونو په زده کړه، د کاروبار په پیل او د دوامدارو عایداتي سرچینو په رامنځته کولو کې مرسته کوي او په دې توګه د افغانستان په راتلونکي کې پانګونه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو په ۲۰۲۱ کال کې پر افغانستان له بیا واکمنېدو وروسته نجونې او ښځې له ثانوي او عالي تحصیلاتو منع کړي او د دوی پر ټولنیز ژوند او کار یې هم سخت محدودیتونه لګولي دي.

د افغانستان، روسیې او قزاقستان ترمنځ د سوداګریزې همکارۍ تازه تړونونه

د افغانستان، روسیې او قزاقستان د شرکتونو د سوداګریز تړونونو لاسلیک
د افغانستان، روسیې او قزاقستان د شرکتونو د سوداګریز تړونونو لاسلیک

د افغانستان، روسیې او قزاقستان شرکتونو د ۴۴۶ میلیونه افغانیو په ارزښت سوداګریز تړونونه لاسلیک کړي دي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د چهارشنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۴مه) وویل، دغه تړونونه د ساختماني موادو، درملو، خوراکي توکو او کرنیزو خدماتو په برخو کې د اقتصادي همکاریو د پراختیا، د خصوصي سکټور ترمنځ د همکارۍ د پیاوړتیا او د سیمه‌ییزې سوداګرۍ د ودې په هدف لاسلیک شوي دي.

خو دې خونې د هر شرکت د ونډې او د دغو تړونونو د عملي کېدو د وخت په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت د شمېرو له مخې، د افغانستان او روسیې کلنی سوداګریز حجم شاوخوا ۵۳۸ میلیونه ډالرو ته رسېدلی چې ۴ میلیونه ډالر یې د افغانستان صادرات او ۵۳۴ میلیونه ډالر له روسیې واردات دي.

وروسته له دې چې پاکستان سره سوداګريزې لارې وتړل شوې، طالبان هڅه کوي له روسیې او د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره خپلې اقتصادي اړیکې پراخې کړي.

د طالبانو کورنیو چارو وزارت د «معلوماتي ملاتړ» نوی ریاست جوړ کړ

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت
د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت

افغانستان کې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د "معلوماتي ملاتړ" په نوم د یو نوي ریاست د جوړېدو خبر ورکړی دی.

د دغه وزارت د عامه اړیکو او مطبوعاتو رئیس، مولوي عبدالحکیم همت اخندزاده، په یوې تازه غونډه کې ویلي چې د دې ریاست د جوړېدو هدف په افغانستان کې د رسنیو او خبریالانو د فعالیتونو څارنه، ملاتړ او معلوماتو ته د لاسرسي د زمینې برابرول دي.

طالبان په داسې حال کې د رسنیو او خبریالانو د ملاتړ خبره کوي چې واک ته له ستنېدو وروسته‌یې په تېرو ۵ کلونو کې پر ازادو رسنیو او خبریالانو سخت محدودیتونه لګولي، معلوماتو ته لاسرسی یې محدود کړی او د دې وضعیت له امله سلګونه رسنۍ تړل شوي، یو شمېر خبریالان زنداني شوي او زرګونه خبریالان او د رسنیو کارکوونکي له افغانستانه کډه کولو ته اړ شوي دي.

د طالبانو دغو اقداماتو د خبریالانو د ملاتړ د کورنیو او نړیوالو بنسټونو سختې نیوکې هم راپارولې دي.

امو نهنګانو د درېیم پرله‌پسې ځل لپاره د شپږیزې لیګ اتلولي وګټله

د امو نهنګانو لوبډلې د اتلولۍ جام خپل کړ.
د امو نهنګانو لوبډلې د اتلولۍ جام خپل کړ.

د افغانستان د شپږیزې کرکټ لیګ په یوولسم پړاو کې د امو نهنګانو لوبډلې د اتلولۍ جام خپل کړ.

د دې سیالیو وروستۍ لوبه د چهارشنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۴مه) د خوست د کرکټ په لوبغالي کې ترسره شوه.

سپین غر پړانګانو د ۱۶۷ منډو هدف وټاکه، خو امو نهنګانو وکولای شول دا هدف په ۱۶ اورونو کې بشپړ کړي او بریا خپله کړي.

دا درېیم پرله‌پسې ځل دی چې امو نهنګان د شپږیزې کرکټ لیګ اتلولي خپلوي.

د افغانستان کرکټ بورډ د شپږیزې لیګ سیالۍ په ۲۰۱۳ کال کې پیل کړې وې او د روان کال سیالۍ د دې لیګ یوولسم پړاو و.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG