افغانستان
د پاکستان پوځ وايي ۲ افغان سرتېري یې چمن کې افغان لوري ته سپارلي

د پاکستان پوځ وایي چې دوه افغان سرتېري یې په چمن کې افغان لوري ته سپارلي دي.
د پاکستان پوځ په یوې اعلامیه کې چې پرون چهارشنبه خپره شوه ویلي دي چې حیاتالله او لطیفالله خانیې د چمن په سرحدي سیمه کې افغان پولیسو ته تسلیم کړل.
د پاکستان د پوځ د اعلامیې له مخې دا دوه افغان سرتېري سهواً له کرښې د پاکستان لور ته پورې وتلي وو چې بیا پاکستاني حکومتي ملېشهوو نیولي وو.
په اعلامیه کې نهدي ویل شوي چې دغه عسکر کله د پاکستان لوري ته اوښتي وو.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
کورنی کرکټ؛ میس عینک دويم بری ترلاسه کړ

د افغانستان د کورني کرکټ په دوام د میرویس نیکه په نوم په پیل شویو درې ورځنیو سیالیو کې مس عینک لوبډلې دويم بری هم خپل کړ.
دغه راز د بند امیر او امو لوبډلو سیالي بیا بې پایلې پای ته ورسېده.
يادې سیالۍ چې په ننګرهار ولایت کې پیل شوي، مس عینک د بوست پر وړاندې سیالي وکړه او د ۳ وېکټو په توپیر یې بری ترلاسه کړ.
د مس عینک ځوان لوبغاړي رفیع صادق چې په توپوهنه او توپ اچونه کې ښه ځلېدلی و د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.
دغه راز د امو او بند امیر لوبډلو د درېیمې ورځې ترپایه ونهشو کړای چې سیالي وګټي، نو لوبه بې پایلې تمامه شوه.
د امو په لوبډله کې پخوانی ملي لوبغاړی شهزاد محمدي هم لوبه کوله چې په لومړۍ پاڼۍ کې یې ۴۴ منډې کړې وې.
په دې لوبه کې حیات الله ناصري سلیزه وهلې وه او عرفان الله ساپي په توپ اچونه او توپوهنه کې ښه لوبه کړې وه، چې د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه په شریکه ورکړل شوه.
د یادونې ده، چې په دې سیالیو کې پينځه لوبډلې برخه لري او تر دې دمه د مس عینک لوبډله مخکښه ده.
د کابل- کندهار پر لویه لاره ترافیکي پېښې ۹ کسان مړه او ۳۱ ټپیان کړي

د کابل- کندهار پر لویه لاره یوې ترافیکي پېښې ۹ کسان مړه کړي او ۳۱ نور یې ټپیان کړي دي.
په زابل کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رییس رحمت الله حماد ازادي راډیو ته وویل چې پېښه د کلات اړوند د پل سنګي په سیمه کې د یوه مسافر وړونکي بس او باروړنکي مازدا موټر ترمنځ د ټکر له کبله شوې.
هغه وویل: "نن سهار شاوخوا ته نیمې بجې د مرکز کلات اړوند د پل سنګي په سیمه کې د ۵۸۰ بس او مازدا موټر ترمنځ ټکر رامنځته شوی چې له کبله یې ۹ تنه هېوادوال او مسافر وژل شوي او ۳۱ نور ټپیان دي. ټپیان او مړي د زابل عامه روغتون ته را انتقال شوي دي."
بلخوا د زابل د ولایتي روغتون سرطبیب ډاکتر نذیر حریفال رسنیو ته ویلي چې په ټپیانو کې ۵ ښځې او ۱۵ ماشومان هم شامل دي.
د کندهار - کابل پر لویه لار ګڼې ترافیکي پېښې رامنځته کېږي چې علت یې د سړک خرابوالی او د موټر چلوونکو بې احتیاطي بلل کېږي.
پرون د سرپل په صیاد ولسوالۍ کې هم ترافیکي پېښې د ښځو او ماشومانو په ګډون د ۲۴ کسانو ژوند واخیست.
د بدخشان لپاره د طالبانو د وژل شوي مرستیال والي د فاتحې مراسمو کې چاودنه شوې

په شمال ختیځ ولایت بدخشان کې یوې چاودنې د بغلان لپاره د طالبانو مخکینی امنیه قومندان صفي الله صمیم او یو شمېر نور کسان وژلي دي.
په بدخشان کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رییس معزالدین احمدي ازادي راډیو ته وویل چې چاودنه نن سهار د بدخشان د وژل شوي مرستیال والي نثار احمد احمدي د فاتحې په مراسمو کې شوې ده.
هغه وویل: "د برید هدف د بغلان لپاره د طالبانو مخکینی امنیه قومندان مولوي صفي الله صمیم و. هغه شهید شوی دی. طبعاً چې د ملکي کسانو مرګژوبله زیاته ده، جزییات کیدای شي وروسته شریک شي. تراوسه د مرګژوبلې شمېر معلوم نه دی."
د احمدي په خبره، چاودنه چې تراوسه یې څرنګوالی معلوم نه دی، د جومات دننه شوې ده.
صفي الله صمیم د بغلان ولایت لپاره د طالبانو حکومت مخکینی امینه قومندان و چې په دې وروستیو کې له خپلې دندې لرې کړای شوی و.
دا په داسې حال کې ده چې درې ورځې وړاندې دې ولایت په مرستیال او سرپرست والي نثاراحمد احمدي موټر بم برید وشو چې په پایله کې هغه له خپل موټر چلوونکي سره یو ځای ووژل شو او ددې پېښې مسوولیت داعش وسله والې ډلې په غاړه واخیست.
په تېرو شاوخوا پنځو میاشتو کې دا د طالبانو درېیم چارواکی دی چې په بدخشان کې وژل کېږي.
امیري: د طالبانو د سیستماتیک فشار عادي بلل به د ښځو حقونه خطر سره مخ کړي

د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري وايي، هغوی چې په ضمني توګه په افغانستان کې د طالبانو له خوا د ښځو په وړاندې سیستماتیک فشار عادي ګڼي، یوه خطرناکه سابقه جوړوي چې په هر ځای کې به د ښځو حقونه له خطر سره مخامخ کړي.
مېرمن امیري دغه څرګندونې تېره شپه ناوخته په یوه ټویټ کې کړې او ویلې یې دي چې خوښه ده چې د ښځو د حقونو ملاتړې شبکې ته یې د افغان ښځو او نجونو د وضعیت په اړه څرګندونې کړي دي.
د دولتونو، سیمه ییز او نړیوالو سازمانونو جوړه دغه نړیواله شبکه له مدني ټولنې سره کار کوي ترڅو ښځې د سولې او امنیت په پروسو کې شاملې کړي.
د بخښنې نړيوال سازمان: طالبانو په پنجشېر کې جنګي جنايتونه ترسره کړي

د بخښنې نړیوال سازمان یا امنیستي انټرنېشنل په یوه نوي راپور کې چې نن پنجشنبې یې خپور کړی، طالبان د افغانستان په پنجشېر ولایت کې ملکیانو ته د ډلهییزې سزا په ورکولو سره په جنګي جنایت تورن کړي دي.
بریتانیا مېشتي امنیستي انټرنېشنل ادعا کړې چې د غیرقانوني اعدامونو، شکنجې او په ډلهییزه توګه د ملکي خلکو د نیولو چې طالبانو هغوی له خپلو مخالفانو سره د اړیکو په لرلو تورن کړي، یو شمېر موارد یې مستند کړي دي.
د امنیستي انټرنېشنل د راپور له مخې وروسته له هغې چې طالبان د ۲۰۲۱م کال په اګسټ کې پر افغانستان واکمن شول، د پخواني حکومت د امنیتي ځواکونو یو شمېر غړي له وسلو او تجهیزاتو سره پنجشېر ته وتښتېدل او د ملي مقاومت په نوم جبهې سره یو ځای شول.
طالبانو په غبرګون کې په پنجشېر کې له نیول شویو وسلهوالو غچ اخیستی او هم یې ملکي خلک په نښه کړي تر څو هغوی اطاعت او تسلیمۍ ته مجبور کړي.
خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد له ازادي راډیو سره په خبرو کې د بخښنې د نړیوال سازمان دغه راپور بېبنسټه وباله.
نوموړي وويل: "دا راپور اساس نهلري. په پنجشېر کې هېڅ ستونزه نهشته. هلته اوس څوک نهدي تښتېدلي او نه هم څوک په غرونو کې ژوند کوي. هلته نه څوک شکنجه شوي یا ځورول شوي. دا راپور کاملاً ناسم او غلط دی."
د امنیسټي انټرنېشنل د سازمان مشرې اګنیس کالامار له طالبانو وغوښتل چې په دې غرنۍ دره کې دې د ملکي وګړو له په نښه کولو لاس واخلي او مستند شوې قضیې دې وڅېړي.
د جرمني خبري اژانس د راپور له مخې پنجشېر په ۱۹۹۰ لسیزه کې پر افغانستان د طالبانو د لومړنۍ واکمنۍ پر مهال یوازېنی ولایت و چې د دغې ډلې پر وړاندې یې مقاومت وکړ.
د افغانستان د پخواني حکومت پوځیانو هیله درلوده چې که پنجشېر ته ولاړ شي نو ښایي وبه کړای شي چې دا دره یو ځل بیا د طالبانو د واکمنۍ په وړاندې د مقاومت پر مرکز بدله کړي.
د طالبانو د لوړو زدهکړو سرپرست وزير د روسيې تاتارستان جمهوريت ته تللی

د طالبانو د حکومت د لوړو زدهکړو سرپرست وزیر ندا محمد ندیم د یوه پلاوي په مشرۍ د روسیې تاتارستان جمهوریت ته تللی دی.
د طالبانو بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې، ښاغلی ندیم به د تاتارستان په پلازمېنه کازان کې د پوهنې د وزیرانو په یوه نړیوال فورم یا غونډه کې ګډون وکړي.
دغه فورم چې 'راتلونکې جوړونه' نوم ورکړل شوی، د جون په ۷مه پیل او د همدې میاشتې تر لسمې نېټې دوام کوي.
د طالبانو د لوړو زدهکړو وزیر دغه سفر داسې مهال کوي چې پر نوموړي انتقادونه کېږي چې په افغانستان کې یې لوړو زدهکړو ته د نجونو د لاسرسي مخه نیولې ده.
د نړۍ مشرانو په وار وار له طالبانو غوښتي چې نجونو او ښځو ته د کار او تعلیم حق ورکړي، خو تر اوسه دې برخه کې کوم پرمختګ نه تر سترګو کېږي.
د تېرې مې میاشتې په ۱۷مه د طالبانو د سوداګرۍ د وزیر په مشرۍ یو پلاوی په یوه اقتصادي فورم کې د ګډون په موخه د تاتارستان پلازمېنې کازان ته تللی و.
د سرپل په صياد کې د ترافيکي پېښې له امله ۲۴ کسان مړه شوي

د سرپل په صیاد ولسوالۍ کې یوې ترافیکي پېښې ۲۴ کسان مړه کړي دي.
سرپل کې د طالبانو د حکومت د امنیه قومندانۍ ویاند دین محمد نظري رسنیو ته ویلي، دا پېښه پرون چهارشنبه ماسپښين دوه بجې د یوه فلنګوچ ډوله موټر د چپه کېدو له کبله شوې ده.
خبرپاڼه کې راغلي چې په مړو شویو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
تر اوسه د پېښې لامل روښانه نهدی، خو په افغانستان کې دا ډول خونړۍ ترافیکي پېښې د لارو د خرابوالي او د چلونکو د بې احتیاطۍ له کبله رامنځته کېږي.
وېسټ: سیمه او نړۍ له نشهیي توکو په پاک افغانستان کې ګډې ګټې لري

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټوماس وېسټ چې د بریتانیا او متحده عربي امارتو په سفر وتلی، د کوکنارو د مخنیوي په برخه کې د طالبانو تګلارې 'معتبرې او مهمې' بللي دي.
وېسټ پرون ماښام پر خپله ټویټرپاڼه ولیکل چې د سیمې او نړۍ هېوادونه له نشهیي توکو په پاک افغانستان کې ګډې ګټې لري.
د طالبانو مشر ملا هبتالله اخندزاده تېر کال د یوه فرمان له مخې د کوکنارو او نورو نشهیي بوټو کرل منعه اعلان کړل.
د راپورونو له مخې په جنوبي او ختیځو ولایتونو کې له دې بندیز سره سره یو شمېر بزګرو کوکنار کرلي او لامل یې هم دوی ته د بدیل کښت نه ورکول یاد کړي دي.
له نشهیي توکو او جرمونو سره د ملګروملتونو ادارې سږ کال پسرلي کې وویل، ۲۰۲۲ کال کې هم په افغانستان کې په پر پراخو ځمکو کوکنار کرل شوي وو، خو طالبانو هغه مهال د ملګرو ملتونو راپور رد کړ.
مرستندویه بنسټونه په کمې شوې بودیجې ۲۲.۳ میلیون اړو افغانانو ته مرستې رسوي

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ اداره اوچا وایي، روان ۲۰۲۳ کال د بشري چارو شریکان هڅه کوي، په کمه شوې بودیجې سره په افغانستان کې ۲۲.۳ ميلیون وګړو ته مرستې ورسوي.
د اوچا د افغانستان څانګې دا خبره نن په یوه ټویټ کې کړې او افغانستان یې د نړۍ یو تر ټولو ناوړه بحران بللی چې په وینا یې د دې هېواد د وګړو دوه په دریمه برخه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري.
د ملګرو ملتونو دې ادارې د کمې شوې بودیجې اندازه ۳،۲ ميلیارډ ډالره ښودلې، حال دا چې مخکې یې روان کال په افغانستان کې د بشري چارو لپاره د څه باندې ۴،۶ ميلیارد ډالرو غوښتنه کړې وه.
افغان کرکټ بورډ د بنګلهدېش پر وړاندې ټېسټ لوبې ته لوبډله اعلان کړه

د افغانستان کرکټ بورډ ادارې د بنګله دېش لوبډلې پر وړاندې یوازېنۍ ټېسټ لوبې ته ۱۵کسیزه لوبډله اعلان کړه چې ځینو ځوانو لوبغاړو ته هم چانس ورکړل شوی دی.
په اعلان شوې لوبډله کې نجات مسعود، ابراهیم عبدالرحیمزی او اظهارالحق نوید داسې لوبغاړي دي چې په لومړي ځل چانس ورکړل شوی دی.
راشدخان بیا په لوبډله کې نه دی اخیستل شوی.
کرکټ بورډ په دې تړاو د چهارشنبې په ورځ په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې لیکلي چې د مهالوېش له مخې به دغه ټېسټ سیالي د جون میاشتې په ۱۴مه نېټه پیل شي او د همدې میاشتې تر ۱۸مې نیټې پورې به دوام وکړي.
دغه راز د غوره شویو لوبغاړو په تړاو ویل شوي: "افغان لوبډلې ته چټک توپ اچوونکي ابراهیم عبدالرحیمزی او نجات مسعود او ځوان ښي لاسی لیګ بریک توپ اچوونکی اظهار الحق نوید اضافه شوي دي. دغه راز کریم جنت چې په تېرو احمد شاه ابدالي فرسټ کلاس سیالیو کې یې خورا ښې لوبې وکړې او د یادو سیالیو غوره لوبغاړی ونومول شو، هم د دې لوبډلې برخه شوی دی."
په دې ۱۵ـ کسیز نوملړ کې حشمت الله شهیدي لوبډلمشر، رحمت شاه زرمتی مرستیال لوبډلمشر، افسر ځاځی، اکرام علي خېل، ابراهیم ځدراڼ، عبدالمالک، ناصر جمال، بهیر شاه، کریم جنت، اظهار الحق نوید، ظاهر خان، حمزه هوتک، ابراهیم عبدالرحیمزی، نجات مسعود او یمین احمدزی شامل دي.
سربېره پر دې ضیاالرحمن اکبر، عظمت الله عمرزی، نورعلي ځدراڼ او سید احمد شېرزاد د احتیاطي لوبغاړو په توګه له لوبډلې سره مله دي.
د ویلو ده چې افغان لوبډلې تازه د سریلانکا پر وړاندې د درېیو یو ورځنیو سیالیو په ورستیو دوه لوبو کې په لویو توپیرونو ماتې وخوړې.