د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۱

د انتخاباتو کمېسيون د احتمالي نوماندانو د اسنادو د ارزونې د پیل خبر ورکوي


د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسيون د ولسي جرګې او د ولسوالیو شوراګانو د احتمالي نوماندانو د اسنادو د ارزونې د بهیر د پیلېدو خبر ورکوي.

دغه کمېسيون ډاډ ورکوي چې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د احتمالي نوماندانو د اسنادو او مدارکو د ارزونې بهیر به شفاف او د خلکو د رضایت وړ وي.

د دغه کمېسون مرستیال ویاند عبدالعزیز ابراهیمي د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۲۸» ازادي راډیو ته وویل چې د انتخاباتو خپلواک کمېسيون د اسنادو د ارزونې په بهیر کې وضع شوي شرایط په ټولو احتمالي نوماندانو يو شان پلي کوي.

نوموړي وویل:

"نن موږ د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د احتمالي نوماندانو د اسنادو او مدارکو د ارزونې لړۍ په مرکز کابل کې پيل کړه، په دغه بهیر کې کوم شرایط چې د نوماندانو لپاره ټاکل شوي، پرې تطبیقېږي او کمېسيون په دې برخه کې جدي دی او موږ د انتخاباتي مهالوېش له مخې، ګام په ګام مخ ته ځو."

ښاغلی ابراهیمي وايي، د انتخاباتو خپلواک کمېسيون د مهالوېش له مخې به د نوماندانو ابتدايي نوملړ د روان کال د سرطان میاشتې په اوومه اعلان شي.

دا په داسې حال کې ده چې د انتخاباتو خپلواک کمېسيون د معلوماتو له مخې، څه باندې شپږ زره تنو د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو څوکیو ته فورمې ډکې کړې دي.

په یادو کسانو کې ۲۴۵۴یې د ولسي جرګې او ۳۷۳۱یې د ولسوالیو شوراګانو لپاره احتمالي نوماندان دي.

د دغه کمېسيون په خبره، د ولسي جرګې د ټولو احتمالي نوماندانو اسناد په مرکز کابل کې او د ولسوالیو شوراګانو د احتمالي نوماندانو بیا په ولایتي مرکزونو کې ارزول کېږي.

په ورته وخت کې د افغانستان د شفافو انتخاباتو د بنسټ یا ټیفا رئيس محمد نعيم ایوب‌زاده د وخت کمښت او د ځانګړو مېکانیزمونو نشتوالی دوه هغه لویې ستونزې بولي چې د ده په خبره، د احتمالي نوماندانو د اسنادو د ارزونې پر بهیر منفي اغېز کولای شي.

محمد نعیم ایوب زاده
محمد نعیم ایوب زاده

دی وایي:

"هغه څه چې زموږ لپاره د اندېښنې وړ دي، يو دا چې د اسنادو د ارزونې لپاره وخت کم دی او دوهمه دا چې دوی تر اوسه يو لارښود او مېکانیزم نه‌دی جوړ کړی چې له مخې یې دغه بهیر ارزیابي شي."

ښاغلی ایوب‌زاده وايي، د انتخاباتو کمېسيون ته په‌کار ده چې د قانون په رڼا کې يو لړ معیارونه او ځانګړي شاخصونه جوړ کړي چې له مخې يې د احتمالي نوماندانو د اسناد ارزیابي پر کاندیدانو د رأیې ورکوونکو اعتراضونو ته د قناعت وړ ځوابونه ورکړل شي.

د ده په خبره، په دې برخه کې د ځانګړو فورمونو او کوډونو تر څنګ يو قوي ډېټابېس ته اړتیا ده چې له لارې یې ټول راټول شوي اسناد فلتر شي او د درغلیو مخه پرې ونیول شي.

راپور: محمد واصل وصال

XS
SM
MD
LG