د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۲ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۳

نړۍ

د هند په شمال ختيځ امفال ښار کې سېلابونو څو کلي لاندې کړي

د هند په شمال ختيځ امفال ښار کې سېلابونو څو کلي لاندې کړي، د کروندګرو حاصلات له منځه تللي او سړکونه زيانمن شوي دي.

يوه زيانمن شوي کس سويبا پرون شنبه روېټرز اژانس ته وويل چې د سيمې اوسېدونکي اندېښمن دي.

دی زیاتوي:

"تر اوسه مو له حکومته کومه مرسته نه ده ترلاسه کړې، اندېښمن يوو چې له سېلابونو به څنګه وځو."

د امفال محلي چارواکو د هند له اردو او پوليسو غوښتنه کړې چې د خلکو مرستې ته ودانګي.

د دوى په خبره، د مانيپور ايالت په پنځو ولسواليو کې له سېلاب ځپلو سره د مرستې لپاره نېږدې ١٠٠ کمپونه جوړ شوي دي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

سیف د چلدرن افغانستان ته ۹۲ ټنه دارو درمل استولي

ارشیف
ارشیف

د ماشومانو د ساتنې اداره ( سیف د چلدرن ) وایي، افغانستان ته په یوه الوتکه کې ۹۲ ټنه دارو درمل رسېدلي دي.

دغې ادارې پرون سه شنبه یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه درمل به د ماشومانو په ګډون څه باندې شپږ نیم لکه هغو افغانانو ته ورکړل شي چې د درملنې وړ ناروغیو باندې اخته دي.

خبرپاڼه کې راغلي، په افغانستان کې نژدې څلور لکه ماشومان په تنفسي ناروغیو، سینه و بغل اسهال او جلدي ناروغیو اخته دي.

معلومه نه ده چې دغې مرسته شوې طبې بسته کې کومې دواوې شاملې دي، خو سیف د چلدرن دا په روان کال کې د دوی له خوا تر ټولو زیاته اندازه مرسته یاده کړې ده.

دغې ادارې ویلي، د ۲۰۲۴ کال له پیل راهیسې څه باندې زره افغان ماشومان چې له پنځو کلونو کم عمره وو، د سینه و بغل له کبله مړه شوي دي.

بلېنکن اسراییلي مشرانو ته؛ غزه کې د اوربند وخت دی

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن منځني ختیځ ته د خپل سفر په ترڅ کې نن چهارشنبه اسراییل ته تللی او د هغه هېواد مشرانو ته یې ویلي چې غزه کې د اوربند وخت دی.

اسوشیتید پریس خبري اژانس لیکلي، بلېنکن د اسراییل او حماس ترمنځ چې امریکا او اروپایي ټولنه یې یوه ترهګره ډله بولي، د داسې اوربند هڅه کوي چې له مخې یې جګړه ارامه او اسراییلي یرغمل شوي او فلسطیني زندانیان تبادله شي.

بلېنکن پرون ویلي، اسراییل پلان لري چې جګړه ځپلې غزې ته د بشري مرستو د لېږد لپاره یو لویه لاره پرانیزي.

دا له کله چې په تېره اکتوبر میاشت کې د حماس او اسراییل ترمنځ جګړه پیل شوې، منځني ختیځ ته د بلېنکن اووم سفر دی.

حماس په لومړیو کې پر اسراییلو په غلچکي برید سره شاوخوا ۱۲۰۰ کسان ووژل او ۲۵۰ نور یې برمته کړل، خو اسراییل یې ځواب کې پر غزې تړانګه د تېرو نژدې ۷ میاشتو بریدونو کې له ۳۴زرو ډېر کسان وژلي دي.

د ترکیې پولیسو ۴۱ تنه داعش سره د تړاو په تور نیولي

د ترکیې پولیس
د ترکیې پولیس

د ترکیې د کورنیو چارو وزارت وایي، ۴۱ تنه یې له اسلامي دولت ډلې یا داعش سره د اړیکو په تور نیولي دي.

رویټرز خبري اژانس د ترکیې د کورنیو چارو د وزیر علي یرلیکایا په حواله نن چهارشنبه ویلي چې دغه کسان په ۱۲ ولایتونو کې د عملیاتو پر مهال نیول شوي دي.

خبر کې دا جزیات نه دي ورکړل شوي چې نیول شوي کسان د ترکیې وګړي دي او که د نورو هېوادونو اتباع هم په کې شته.

اسلامي دولت ډله یا داعش چې وروستیو کې یې روسیه او افغانستان کې خونړي بریدونه وکړل، سیمې ته یو ګواښ ګڼل کیږي.

طبیعي پېښو تېره میاشت پاکستان کې ۱۴۳ کسان مړه کړي

یو سېلاب ځپلی کور
یو سېلاب ځپلی کور

په پاکستان کې تېره اپریل میاشت ۱۴۳ کسان د ورښتونو، توپانونو او تلندو له کبله مړه شوي دي.

فرانس پریس خبري اژانس پرون د پاکستان د هوا پېژندنې ادارې د ویاند زهیر احمد بابر په حواله ویلي چې تېره میاشت پاکستان کې د ورښتونو کچه بې سارې او په میاشتني حساب څه باندې دوه چنده زیاته وه.

سېلابونه، د کورونو نړېدل او د ټکندې لویدل د خلکو د مرګ ژوبلې اصلي لاملونه بلل شوي دي.

پاکستان کې د ورښتونو له کبله تر ټولو زیاته مرګ ژوبله له افغانستان سره پر پوله خیبر پښتونخوا ایالت کې اوښتې او دغه ایالت کې ۸۳ تنه مړه شوي دي.

په افغانستان کې هم د حمل یا وري میاشتې له ۲۲مې د غویي میاشتې تر نهمې پورې سختو بارانونو او سېلابونو ۱۰۳ تنه مړه کړي او ۶۰ نور یې ټپیان کړي دي.

نیویارک کې پولیسو د فلسطینیانو د پلویانو د نیولو او اعتراضي کمپ لیرې کولو اقدام کړی

نیویارک
نیویارک

د نیویارک پولیس تېره شپه ناوخته د کولمبیا پوهنتون ته د دې لپاره ننوتل چې د فلسطینیانو لسګونه پلوي معترضان ونیسي او هغه کمپ لیرې کړي چې د ایوي لیګ په نوم ښوونځي یې له نژدې دوو اونیو راهیسې د لیرې کېدو غوښتنه کوله.

د اسراییلو پر خاوره د حماس چې امریکا او اروپايي ټولنه یې د تروریستي ډلې په توګه پېژني د اکتوبر د اوومې برید او ورپسې د غزې په تړانګه کې د اسراییل پوځي عملیاتو په امریکا کې د محصلانو هومره ډېر اعتراضونه وپارول چې ساری یې په ۲۰۲۰ کال کې د نژادپالنې پرضد له پراخ مظاهرو وروسته نه و، لیدل شوی.

له ډېری دې مظاهرو سره هممهاله، د اسراییلو پلویان هم اعتراضونه کوي او دوی له یهودانو په کرکه تورنوي.

د فلسطینیانو پلوي ډلې چې یهودان هم پکې دي په غزه کې د اسراییل له اقداماتو سره مخالفت کوي او وايي چې پر دوی په ناحقه له یهودانو سره د ضدیت ټاپه لګېدلې ده.

د امریکا دفاع وزیر اوکراین سره د هوایي مدافعې په برخه کې د مرستو غوښتنه وکړه

د امریکا د دفاع وزیر لوید اوسټین
د امریکا د دفاع وزیر لوید اوسټین

د امریکا د دفاع وزیر لوید اوسټین پرون د دې هېواد له شریکانو وغوښتل چې اوکراین ته نور د هوايي مدافعې پاټریوت ډوله توغندي ورکړي.

اوکراین څو ځلې د دافع هوا د نورو سیسټمونو غوښتنه کړې وه څو د روسیې د حملو پر وړاندې د خپلو ښارونو او عامه تاسیساتو د ساتنې لپاره کار ترې واخلي.

ښاغلي اوسټین پرون د استازو جرګې پوځي کمیټې ته وویل چې پنټاګون به له هغو هېوادونو سره چې پاټریوت ډوله سیسټمونه لري، تماسونو ته دوام ورکړي څو اوکراین ته نور پوځي ظرفیتونه ځانګړي شي.

د امریکا د دفاع وزیر د کوم ځانګړي هېواد نوم یاد نه کړ خو اسپانیا، یونان، جرمني، هالنډ، پولنډ او سویډن د هغو هېوادونو په ډله کې دي چې د پاټریوټ دافع هوا سیسټمونه لري.

جان باس د پاکستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر سره لیدلي

په سیاسي چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست مرستیال جان باس
په سیاسي چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست مرستیال جان باس

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي په سیاسي چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست مرستیال جان باس په مشرۍ امریکايي پلاوي پرون په اسلام آباد کې د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر رحیم حیات قریشي سره وکتل.

په یوه بیان کې چې د پاکستان د بهرنیوچارو وزارت پر ایکس پاڼه خپره شوې راغلي دي چې په امریکايي پلاوي کې د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله الیزابت هورست او په اسلام آباد کې د امریکا سفیر ډونالډ بلوم هم شامل وو.

په بیان کې دا مذاکرات مثبت بلل شوي او زیاتوي چې د دواړو لورو د سوداګرۍ، پانګونې او سیمه ییز امنیت په برخو کې د اړیکو د پیاوړتیا لپاره پر خپلو ژمنو ټینګار وکړ.

د اوکراین ولسمشر د اروپا پر یووالي او ځواکمنتیا ټینګار وکړ

ولودمیر زلینسکي
ولودمیر زلینسکي

د اوکراین ولسمشر وايي، اروپا داسې څه نه ده چې په تبلیغات یې څوک پر خلکو وتپي یا یې خوندي وساتي، بلکې عملي کار غواړي.

ولودمیر زلینسکي پرون سې شنبه په اروپايي ټولنه کې د چک جمهوریت د غړیتوب د شلو کلونو پوره کېدو په مناسبت دا خبره، په یوه ویډیو کې وکړه.

هغه زیاته کړه: " زموږ اروپا، د ملتونو، ملیونونو متفاوتو انسانانو او ټولنو یو داوطلبانه اتحاد دی. دا د ملتونو تر شا د څو زبرځواکونو کومه دسیسه نه ده. اروپا داسې څه نه ده چې په تبلیغاتو یا تاوتریخوالي یې څوک پر چا وتپي یا یې خوندي کړي. دا هغه موضوع ده چې مسکو یې درک کول نه غواړي."

اوکراین له کلونو راهیسې هڅه کوي چې د اروپايي ټولنې غړیتوب ترلاسه کړي او دا هڅې وروسته له هغې لا چټکې شوې چې روسیې د ۲۰۲۲م کال د فبروري میاشتې پر ۲۴مه پر اوکراین یرغل پیل کړ او لا هم دوام لري.

د ملګرو ملتونو محکمې اسراییل سره د جرمني د مرستو درولو په اړه د نیکارګوا غوښتنه رد کړه

د ملګرو ملتونو بیرغ
د ملګرو ملتونو بیرغ

د ملګرو ملتونو یوې محکمې، د نیکاراګوا هغه قانوني هڅه رد کړه چې په کې له جرمني غوښتنه شوې وه چې اسرائیل ته خپلې پوځي او نورې مرستې بندې کړي.

د اسوشېټېډ پریس خبري اژانس د خبر له مخې، د عدالت نړیوالې محکمې پرون بیا هم دا دوسیه کاملاً رد نه کړه او بیا به هم د دواړو لوریو استدلال اوري.

د نیکاراګوا حکومت په خپل قانوني شکایت کې ادعا کړې چې جرمني نه ده توانېدلی په غزې تړانګه کې د نسل وژنې مخه ونیسي.

احتمالاً دا پروسه به څو میاشتې وخت ونیسي.

د عدالت نړیوالې محکمې مخکې ویلي وو چې په غزې تړانګه کې د نسل وژنې د پام وړ خطر شته، هغه تور چې اسرائیل په کلکه رد کړی دی.

اسرائیل ویلي چې د ځان د دفاع لپاره یې عمل کړی دی.

د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې مشر ایران ته په سفر ځي

رافایل ګروسي
رافایل ګروسي

ټاکل شوې د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې مشر، رافایل ګروسي راروانه اوونۍ ایران ته سفر وکړي.

د ایران نیمه دولتي اژانس مهر پرون سې شنبه اعلان وکړ چې ښاغلی ګروسي له راروانې دوشنبې تر چهارشنبې ایران ته ځي.
رافایل ګروسي به په اصفهان ښار کې د علومو او ټکنالوژۍ په نړیوال کنفرانس کې تر ګډون مخکې، په تهران کې له ایراني چارواکو سره خبرې وکړي.

د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې مشر رافایل ګروسي په فبروري میاشت کې ویلي وو چې په پام کې لري تهران ته د سفر پر مهال د دې ادارې او د ایران د حکومت ترمنځ اړیکو کې د رامنځته شويو درزونو په باب خبرې وکړي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG