نړۍ
د یوه تونسي له نیولو سره په جرمني کې د یوې حملې مخه ونیول شوه
د جرمني چارواکو نن د جمعې په ورځ وويل، د تونس د يوه وګړي له نيول کېدو سره احتمالاً د يوې تروريستي حملې مخه نيول شوې ده.
پر ده د بيولوژيکي وسلې د جوړولو شک کېږي.
دغه ٢٩ سړى چې نوم يې سيف الله اېچ ياد شوى، وروسته له هغې په کُلن ښار کې ونيول شو چې تېره سې شنبه يې له اپارتمانه د ريسين په نوم زهرجن مواد وموندل شول.
د دې ادارې مشر هانس ګيورګ ماسين يوې محلي ورځپاڼې ته وويل، شواهد تر يوه حده دا يقيني کوي چې يوه تروريستي حمله شنډه کړاى شوې ده.
څارنوالان وايي، دغه سړي له افراطي وسلهوالو سره اړيکې درلودې، خو پهدې اړه چې ايا دى د کوم تروريستي سازمان غړى و که څنګه؟ شواهد نهشته.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
تور سمندرګي کې د پېښو له زیاتوالي وروسته ناټو خپل دفاعي تدابیر ارزوي
په تور سمندرګي کې د بلغاریا ساحل ته نږدې پر یوې بېړۍ باندې د بېپیلوټه الوتکې تر لګېدلو وروسته د ناټو سازمان ویلي چې هلته خپل دفاعي تدابیر زیاتوي.
بېړۍ ډوبه شوې او ۱۱ کسه سپرلۍ لادرکه شوې دي.
د ناټو عمومي منشي مارک روته د سېشنبې په ورځ «د تلې پر ۲۱مه» اعلان وکړ چې دغه سازمان به په تور سمندرګي کې پر سوداګریزو بېړیو د بېپیلوټه الوتکو د وروستیو بریدونو په غبرګون کې خپل دفاعي تدابیر د اړتیا له مخې تنظیموي.
هغه وویل چې له دغو بریدونو وروستهیې د بلغاریا صدراعظم رومن رادف سره خبرې کړې دي.
دا په یوه اوونۍ کې د بلغاریا ساحل ته نږدې دا ډول دوهمه پېښه ده.
د بلغاریا چارواکو د سېشنبې په ورځ د روسیې سفیر هم احضار کړ.
اوکراین او اروپايي ټولنې هم دغه بریدونه غندلي، خو روسیې تر اوسه په دې اړه غبرګون نهدی ښودلی.
ټرمپ وايي له ایران سره د جګړې هدف دا و چې دا هېواد اټومي وسلې پیدا نه کړي
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي له ایران سره د جګړې هدف دا و چې دا هېواد اټومي وسلو ته لاسرسی پیدا نه کړي.
هغه چې د دوشنبې په ورځ په اوهایو کې یوې غونډې ته غږېده ټینګار وکړ چې جګړه به ډېر ژر خلاصه شي.
هغه دا هم وویل چې د تیلو بیې به هم راټيټې شي.
د امریکا ولسمشر یو وار بیا ایران د ترهګرۍ لومړی شمېر ملاتړی وباله.
ټرمپ تېره اوونۍ هم د ایران د جګړې د پای ته رسېدو خبره کړې وه او ګواښ یې کړی و چې د ایران اسلامي جمهوریت باید د واشنګتن غوښتنې ومني که نه نور به پاتې نه وي.
د خیبر پښتونخوا والي د دغه ایالت لرې کړای شوي چارواکي له افغان طالبانو سره په اړیکو تورن کړل
د پاکستان د خیبرپښتونخوا ایالت والي تور پورې کړ چې د دغه ایالت لپاره به تګلارې له کابل، کندهار او جلال اباده جوړېدې، چې په خبره یې نور به دا کار نه کېږي.
کنډي د خپلې دې خبرې په اړه د شواهدو له وړاندې کولو پرته د خیبرپښتونخوا ایالتي چارواکو له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې په ټګۍ هم تورن کړل او ویې ویل د هغو ترهګرو مخه یې نه نیوله چې د ده په ادعا له افغانستانه راتلل.
په خیبرپښتونخوا کې د بېړني حالت په اعلانېدو سره واک له ایالتي چارواکو والي ته لیږدول شوی او اعلی وزیر سهیل افریدي او د کابینې غړي یې نیول شوي.
هڅه مو وکړه چې د کونډي د دغو تورونو په اړه د تحریک انصاف ګوند د ویاندویانو نظر ولرو، خو هغوی تر دې دمه زمونږ پوښتنې نه دي ځواب کړي.
د راپورونو په اساس په خیبرپښتونخوا کې وضعیت کړکېچن دی او حکومت په انټرنیټ باندې محدودیتونه هم لګولي دي.
د طالبانو حکومت د خیبرپښتونخوا د والي د تازه څرګندونو په باب څه نه دي ویلي خو د طالبانو یوې معتبرې سرچینې ازادي راډیو ته وویل چې دوی په دې اړوند پرون نظر خپور کړی او هغه کفایت کوي.
د دوشنبې په ورځ د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې د پاکستان روانې ستونزې په ټولې سیمې منفي اغیزې کوي او د پاکستاني چارواکو لخوا په افغانستان د خپلو ناکامیو پړه اچول د هيڅ ستونزې حل نه ده.
د ترکیې استخبارات: د «پيکېکې» وسلهوال د عراق شمال کې له څلورو اډو وتلي
ترکیې تأیید کړه چې د عراق د کردستان د کارګرانو د ګوند «پيکېکې» وسلهوال د عراق په شمال کې له څلورو اډو وتلي دي.
د ترکیې دولتي خبري اژانس اناتولي د دې هېواد د استخباراتي ادارې له قوله د دوشنبې په ورځ «د تلې په ۲۰مه» وویل چې «پيکېکې» د عراق په شمال کې د متینا او بزه په سیمو کې خپلې څلور اډې تشې کړې دي.
دې اژانس د امنیتي سرچینو په حواله ویلي چې دغه اډې د اکټوبر تر اتمې نېټې پورې تشې شوې دي.
د کردستان کارګرانو ګوند تېره اوونۍ اعلان کړی و چې خپل وسلهوال ځواکونه د ترکیې پولې ته له نږدې سیمو څخه باسي.
دا اقدام د سولې د هغو هڅو یوه برخه ده چې هدفیې د دغه ګوند او د ترکیې د حکومت ترمنځ د څو لسیزو جګړې پای ته رسول دي.
ترکیې دوه میاشتې وړاندې یو قانون تصویب کړ چې له مخې یې د کردستان کارګر ګوند غړو ته محدوده بخښنه په پام کې نیول شوې ده.
خو د دغه قانون عملي کېدل په دې پورې تړلي چې د دې ډلې بې وسلې کېدل، د پوځي فعالیتونو درول او د وسلو او مهماتو سپارلیې تأیید شي.
ترکي چارواکو ویلي چې د دغو اډو تشول کولای شي د سولې د بهیر له پرمختګ سره مرسته وکړي.
دوو امریکايي اقتصادپوهانو د ۲۰۲۶ کال د اقتصاد نوبل جایزه وګټله
دوو امریکايي اقتصادپوهانو، رابرت هال او مایکل ووډفورډ، د دوشنبې په ورځ د ۲۰۲۶ کال د اقتصاد نوبل جایزه وګټله.
دوی ته دا جایزه د هغو څېړنو له امله ورکړل شوې چې د اقتصادي بدلونونو او بحرانونو په کنټرول کې د پولي او مالي سیاستونو پر رولیې کړې دي.
د سویډن د علومو شاهي اکاډمۍ د دوشنبې په ورځ «د تلې په ۲۰مه» اعلان وکړ چې د دغو دوو اقتصادپوهانو څېړنو د داسې اقتصادي ماډلونو په جوړولو کې مرسته کړې چې حکومتونه او مرکزي بانکونه ترې د اقتصادي رکود د مخنیوي او د اقتصاد د ثبات لپاره ګټه اخیستلی شي.
رابرت هال د سټنفورډ پوهنتون او مایکل ووډفورډ د کولمبیا پوهنتون استاد دی.
د اقتصاد نوبل جایزه هم د نورو نوبل جایزو په څېر، د ویاړ یو سند، د سرو زرو یو مډال او یو میلیون او ۲۰۰ زره امریکايي ډالر نغدي جایزه لري.
د اقتصاد د نوبل جایزې د ګټونکو په اعلانېدو سره د ۲۰۲۶ کال د نوبل جایزو د ګټونکو د معرفي کولو لړۍ پای ته ورسېده.
د خیبرپښتونخوا کړکېچن وضعیت؛ د اعلی وزیر په شمول د تحریک انصاف ۲۸۰ غړي نیول شوي
پاکستاني چارواکو له یکشنبې راهیسې د تحریک انصاف ګوند نږدې ۲۸۰ غړي نیولي دی.
دا وروسته له هغه چې د پاکستان مرکزي حکومت په خیبرپښتونخوا کې بیړنی حالت اعلان کړ.
د بیړني حالت له اعلان وروسته د خبیرپښتونخوا اعلی وزیر سهیل خان افریدی او د تحریک انصاف ګوند اړوند ځینې نور لوړپوړي چارواکي هم نیول شوي.
د پاکستان د کورنیو چارو د دولت وزیر طلال چودري ویلي چې اعلی وزیر او د کابینې غړي یې نیول شوي او که کوم یو دوسیه ولري نو محاکمه به شي او پاتې نور به خوشې شي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین په خیبرپښتونخوا کې د بیړني حالت اعلان غندلی او ویلي یې دي چې د اعلی وزیر سهیل افریدي په شمول د تحریک انصاف د مشرانو نیول د ده په خبره د «پنجابي جنرالانو» د ناقانونه او غیر ډموکراټیکه کړنو پایلې دي.
په خیبرپښتونخوا کې د بیړني حالت له اعلان سره سم وضعیت کړکېچن بلل شوی او د تحریک انصاف ګوند او نورو مخالفو ګوندونو ګڼو پلویانو په څو سیمو کې مظاهرې پیل کړي خو امنیتي ځواکونه یې مخه نیسي.
اخوا د راپورونو په اساس د تحریک انصاف د ګوند د لوړپوړو مشرانو په کورونو باندې د پاکستان امنیتي ځواکونو چاپې هم وهلي که څه هم حکومتي چارواکو دا خبر لا نه دی تایید کړی.
پر سعودي د حوثیانو د بریدونو دوام؛ د وژل شویو شمېر ۱۴ او د ټپیانو ۳۰۰ ته ورسېد
د سعودي عربستان پر ریاض هوايي ډګر د حوثیانو په بریدونو کې د وژل شویو شمېر ۱۴ او د ټپیانو ۳۰۰ ته رسېدلی.
حوثيانو یو وار بیا د یکشنبې په ماښام د ریاض د ملک خالد هوايي ډګر هدف وګرځاوه چې یو کس پکې ووژل شو او ۱۱ نور ټپیان شول.
اخوا د دمام په ملک فهد هوايي ډګر هم برید شوی.
شنبه ناوخته د ریاض په هوايي ډګر برید کې لږ تر لږه ۱۳ کسان وژل شوي او نږدې ۳۰۰ نور کسان ټپیان دي.
ترکیې، پاکستان، مصر او سعودي په حوثیانو غږ کړی چې سمدستي دا بریدونه ودروي.
ګڼو نورو هېوادونو هم دا بریدونه غندلي.
امریکا او اسټرالیا سعودي کې له خپلو اتباعو غوښتي چې د ریاض هوايي ډګر له لارې له سفرونو ډډه وکړي.
هندي پولیسو سلګونه مظاهره چیان نیولي
هندي پولیسو د یکشنبې په ورځ هم سلګونه مظاهره چیان نیولي دي.
په هند په تېره نوې ډهلي کې له څو ورځو راهیسې د کاکروچ یا «سوسک» خوځښت په غوښتنه لسګونه زره ځوانان او د مخالف ګوند غړي د انتخاباتو کمیسیون پر ضد لاریون ته وتلي دي.
د کاکروچ خوځښت مشر ابیجیت دیپکي او دوه نور مشران په نوې ډهلي کې نیول شوي خو محکمې د یکشنبې په ورځ امر کړی چې دا کسان دې خوشې شي.
مظاهره چیان د هند د انتخاباتو کمیسیون د مشر ګیانش کمار د لرې کولو غوښتنه کوي.
د انتخاباتو کمیسیون د رای ورکوونکو د نوملړ د اصلاح په نوم د لږ تر لږه ۱۳۰ میلیونو کسانو نومونه له لیسټونو لرې کړي او دلیل یې راوړی چې نومونه یې تکراري او د رایو په شرایطو برابر نه دي.
خو مظاهره چیان او مخالف ګوند وايي چې د انتخاباتو کمیسیون په دې کار سره د واکمن ګوند بهارتیا جاناټا په ګټه کار کوي.
د اروپايي ټولنې مشرانو د اوکرایین له ولسمشر ملاتړ ښوولی
د اروپايي ټولنې مشرانو یو وار بیا د اوکرایین له ولسمشر ولودومیز زیلینسکي خپل ملاتړ وښود.
دا وروسته له هغه چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د روسیې د ډیزلو پر صادراتو د بندیزونو د کمولو اعلان وکړ او وروسته یې وویل چې وخت یې رارسیدلی څو اوکرایین "نوی مشر" ولري.
د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشرې کایا کالاس په خپله ایکس پاڼه لیکلي: دا یې وخت نه دی چې په روسیې باندې فشار کم شي او اروپا به دا کار ونه کړي. هغې د ډیزل تیلو په اړه تړون غندلی او خبرداری یې ورکړی چې دا عایدات به د مسکو جګړه تمویلوي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د روسیې جمهور رییس ولادمیرپوتین د یوې ټیلیفونې اړیکې په مټ د د اکتوبر په نهمه د روسیې د تیلو په صادراتو د بندیزونو د نرمولو په اړه موافقې ته ورسېدل.
د پاکستان مرکزي حکومت په خیبر پښتونخوا کې بېړنی حالت اعلان کړ
د پاکستان صدراعظم شهباز شریف په مشرۍ فدرالي کابینې په خیبر پښتونخوا کې امنیتي وضعیت ناوړه وباله او په دې ایالت کې یې بیړنی حالت اعلان کړ.
کابینې په دغه ایالت کې د پاکستان د اساسي قانون د ۲۳۲مې او ۲۳۴مې مادې له مخې د بېړني حالت او د ګورنر د واکمنۍ د پلي کېدو منظوري ورکړې ده.
په خیبرپښتونخوا کې وروسته له هغه بیړنی حالت اعلان شو چې په دغه ایالت کې د واکمن ګوند، تحریک انصاف له لوري پراخ لاریونونه پیل شول.
په خیبرپښتونخوا کې د بیړني حالت له اعلان سره د تحریک انصاف ګوند حکومت او پارلمان لغوه کېږي او والي یا ګورنر، چې د مرکزي حکومت استازی دی، واګې په لاس کې اخلي.