د لاسرسي لېنکونه

جمعه ۲۷ تله ۱۳۹۷ کابل ۰۹:۳۷

د بدخشان په جرم ولسوالۍ کې ۷سرتېري وژل شوي


د بدخشان چارواکي وایي، تېر ماښام د دغه ولایت په جرم ولسوالۍ کې پر یوې امنیتي پوستې د طالبانو په برید کې افغان امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د بدخشان د والي ویاند نیک محمد نظري وویل طالبانو لومړی پر پوسته برید وکړ او د یوه ساعت لپاره یې هغه ونیوله، خو دده په خبره د افغان ځواکونو په متقابلو نښتو کې دغه پوسته بېرته له طالبانو ونیول شوه.

ښاغلی نظري زیاتوي لا د پېښي په اړه وروستي جزئیات له دوی سره نه دي شریک شوي:

"له بده مرغه د دې نښتو په نتیجه کې اوه تنه افغان امنیتي سرتېري وژل شوي دي او شااوخوا پنځلس تنه ټپیان دي چې د ځینو روغتیایي وضعیت خراب دی."

دا پېښه داسي مهال شوې چې نن د افغان حکومت له لوري پر وسله والو طالبانو د اوربند دوهمه ورځ ده او د دفاع وزارت په خبره په دې دووورځو کې د امنیتي ځواکونو پرضد د وسله والو طالبانو فعالیتونه اویا سلنه کم شوي دي.

XS
SM
MD
LG