د لاسرسي لېنکونه

جمعه ۱ چنګاښ ۱۳۹۷ کابل ۰۳:۴۴

چارواکي: په کندز کې د بېلابېلو جرمونو په تور ۴۵ تنه نیول شوي


د دغه ولایت د امنيې قوماندانۍ چارواکي وايي چې دوی په تېرو دوو اوونیو کې د کندز ښار له بېلابېلو سیمو څخه د جنايي او ترورېستي جرمونو په تړاو ۴۵ تنه تورن کسان نېولي دي.

د کندز امنیه قوماندان مل پاسوال عبدالباقي نورستاني له ازادي راډیو سره د خبرو پرمهال وویل چې دغه تورن کسان د سړي تښتوونکو پېښو، قتلونو، وسله والو غلاو او د نورو بېلابېلو جرمونو په تړاو نېول شوي او دوسيې یې عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوې دي.

ښاغلي نورستاني زیاته کړه چې د امنیت د لاښه والي په هدف، دوی ګرځنده ګزمې جوړې کړي، ترڅو په ښار کې امنیت تأمین کړي او خلک په یو ارام چاپېریال کې خپلو ورځنیو فعالیتونو ته ادامه ورکړي.

د کندز پولیس په داسې حال کې د بېلابېلو جنايي جرمونو په تړاو د ۴۵ تنو تورنو کسانو د نېول کېدو خبر ورکوي چې د دې ولایت د اوسېدونکو په وینا چې په دې وروستیو کې یوځل بیا د کندز په ښار کې هدفي وژنو، وسله والو غلاو، د سړي تښتوونکو پېښو او د نورو جنايي جرمونو کچه لوړه شوې او دغې مسئلې خلک د خپل راتلونکي په اړه سخت اندېښمن کړي دي.

XS
SM
MD
LG