د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۲۸ غبرګولی ۱۳۹۷ کابل ۰۷:۵۳

هرات کې نامعلومو وسله والو په یوه جومات کې ۲ تنه وژلي


د هرات په شینډنډ ولسوالۍ کې پر یوه جومات د نامعلومو وسله والو په حمله کې دوه تنه وژل شوي او اووه نور تپیان دی.

د هرات د شینډنډ ولسوالۍ امنیې قوماندان عبدالوکیل وطن‌یار ازادي راډیو ته وویل چې وسله والو چې شمېر یې دولسو تنو ته رسېده، نن غرمه مهال پر دې جومات حمله وکړه.

د هغه په وینا وسله وال په تيښته بریالي شوي او تر اوسه د دې پېښې په تړاو څوک نه دي نیول شوي.

دا چې د دغې حملې تر شاه څه انګیزه وه هم څه نه دي ویل شوي او نه کوم وسله والې ډلې یې مسؤلیت منلی.

XS
SM
MD
LG