د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۳۰ تله ۱۳۹۷ کابل ۱۱:۱۵

د امریکا متحده ایالات او چین یوې موافقې ته رسیدلي


د امریکا متحده ایالات او چین یوې موافقې ته رسیدلي چې له مخې یې د ټیلیفون لوی چینایي شرکت «ZTE» کولای شي په امریکا کې فعالیت مخ ته یوسي، خو پر ایران او شمالي کوریا د لګول شویو بندیزونو څخه د سرغړونې په خاطر به نور یو میلیارډ ډالره جریمه پرې کوي.

دغه اعلان پرون وشو.

له دې مخکې دې شرکت د دغو سرغړونو په خاطر ۸۹۲ میلیونه ډالره جریمه تحویل کړې وه.

د امریکا د سوداګري چارو وزارت وویل چې «ZTE» به دغه راز ۴۰۰ میلیونه ډالره هم د ضمانت په توګه ږدي چې که یې بیا سرغړونه وکړه هغه به ضبطیږي.

XS
SM
MD
LG