د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۳۰ تله ۱۳۹۷ کابل ۱۰:۴۰

د بلغاریا پارلمان د روسیې له‎خوا یو پلان تصویب کړ


د بلغاریا پارلمان د روسیې له‎خوا د هغو اټمي تأسیساتو د جوړولو پلان تصویب کړ چې پنځه کاله یې د مالي ستونزو او هغو اندېښنو له کبله چې ښایي په‎دې سره د دې هېواد د انرژۍ ډېره اتکا پر روسيې وشي، د اندېښنو له کبله ځنډیدلی و.

د پارلمان وکیلانو دغه پلان ته ۱۷۲ مثبتې او ۱۴ منفي رأی ورکړي.

د بلغاریا د صدراعظم بویکو بوریسوف له‎خوا د وړاندې شوې دغې پراختیایي پروژوې کار به چې د دانوب د سیند په غاړه جوړېږي، د اکتوبر د میاشتې له پایه پیل شي.

بلغاریا تراوسه د دغو تأسیساتو په جوړولو یو میلیارډ او اته سوه میلیونه ډالره لګولي دي.

د امریکا د متحدو ایالتونواو اروپایي ټولنې د فشارونو له امله چې دا هېواد باید د انرژۍ له پلوه ډېره اتکا پر روسیې ونه‎کړي، د دغې پروژې کار په ۲۰۱۲ میلادي کال کې درول شوی و.

XS
SM
MD
LG