د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۷

ډرامه؛ چرسو ولې په ۱۰ کالو کې صمد خان ته هېڅ زيان ونه‌رساوه؟


صمد خان ۱۰ کاله کېږي چې چرس څکوي، خو بيا هم په صورت روغ او له رنګه ښه تازه ښکاري.

دی يوه ورځ له خپل نږدې ملګري ولي جان سره مېلې ته ځي او هلته ولي جان ته هم یو دود سګرېټی ورکوي.

بس له همدې يوه دود سره ولي جان هم په چرسو اخته کېږي، خو په څو مياشتو کې داسې تک ژيړ او کمزوری کېږي چې بېخي له پېژندلو وځي.

  • دا چې چرسو ولې په ۱۰ کالو کې د صمد خان صحت ته هېڅ زيان ونه‌رساوه؟
  • ولي جان يې ولې ډېر ژر له پښو وغورځاوه؟

د دې پوښتنې لپاره ولي جان ډاکتر ته ورغلی دی.

  • دا چې ډاکتر به ولي جان ته د دې راز په اړه څه ووايي؟

دا به په ډرامه کې واورو چې عبدالنافع همت ليکلې ده.

دا ډرامه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ
Embed

No media source currently available

0:00 0:05:33 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG